د کابل ډاروونکی څيره  !


Kabul_during_civial_war_of_fundamentalists_1993-2

لومړی برخه                                                                                                                        

درنو هيوادوالو:                                                                                                                             

 ترکومه حده پوری چی زما هيلی د خپل وطن لپاره نيمګړی پاتی دی په هماغه شان لاتر اوسه پوری د مشرانو نشتوالی او   کموالی احساسوم او دا ستونزه به مونږ په هره کچه بياهم ولرو پدی چی زمونږ مشران د خود خواهی ، ځانځانی او د خپل عيش او عشرت د خواږه خوبونه لا هم ندی ويښ شوی او پر خپل پالنګ او تم ځای ناست دی او سترغلی د ستومانتيا په لرلو سره موږی او لايي اوس هم خوب پوره ندی کچيری  يي  لږه عاطفه او زړه سوانده درلودله زمونږ ولس به نن دا سختی نه ګاللی .                                       

ولی کابل نن ويروونکی او ډاروونکی څيره ځان ته غوره کړی ده ؟

کابل په ريښتيا پدی دنيا جنت وه مګر زمونږ زړه دښمنو دښمنانو هغه په دوزخ بدل کړ !

وحشته ستا ډاروونکی څيره هره ګړی د انسان ګمان په يقين بدلوي زمونږ د وطنوالو دا زيړ زبيښلی رنګ چی ويره ، وحشت ، ،بدبختی ، ګراني ، ولږه ، تنده ، قهطي ، تجاوز ، بی عزتي ، بی حرمتي ، بی ، امنيتي ، نا امنی ، قتل ، غارت ، چوراو چپاول ، بی ناموسی ، بمباری ، راکيټونه ، ځانمرګي بريدونه ، اختلاس ، وطن پلرونکي ، انسان پلرونکي او انسان خوړونکي ، ځان خرڅوونکي ، د ملي حاکيميت او سياسی استقلال ، ځمکنی بشپړتيا او تماميت دښمنان او د وطن د تاريخي آبداتو او ملي شتمنی دښمنان چی د اجير په توګه د خپل ګران او مور په شان ښکلی وطن افغانستان او کابل چی زمونږ د ميندو زانګو ده چی هر بچي خپل پدی زانګو کی خوبولی او ويده کړيدی                                                                                                                                                              

او نن يي هم کابل د جګړی لوی ډګر ګرځولی چی په ټولو تاريخی مراحيلو کی زمونږ زړه دښمنو د ښمنانو او يرغلګرو خپل يرغل پری کړيدی نن جوته شوه چی زمونږ د وطن بچو خپل تبرونه د دښمنانو لخوا لاستی کړيدی او تيري چړی او لورونه د خپل د    وطنوالو د سرونو د ريبلو او پريکولو لپاره د نه شرعی او نه اسلامی غورا اصولو پر بنسټ پيل کړيدی او ملاټړی کوي خولا تر اوسه يي ورته هيڅ کوم د پای ټکی نه دی ايښي او ډيره يوه محدوده کړی ده چی دا لوی طوفان يي د خپل منفعت او شپه او ورځ د خپل جوش او خروش لپاره راټول شوي او درمندونه چی دلته دولس حيثيت لري ريبي او لايي پسی ريبي، په نړۍ کی لاتر اوسه هيڅ کوم بل هيواد نشته چی زه يي د بيلګی په توګه تاسو ته وړاندی کړم چی د هغه ولس به دومره ژړيدلی، کړيدلی او زوريدلی وی لکه د افغان مظلوم ولس هغه ولس چی شپه او ورځ د ستم او ظلم په تيغ مریي پريکه شويده ، حلال شويدي ، ميندي بوري شويدي ، خويندي ، کونډي شويدي ځوانان ، زاړه ، واړه ، او يا پلرونه ، ميندي ، خويندي په شهادت رسيدلی يا معلول ، ټپي ، شل او شوټ شوي يا بی له کوم حوکمه بيګناه په دار زړيدلی دي                                                                                                                                                                    

او له بليخوا د ژبنی ، کولتوری ، اخلاقی ، سياسی ، اجتماعی ، مذهبی ، حقوکی ، په مختلفو پلمو او بهانو زندان ته کښل شوي او يا لاپسی تري تم شوي يايي په عزت لوبی ، تجاوز او جنسی تيری شوی ، خلاصه دا چی په هره ممکنه وسيله چی د دوی په اختيار  کی لرله دوی تری ګټه واخيسته او خپل ولس يي د مرګ د کندی په لور ګذار کړ                                                                                                                                                                                                                                                         

مګردا نتيجه ګيری کيږی هرهغه څه چی تر اوسه  وشول دا د دوی په فطرت کی موجود وه هغه به هيڅکله بدل نشی ، دا چی دوی نن پخپلو کړو وړوکی په ظاهره بڼه او پخپله قيافه او صورت کی داسی نقابونه ايښی دی چی خلک خطا وباسی او يا د خلکو تيروتنه وکړی او د خلکو په سترګو خاوری وشيندي دا نقاب لرونکی چا د ضعف نقابونه ، چا د قدرت نقابونه ، چا د فقراو بد بختی نقابونه چا د ښادی او رسوايي نقابونه په وړيا توګه اغوستی دي

دلته بايد هيڅکوم غلط فهمي ونشی د دغو انځورونو ، شکلونو او نقاب لرونکو قيافو دا د عظمت نښې وي او يا کيدای شی چی په بل عبارت کی دا د حيرص او خود خواهی او ځان ښودنی علامی وي چی لکه ترافيکی علايم سري ، شني ، او زيړی ځان ته غوره کړيدي په دی دوی لا تر اوسه نپوهيږی چی دوی په سياسی ډګر کی څه الويتونه لری چی خوار ولس ته يي ډالی او وړاندی کړی چی د دی ولس خلک څه غواړی زر غواړی که خوښی ، زر غواړی ، که سوله او امن ، زر غواړی او که د ښار په واټونوکی د بمونو د چاودنی نه خونديکيدل او خوندی پاتی شی ، زر غواړی او که د ځانمرګي بريدونه خلاصون ، زر غواړی او که د راکيټونو د توغولونه بچ کيدل .

دا خو معلومه او روښانه خبره ده چی ولس په لوڅو پښو او څيری ګريوانونو د ښار په واټونوکی د يوی مړی ډوډی لپاره په لس ګونو واټن په پښو مزل کوی چی تر څو د خپلو بچو لپاره يوه حلاله روزي پيداکړی ، څوګ يي په شا چلوي او څوګ يي په لاسی کراچيو ، څوګ يي په يورقم او څوګ يې په بلرقم ، دا چی څوګ پدې مځل کی تر منزله رسيږې دا نو لوې خدای (ج) خبر دې

دا چی څوګ د يوی ډوډی د لاسته راوړلو په ټکل د يوی سياسی ډلی د نا پاکو هيلو لپاره قربانې کيږې ، د دی پوښتنی ځواب به هغه واکمنه سياسی ډله وايي چی د هغوی هرڅه خوندې دي پخپل وطن کی په ذرې موټروکی ګرځی او کورنې يي په بهرکی په دوبی ، امريکا او اروپائې هيوادوکی ژوند کوې او ځانې امن يې د ټوپک لرونکو محافيظينو لخوا نيول کيږې

دوی به څنګه د کابل دا سپيره څيره په يوه ښکلی څيره بدله کړې چی هره لحظه او هره ګړی ئي د هرې لورې لوګې بل دی او خوار او بيوزله ولس يې په تيښته د يوې لورې په بلی لورې په زغاسته کی دی .

قلم د دی تفسير نه عاجز دی چی زه دی ښکلې جنت ته د دوزخ خطاب وکړم ، پدې چی هغه ښکلا او ښايسته موسم ، آب او هوا چی لوې خدای (ج) کابل ته ورکړيده  څنګه به زه کابل  ته  د دوزخ  نوم  ورکړم .

کوم ځائی ياد کړم چی هغه به د تنظيمونو د قدرت له جنونه په امن پاتی وې ؟                                                        

ټول ښار په توپونو ، تانکونو ، بمونو ، را کيټونو خراب او په  يوه  لويه  کنډواله  بدل شوې .                                       

د مثال په ډول :                                                                                                                                 

جاده ميوند، د ارګ شاوخوا، فروشګاه، شهری نو، کارته پروان، خيرخانه، قرغه، ميرويس ميدان، خوشحال مينه، کوټی سنګې، ده بری، دهمزنګ، دارالاامان، چهلستون، ګزرګاه، شاه شهيد، کارته نو، چهارآسياب، بګرامی، پلچرخې، او همداسی نور چی يوه لويه کنډواله ترې جوړه شوې ده  او په زرهاو بيګناه هيواد وال د مرنجان په غونډی، بې بې مهرو په غونډی، تاج بيک او د صالحين په غونډی چی د بالااحصار تر شا پرته ده د دی کورنی او د تش په نامه جهادې تنظيمونو د قدرت د ويش په جګړو د بيلګو نښې او

 نښانی دې چی زمونږ هيواد وال د دغه وحشت شاهيدان دې.

آخر ولی موږ داسی پدې کورنی او تنظيمې جګړه کی ښکيل او لاهم ښکيل پاتی يو ؟                                     

پدې چی د تش جهاد په نامه اجيرو تنظيمونو چی د امريکا د استراتيژيکو موخو او امپرياليستې ، توسعيوې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د پنجاب د ټالې څټې  نظامې حکومت په لارښونه او د آی، ايس، آی د استخباراتې شبکې په ګډه همغږې سره يوځاې کار  کاوه  دغه  زمونږ د هيواد د ځمکنې بشپړتيا دښمنو پخپل لسټونې کی تنظيم مشران  روزلې او د خپل د وطن د ورانولو او د ولس د وژلو په لاره کی ترې ګته اخيستې

او د بليخوا د ايران د آخوندانو مريدان او مذهب پلويې اهل تعشيو د خپل د ضمير د خرڅولو ترحده پوری د ايران د استخباراتې شبکې لپاره تل چمتوالې ښودلې او د هغوې په چوپړکی تيارسی ولاړ وه او دې

 او د ملت پالنې پرځايې ملت سره په خيانت کی خپل د بيوزلی او مظلومو وګړو وينې بی بها تويکړيدې

همداسی د تاجکو تجزيه غوښتونکو د ژبنې، کولتورې، قومې او نور داسی د لاس په لاس معاملو، او د بهرنيو سياستونو د اهدافو د پلې کولو لپاره د تاجکیستان د استخباراتې او سرحدې حلقو او شبکو د قيادت ترلاندی آن  د کې،جې،بې د استخباراتې شبکې پوری کار او فعاليت کړې  چی پدې لار کی يې له هيڅ ډول لاسوهنی څخه ډډه نده کړی .

دا وو چی مونږ لاتر اوسه پدې کورنې شخړو کی پاتی يو او مونږ په منځ کی ايسار شلو او د څلورو خوانه دښمنو راونغاړلو .  

سره د دې چی په دغه تيرو څو لسيزوکی دی کورنی جګړی مونږ لوګې کړو او ويسيځلو او ويځپلو او لمبه يې کړو او زمونږ لوګې يې تر آسمانونو پورته کړ او د کابل اړونده څيرمی  سيمې د ليک او لوست  د دی  لوې نعمت نه د جګړو په کالنو کی لرې پاتې شول او دی جګړې مونږ لکه اوبړې ( اور غورځوونکې غر ) په څير کله بله او کله مړه شې ګرم وساتلو چی په پای کی  زمونږ ټول چاپيريال يې د يو مهلکه او خطرناکه ناروغي په څير د ټولی نړۍ د پام څخه وغورځاوه .

پاې

ليکونکې : ايمل ساپی ( 2/10/2012