غازي ادي څوګ وه ؟ 


دتاریخ په اوږدوکي چي کله افغانستان ته یرغلګرځواکونه راغلې دي ، افغان ملت یې پرضد پاڅون کړی، نیواکګریې ژړولي ،ژوبل کړي ،وژلي اوپاته شوني یې له خپلې خاوري څخه په ټیټوسترګوشړلي دي .دنارینه ووترڅنګ ښځوهم دخپل هیواد څخه دفاع کړې ،مجاهدینوته یې غذایې مواد برابرکړي اوپه سختوحالاتوکي یې دغازیانوسره اوږه په اوږه دیرغلګروپرضدجهادکي پراخه برخه اخیستې ده .
 ددې هیوادپه تاریخ کي – چي په نړۍ کي دامپراتوریوپه هدیره مشهوردی- دډیرو داسي نومیالو میرمنوکارنامې اوحماسې ثبت دي چي دخپل دین ،هیواد اوناموس څخه د دفاع په جګړوکي یې برخه اخیستې او دغزا په میدان کي یې دشهادت جامونه پرسراړولي دي .
 پرافغانستان باندي دانګریزي استعمارد دوهم یرغل په وړاندي دجهاد دمورچلونویوه نومیالۍ توریالۍ میرمن « غازي ادې ده ،غازي ادې چي په الماسۍ هم شهرت لري په ۱۱۹۷هش کال لوګرکي دکوچي پرګنوپه یوې متدینې کورنۍ کي زیږیدلې ده .
 په ۱۲۹۴هق کال چي انګریزانو پرپيواړ یرغل وکړ،غازي ادې ددغي جګړې هغه زړ وره اتله میرمن وه چي دپوړني پلوونه به یې ترملاتاوکړي وو ،چاړه به ورسره وه اودجګړې په اوج کي به یې غازیانوته اوبه اوخوراکي توکي رسول ،کوم وخت به چي مجاهدین دمهماتودکمښت سره مخ شول باراوګولۍ به یې دغازیانومورچلونوته وروړلې .
 دغازي ادې خاوندحبیب اکا نومیده اودښایسته خان په نوم یکی یوزوی یې درلودچي دواړه (خاونداوزوری یې )دپيواړپه جګړه کي په شهادت ورسیدل ،له دې وروسته غازي ادې دخپل شهیدشوي زوی (ښایسته خان )ټوپک پراوږه کړاودمجاهدینوسره یوځای یې وسله واله مبارزه پیل کړه .دلوګردخوشي ،چهاراسیااوسنګ نوشتې په جګړوکي یې ګډون وکړ،ادې په نښه ویشتلوکي ځانګړې مهارت درلود،دپرنګي لښکروڅووتلي جګړه ماریې ښکارکړل .
 علامه رشاد دکارنامومیرمني رساله کي لیکي چي :«دسنګ نوشتې په جنګ کي چي دپکتیااوکټوازله لښکروسره دننګرهاردخواپوځونه هم ملګري سول ،یوه ورځ ددوی په منځ کي الماسۍ ولاړه سوه دواړه لاسونه یې ددعاء په خاطرپورته کړل اودپاک خدای جل جلاله حضورته یې داسي مناجات وکړ:اې خدایه !زه ستادرضااوستا د دین دننګي له پاره د ې جنګ ته راغلې یمه ،خدایه ته ماته وس راکړې چي ستا د دین دښمنان ووهم اود دغومړونوغازیانو پت وساتم » .
 دسنګ نوشتې له جنګ څخه وروسته دپکتیاغازیانود غازي ادې په ملتیا د چوکي ارغندي په خوامخه کړه هلته چي ورسیدل د وردګو څخه دغازي محمدجان خان سپاهیان هم میدان ته رارسیدلي وو،غازي ادې دمحمدجان خان له مجاهدینوسره یوځای دقلعه قاضي په غزاکي برخه واخیسته ،په دغه غزاکي دغازي ادې میړاني اوهمت ځوانانوته ددښمن دوهلواوټکولوداسي انرجي ورکړه چي په برکت یې پرنګي لښکري کوڅي کوڅي اوله ماتي سره مخ شولې .
 سپه سالارغازي محمدجان خان وردګ غازي ادې ته دسپرلۍ یوآس ورکړاوورته ویې ویل چي : په ټولوغزاګانوکي دي پلي مزلونه ترسره کړي دي نوربه پردې آس سپریږي ،خوراکه به یې زما سپاهیان دروړي .غازي ادې دمحمدجان خان څخه مننه وکړه ،خودآس دقبلولوڅخه یې ډډه وکړه اوزیاته یې کړه چي :« زه به د خپل شهید خاوند او زوی سره به کوم مخ وینم ،دوی به وایې چي ترموږپوري پلې نشوای راتللای پرآس سپره راغلي ،زه داپیغورنشم منلای » .
 دقلعه قاضي ترسوبي وروسته چي غازي ادې دمحمدجان خان له سرتیروسره دکابل پرخوا راوانه وه دا لنډۍ به یې ویلي

واصل ابادته دغازي محمدجان خان دپوځونودرسیدوسره پراسمایې غره دغازي محمدعثمان خان ساپې مجاهدین ولیدل شول ،پرنګي لښکروشيرپورته درسیدوپه موخه دهغوی په لورحرکت پیل کړ،غازي جان خان خپل مجاهدین پردوومحاذونو وویشل ،یوې ډلي غازیانوته یې دتخت شاه پرغره دبرید امروکړاوبل محاذیې داسمایې غره دکلا نیولوته سوق کړ،غازي ادې د همدې دوهم محاذ دمخ په لیکوکي په ډیري زړورتیا دپرنګي پوځونوپرضد اتلواله مبارزه کوله .
 دکپتان قیام الدین خان تره کي چي دغازي ادې سره په ډیروغزاګانوکي مل وه ، له قوله ویل شوي چي :غازي ادې دلوړي تنې ،پیاوړي اسکلیټ اوپراخي ټنډي څښتنه شپيته  کلنه ښځه وه ، قیام الدین خان وایې :موږچي پرکلابریدکاوه غازي ادې دمخ په لیکوکي وه ، کلاته ایله درې سوه ګامه پاته ووچي غازي ادې ولګيده ،موږچي همدغه ځای ته راورسیدوکه ګوروچي دغازې ادې ترټټراوخولې ویني بهيږي خو دالله اکبرملکوتي اوازیې ترخولې خیژي چي په همدغه حالت کي یې شهیده ارواله تنې والوته .موږدکلا پرلورولاړوکلا موفتحه کړه وروسته مودشيرپورلورته پرنګ پسې واخیست ،دغاز ي ادې دمړي پته راته ونه لګیده چي چا اوچیرته دفن کړشوی دی .
 غازي ادې یوه پوهه ،مینه ناکه اومجاهده میرمن وه ،غیرت یې نه ایجابوله چي پرنګي لښکري یې په هیوادکي خپل کرغیړن پلانونه پلي کوي ،دافغانستان دمستعمره کولواو دافغانانو دغلامۍ هڅي کوي خودادي په ارامه کښېني ،خاونداوزوی یې داسلام اوهیواد څخه د دفاع په جګړه کي په شهادت ورسیدل ،خودایې دمجاهدینو دملاتړاوآن دپرنګ پرضددوسله والي مبارزې څخه راونه ګرځوله .بالاخره خپله هم همدې ننګیالۍ پردین اووطن میني اتلي ميرمني (غازي ادې )دجهاد په سپيڅلې لارکي دشهادت جام پرسرواړاوه

روح دی ورته تل ښاد وي !

ليکوونکی ايمل ساپی :