وزیر محمد ګل خان بابا


gulkha2

افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او ټول افغان ولس پري ویاړي چي زموږ ګران هیواد په نړۍ کي یو ځلاند تاریخ لري،زموږ په ګاونډ او یا نوري نړۍ کي ډېر هیوادونه په مصنوعي ډول رامنځته شوي او یا ځني داسي ملکونه چي د تاریخ په اوږدو کي د دنیا په نقشه کي موجود وه مګر په اوسنۍ نړۍ کي د نقشې څخه وتلي او تجزیه شوي دي.مګر دغه تجزیه شوي هیوادونه د خپلو اولسونو د بې پروایۍ او سرتمبګۍ څخه دې مرحلې ته رسيد لي دي او تجزیه شوي دي.مګر الحمدالله زموږ ګران هیواد چي نړیوالو ته ډېر ستراجیکي اهمیت لري چي منځنۍ اسیا او عربي بحیره له منځني ختیځ سره نښلوي د تاریخ په اوږدو کي یې غوښتي دي چي زموږ ګران هیواد هم لکه د نړۍ د تجزیه شوي او یا د مستعمرې په توګه تر لاس لاندي راولي.مګر زموږ دغه غیرتمن اولس او د پښتون قوم یو اتل سرغوڅوونکي جواب ورکړي،لکه په ۱۶۴۹ميلادي کي میرویس خان نیکه و ایرانیانو ته،په اولسمه پيړۍ کي مخلوته(خوشحال خان،ایمل خان،دریاخان او پیر روښان په ۱۷۴۷ کي ایرانیانو ته)،هندوانو او پنجاپیانو(سیکانو)ته لوی امپراطور احمدشاه بابا،په ۱۸۳۸ميلادي کي انګرېزانو ته غازي عبدالله خان،وزیر محمد اکبرخان،محمدجان خان وردګ،ملامشک اندړ او امین الله خان لوګري،په ۱۸۸۰ ميلادي کال کي ته غازي محمد ایوب خان او ملالۍ میوندواله،د ۱۹۸۹کال د اګست پر ۱۹ انګرېزانو ته ستر واکمن غازي امان الله خان بابا،په۱۹۲۹ميلادي کال کي د و سقاویانو ته ستر پښتون وزیر محمد ګل خان بابا،مارشال شاولي خان غازي،جنرال محمد نادرخان(د ظاهرشاه بابا پلار)،جرنیل یارمحمدخان وزیر،ملاصاحب چکنورشاه محموداو په ۱۹۸۹ميلادي کال کي د روسانو او ببرکانو په مقابل کي افغان اولس،افغان ځوانانو او شهید ډاکټر نجیب الله خان په پوره ميړانه او خپله پښتني توره دا هیواد د هر یرغلګر د یرغل څخه ساتلی دی او تر دې یوویشتمي پيړۍ پوري را رسيدلی دی.مګر دا اوس هم ځني متجاوزین اخته دي چي زموږ وطن را تجزیه او یا هم مستعمره کړي.پر دغه پورتني تاریخي واقعو برسيره ځني داخلي او بهرني جاسوسان زموږ د دغو پورتنیو مشرانو په سپکاوي شروع کړې وه او ده.لکه د احمدشابابا کارتون چي د کابل په یوه ورځپاڼه ښودل شوی و،او همدارنګه د سترغازي امان الله خان بابا سپکاوی چي د یوې بهرنۍ ادارې غړي(ځان ته یو تنظیم(ګوند) لري او په افغانستان کي فدرالي نظام غواړي وکړ).مګر دغي حکومتي ادارو د هغه په اړوند کوم اقدام ونه کړ چي زموږ د ازادۍ راوړونکي ستر غازي امان الله خان بابا دفاع وکړي،مګر د ځينو ختیځ ولایتونو ځوانانو مظاهرې وکړې خو حکومت هیڅ غوږ ونه ګراوه او بل د ستر پښتون وزیر صاحب مومند چي د ستر افغانستان د جوړولو فکر یې درلود نن او پرون یې سپکاوی کيږي، خو بیا هم څوک د هغه دفاع نه شي کولای.هغه داسي چي ځني بهرني جاسوسان یې یرغلګر،دیکتاتور،ظالم،خان سالاریزم او پښتون نیشنلیسټ بولي او که چيري تاسي(ګوګل سیرچ) ته د وزیر محمد ګل خان مومند بابا نوم ورکړی نو د ده په اړه به په لسګونو ویبپاڼي دغه پورتني لفظونه استعمالوي.او غبار چي په خپله هم یو افغان ادیب دی،موږ ټول ورته په احترام قایل یو،هغه هم داسي لیکني کړي دي چي ډېر د تعصب وړ دي.دا چي دی ولي د وزیر محمد ګل خان مومند بابا سره دومره تعصب لري علت یې څه شی دی؟جواب یې زما په آند دا دی:- چي دوی زموږ سره په وطن کي په اقلیت کي اوسيږي.مګر دوی زموږ وروڼه دي،زموږ غوښه ده، د دې وطن بچیان دي او موږ داسي نه وایو چي دا وطن د پښتنو دی، دلته چي هر قوم د هر مذهب او هر دین وي او دلته اوسيږي هغه افغانان دي او هغه د افغانستان د استقلال په جنګ کي شریک اوسيدلي دي او د وطن دفاع یې کړې ده.مګر د ځینو استخباراتي ارګانونو له خوا په موږ کي داسي افغانان روزلي وه چي د وطن د خرابۍ، تجزیې او وروروژني لپاره کار وکړي،نو د دغو جاسوسانو په مقابل کي ستر پښتون محمد ګل خان بابا په پوره ایماندارۍ او سرپرستۍ سره دفاع کړې ده او په شمالي ولایتونو کي د دغو کوډلي ړنګي کړي دي.نن او پرون د هغو جاسوسانو وارثان او پیروانو دغه اواز اوچت کړی او دغه نارې وهي مګر دغه جاسوسان دي باخبره اوسي!که نن وزیر محمد ګل خان مومند بابا نشته مګر په افغان اولس کي به بل مومند بیا راځي او دا کوډلي به یې نړوي او دا ارمان به یې هیڅکله نه پوره کيږي انشاالله.تر دې خبرو به راتير شم ځکه په دې خبرو کتابونه ډکيږي او هم ډک شوي دي.اوس باید د وزیر محمد اکبرخان بابا لنډ پيژندلیک او ژوندلیک تاسي ته وړاندي کړم چي افغان ځوانان یې وګوري او د خپل وطن د ملي مبارزینو څخه خبر شي

وزیر محمد ګل خان مومند بابا
وزیر صاحب د محمد خورشید خان زوی، د مومن خان لمسی او د عبدالکریم خان کړوسی دی،په خټه د وېزو مومند او په وېزو کي حسن خيل و،دی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرایبو په کوڅه کي زېږېدلی دی،لومړۍ زده کړه یې په خصوصي ډول وکړه او بیا په ۱۳۲۷ کي د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کي شامل شو په پنځه کاله کي یې خپل عسکري تعلیم سرته ورساوه او پس له هغه د اردلیانو په غونډ کي د قومندان په صفت وټاکل شو،دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي دنده چلوله.د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په صفت وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قومندان شو، یو څه وخت یې په ترکیه کي د افغاني سفارت د نظام آتشه په حیث دنده اجرا کړې ده.مومند بابا په ۱۳۰۰ هجري شمسي کي د((مجموعه عسکري))د مجلې میدیریت هم کړی دی چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدل دي په ۱۳۰۳ هجري شمسي کي د پکتیا د عسکرۍ قومندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو په ۱۳۰۶ شمسي کال کي د مزار شریف د ملکي پلټني د رئیس په صفت مقرر شو،د سقوي انقلاب په وخت کي یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پکتیا کي د سردار محمد نادرشاه سره په کلکه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه یې سرته ورسول، د هیواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابینه کي د داخله وزیر په توګه وټاکل شو خو وروسته یې اول د ننګرهار په ولایت کي او بیا د پروان په ولایت کي د تنظیمه رئیس په توګه وظیفه هم په ښه شان چلوله.په دغو ولایتونو کي یې چي پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کي د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره وليږل شو.په ۱۳۱۳ شمسي کال کي د کتغن،بدخشان،مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رییس په توګه وټاکل شو.په هر ځای کي یې خپله اسلامي او پښتني دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسول او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست.دی په ۱۳۱۹ شمسي کال کي د دولت د وزیر په توګه مقرر شو او پس له دغه وخت نه یې نور عمر په خپل کاله کي د پښتو ژبي په علمي او ادبي خدمت کي تير کړ او په ۱۳۳۴ شمسي کال کي د لویي جرګې د رئیس د نایب په توګه غوره کړای شو.دغه ننګیالی،توریالی،خبرلوڅ او جګړه مار پښتون د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتي پر ۲۷مه نيټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د بریکوټ په یو کرایي کور کي وفات شو.

روح دی تل ورته ښاد وي .

ليکوونکی ايمل ساپی.