د فجرد لمونځ ثواب او ګټي


د حضرت عبدالله بن جندب ( رض ) بيان دى چې حضرت محمد (ص) ويلي دي چې ” هغه څوك چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه د خداى په امان كښې دى.”
لمونځ د اسلام د مبين دين ستون فقرات او اساسي ركن ګڼل كيږي .د پنځه وخته د ټولو لمونځونو ادا كول مهم دي خو د فجر لمونځ ډير اهميت لري . سهار وختي هغه وخت چې سړی د شيرين خوب په غيږ كښې آرام پروت وي ،په دغه وخت كې له بستر نه پاڅيدل په سړي باندې ډير سخت تماميږي . خو يو مومن مسلمان چې كله د فجر له آذان سره د فجرد لونځ ثواب او ګټي   

د ” الصلاة خير من النوم ” يعنى لمونځ له خوب نه بهتر دى ، په غوږونو واروي او بيا سمدستي د الله اكبر او لا إلله الإ الله په ويلو د خوندور خوب له خوند څخه تير يږي او له بستر څخه را پاڅيږي ، بيا ځي اودس كوي ي او په اوداسه د جومات په لور روانيږي او بيا هلته په جومات كښې په جماعت سره لمونځ ادا كوي . په دغه وخت كښې دا مومن مسلمان د خداى په پناه كښې راځي او د خداى له رحمت څه برخورداره كيږي او بيا يې ټوله ورځ د خداى په نګهبانئ كښې تيريږي .
د يو مسلمان د پاره دا څومره ستره خوشبختي او نيكمرغي ده چې خپله ورځ د خداى پاك په پناه او امان كښې پيل او پاى ته رسوي .
له دى برعكس هغه څوك چې د شپې تر ناوخته ناست وي ، دتلويزيون دبې معنى پروګرامونو په ليدو ليدو كښې ورباندې د سهار دوه يا درې بجې شي بيا تلويزيون ته په كتو كتو ورباندې خوب غلبه وكړي او ويده شي ، له ويدو كيدو څخه د مخه نه د خداى نوم په خوله اخلي او نه دعا كوي ، ددې كار نتيجه داده چې شيطان په ده باندې غلبه پيدا كوي او نه يې پريږدي چې له آرام خوب څخه د لمونځ د پاره را پاڅيږي ، شيطان ورته په زړه او دماغ كښې وسوسې پيدا كوي او ورته وايي چې شيرين خوب دې مه خرابوه ، خوب دې پوره كړه . لمر وخيژي خو دى همغسې په بستر كښې بې پروا پروت وي بيا كله چې راپاڅيږي نو د وجود سستيا احساسوي .خپل وجدان او ضمير ته هم ملامت وي . خداى پاك دداسې بې پروا بنده پروا نه كوي او هيڅكله يې په خپل امان او حفاظت كښې نه ساتي .
هغه مسلمان چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه تل د خداى په امان كښې وي ، د هغه طبيعت تل تر او تازه وي ، هغه د خپل ضمير او وجدان په وړاندې د ملالمتۍ احساس نه كوي ، هغه ته خداى پاك جنت په نصيب كوي او له جنهم څخه ورته نجات وركوي ، د فجر د لمونځ ادا كونكى د خداى پاك په ديدار مشرف كيږي. اوس كه څوك د فجر لمونځ نه ادا كوي نو دى به له پورتنيو خوشبختيو څخه بې برخې پاتې وي او داڅومره د افسوس خبره ده چې څوك پخپله او له خپله لاسه د خداى پاك له حفظ او پناه څخه محروم پاتې شي .
د لمونځ د ادا كولو د پاره پيسو ته ضرورت نشته ، د لمونځ د ادا كولو د پاره واسطې ته ضرورت نشته ، په غريب او بډاى په زوړ ، ځوان ، بيمار په ټولو مسلمانانو لمونځ فرض دى. د لمونځ قضا كول په هيڅ صورت او په هيڅ وخت كښې روا نه دى .
ډير داسې مسلمانان شته چې په ساعتو ساعتو تلويزيون ته ناست وي ، فلمونه كوري ، د فوټبال ، كركټ يا د نورو لوبو تماشه كوي . د لمونځ وخت راورسي د لمونځ د پاره آذانونه هم وشي خو دوي له ځايه نه پاڅيږي ، لمونځ ورڅخه قضا شي او دوي لا هغسې ناست وي . داسې مسلمانانو ته ښايي چې د غلفت له خوبه را بيدار شي او دا احساس وكړي چې دوي د لمونځ په اداكولو كښې له كوتاهۍ څخه كار اخلي. دوي بايد په دى حقيقت ځانونه خبر كړي چې لمونځ په هر مسلمان فرض دى . دوي ته ښايي چې د پنځه وخته لمونځونو او په خاص ډول د فجر د لمونځ د ادا كولو د پاره پوخ عزم او پخه اراده وكړي . دوي بايد د شپې د وخته ويده شي او سهار د وخته د لمونځ د كولو د پاره له خوبه راپاڅيږي د سهار د لمونځ د پاڅيدو د پاره يو كوكي ګړۍ ته ضرورت دى . نو د مسلمانانو په هر كور كښې بايد يو كوكي ګړۍ موجوده وي چې ددې ګړۍ په مرسته د كور يو غړى له خوبه راپاڅياو بيا هغه د كورنۍ نور غړي د لمانځه د پاره راپاڅوي .
دعا كوو چې خداى پاك دې مونږ ټولو ته توان او توفيق راكړي چې د پنځه وخته لمونځولو په ادا كولو كښې په پاك نيت سره رسيدګي وكولاى شو او د فجرد لمونځ په ادا كولو سره تل د خداى پاك په امان او پناه كې ووسو . آمين

ليکوونکی : ايمل ساپی