ولسمشره په ځوانۍ دې برکت سه


اکثروختونه زمونږ ورونه ډير علمي او په زړه پورې مضامين ليکي خو دومر لوى وي چه لوستل يي کله نا کله لږ ګران شي، پدې خاطر زه دغه مضمون ډير لنډ ليکم
په تيرو ٣٥ کلونو کې افغانستان له ډيرو مشکلاتو او مسايلو څخه تير شو.  حقيقت دادى چه په تيرو ٣٥ کلونو کې مې په اول ځل د افغانستا د ابادۍ او سوکالۍ اميد دډاکټر اشرف غني په راتګ سره پيداشو.  هيڅوک دې نه خفه کيږي زه د هيچا مخالف نه يم ، خو حقيقت دادى چه په تيرو ٣٥ کلونو کې د هر دور واکدارانو دافغانستان د لوټلو او ورانولو پوره پوره کوشش وکړاو خپلو شخصي ګټو ته يي په ملي ګټو ترجيح ورکړه. دا وطن دومره ګډ وډ او تباه او برباد شو چه انسان فکر کاوه چه ددې د جوړيدو او ابادۍ چانس به بيا نه وي خو د پروردګار اراده او کارونه هم کله کله عجيب وي او هغه دا چه د اشرف غني په شکل کې يي يوه معجزه افغانستا ن ته راوليږله
ورونو، دافغانستان په تاريخ کې دا اشرف غني په څير قابل، ځيرک او فعال ولسمشر نه دى تير سوي. اشرف غني ددنيا په سطحه په علمي او عملي ډول منل شوې څيره ده. د افغانستا ن په دغو دومره خرابو او کړکيچنو حالاتو کې دداسي يو مشر پيدا کيدل څوک چه غواړي په ډير اخلاص سره دې ټولو مشکلاتو ته غاړه ورکړي او حل يي کړي کم از کم زما لپاره د معجزې څخه کمه خبره نه ده.
دوستانو، خداى مې ويني چه په دومره احساساتي انداز کې د اشرف غني صفت کول د چاپلوسۍ په خاطر نه دي، حقيقت دادى چه د آشرف غني راتګ دافغانستان داينده لپاره ډير اميد وار کړى يم او عقل مې هيڅ نه مني چه په افغانستان کې مونږ بالاخره داسې يو په وطن مين شخص لرو. دصفت کولو بل دليل دادى چه مونږ بايد ددغه ولسمشر حمايت وکړواو د ځينو مفاد پرستو عناصرو مخنيوى وکړو څوک چه غواړي د افغانستان دغه خادم هسې بدنام کړي تر څو دغه خلک خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي.  که اشرف غني خراب کارونه وکړي زه به له هر چا نه اول ورپسې بد ووايم خو که اشرف غني په ډير قوي عزم سره ددې وطن د ابادۍ لپاره ګامونه اخلي نو زمونږ ايماني او افغاني وجيبه ده چه د هغه حمايت ته رامخکې شو او پخپل اتحاد او اتفاق سره ددې وطن ابادي او سوکالي يقيني کړو.  د افغانستا ن ددې دومر خراب وضعيت په نظر کې نيولو سره زه خو وايم که اشرف غني ديرش فيصده هم خپلې ژمنې تکميل کړاي شي، دابه له معجزې څخه کم نه وي.  دا به دا فغانستان لپاره بې حده غټه د خوشحالۍ خبره وي. 
له ډير محترم ډاکټر صيب غني څخه مې هم هيله داده د وخت په تيريدو سره ټول هغه خلک ځان څخه ليرى کړي چه په تيرو کلونو کې يي په ميلونونو ډالرو اختلاس کړى دى او دومره چالاکه او مکار دي چه اوس يي حتي اشرف غني ته هم ځانونه ډير ور لنډ کړي دي او غواړي چه خپل فساد او خيانت د اشرف غني صاحب په څنګ کي پت کړي.