غلامی ته می دی پام شو


وطنه   تل  آزاد  وی  غلامی  ته می  دی  پام شو

شل او  شوټ  افغانستانه   بيوسی  ته  می پام شو

چی د هيند  تر سمندره  دی  رايادی  کار نامی کړم

نن په کوردی  کربلا  ده بيواکی  ته می دی پام شو

  توريالې  دی  وه  د ننګ   چی  په   تورویې  ګټلی

اوس  پردوته يی حيرانه بيکسی ته می دی پام شو

د نړۍ  ستر قدرتونو  هر يو ځان  ته  يې   ويشلی

پارلمان  کی د استازو  خرمستې ته می دی پام شو

د ملت قاتلان  بوخت دې اختلاس ، چوراوچپاو کی

غرق  فساد  اوبيکاری کی تباهی ته می دی پام شو

سرو ګرمو کی د عربو شول هلاک  تنکې بچې  دی

د قومونو  دی  نفاق او بيباکی  ته می دی  پام شو

شوې ډيری ميندې  بوری اخوندانو  چی اعدام کړل

د کابل د  حکومت   بيچاره ګی  ته  می دی پام شو

پاکستان  درګرده  وژنې  پښتون بيا چل او هنر کی

د پنجاب د حکومت  دی دورنګی ته می دی پام شو

درد او غم  کی دی  کړيږم   زه ايمل  افغانه  وروره

رانغاړلی  يې دښمنو دی  تنګسی  ته می دی پام شو

  ( ايمل ساپی )   ويانا   ( پنځه لسم / اکتوبر/ ۲۰۱۲