افلاطون او د هغه اقتصادي نظریات:


آيا د غني صاحب اقتصادي نظريات افلاطون ته ورته دي ؟

افلاطون د بشريت نامتو فيلسوف د اتن په ښاري دولت کښي دمېلاد څخه ۴۲۷ يا ۴۲۸ کاله مخكي زېږېدلى دی. دی د سقراط  شاګردهم وه ، دى د اتن د يوې معتبري كورنۍ ته منسوب وه. ئې
د افلاطون اصلي نوم ارسطو كلس دی  
له بلي خوا افلاطون كاريګرو ته په سياسي چارو کښي د ګډون حق نه وركوي او هيله لري چي دوى خپل كارونه چي په فزیکي جوړښت او زحمت پوري تعلق لري اجرا کوي،ځکه دوى نه شي كولاى چي په سياست کښي ښه ترا فكر وكړي. افلاطون سياسي كارونه و لوړي طبقې ته سپاري او غواړي فيلسوف دولتي مشر وي. 
د ژوندانه اړتياوي: د افلاطون د عقايدو څخه په هر شي کښي خصوصاً په اجتماعي تشكيلاتو کښي اقتصادي لزوم بريښي چي په دغه اساس د ټولني او دولت تشكيل هم د اړتياوو او ضرورتونو په ساحه کښي ويني كه دولت د ټولني د افرادو اړتياوي ليري نه كړي د ده په عقيده غلطه لار ئې نيولې ده ځكه چي افلاطون يوازي د ژوند اړتياوي او احتياجونه چي د اقتصاد اساسي موضوع ګاني دي،د دولت د وجود سبب بولي همداسي د افرادو معاونت او مرستي چي يو د بل د اړتياوو د ليري كولو له پاره كوښښ كوي جامعه جوړوي ځكه چي يو سړى په يوازي سر څه نه شي برابرولاى. د افلاطون په عقيده د دغي همكارۍ اړتياوي سياسي او اقتصادي تشكيلات راولي.
د كار وېش: د كاردوېش موضوع د افلاطون په اثارو کښي واضحاً ليكل شوې ده او پردغه موضوع باندي ئې څېړني كړي دي. افلاطون د خلكو استعداد د توپير پر اساس ويني او يوډول ئې نه بولي،نو د ده په عقيده د كار وېش د دغه ځاى څخه شروع كيږي چي يو سړى واهنګرۍ ته دلچسپي لري او يو بل سړى د سياست سره مينه لري،مسلكونه او كارونه په دغه ډول سره وېشل كيږي. څرنګه چي هر څوك مختلف طبيعي استعداد لري بايد د خلكو استعداد د دولت له خوا رهنمايي شي چي خلك په خپلو كارو کښي ښه مؤفق او د هغو طبيعي استعداد په كار واچول شي. افلاطون د كار د وېش او د افرادو د طبيعي استعداد په باره کښي وايي: “هيڅوك نه شي كولاى خپل ټول ضروريات خپله پوره کړي ځکه چي هرڅوك ډېري اړتياوي لري، خلګ دي هغه کاروکړي چي په هغه کښي طبيعي استعداد لري او نور كارونه دي و نورو ته وسپاري”. دا هغه عقيده ده چي وروسته د ادم سمیت له خوا د تخصيص او كار د وېش ترعنوان لاندي تشريح شوه، چي په دې ډول سره د كار تقسيم د طبيعي استعداد پر اساس يو لازمي امر وبلل شو.
د ټولني تشكيل د اړتياوو او د كارو د وېش اهميت:افلاطون د خپلي زمانې دمروجي سياسي او اقتصادي طريقې مخالف دئ. دى كوښښ كوي چي د خپلي ايډيالي اوخيالي دولتي ښار اساس داسي كښېږدي چي د انسانانو د اقتصادي ژوند د ښه والي علاوه د هغو د تهذيب او اخلاقو د روح د پاك والي متضمن هم وي، ځكه نو وايي: “پوه او فيلسوف سړى بايد زمام دار وي چي ښه مفكوره او ښه والى وپېژني، اوپه خپل ايډيالي دولتي ښار کښي و تخصص ته ډېر اهميت ورکړي” همداسي افلاطون په کارونو کښي تخصص او دکار وېش دتوليداتو د ښه والي، ډېروالي او اسانتیا سبب ګڼي. د ټولني د تشكيل په اړه وايي: “ټولني په اول سر کښي د افرادو د اړتياوو په نتيجه کښي پيداشوي دي او دا اړتياوي هغه وخت له منځه ځي چي يو دبل بشپړوونكي وي. افراد ډېري اړتياوي لري،هيڅوك بالذات خپلواك او بې اړتيا نه دئ، ځکه نو فرد مرستيال او معاون نيسي اوبیايو د بل تر منځ د كار او شيانو په ويشولو اقدام كوي.” ددې ډېر ساده مثال د غذا او نورو فزيكي وسايلو توليد او مبادلې دي او كېداى شي چي بېله اقتصادي اړتياوو څخه هم مبادلې په يوه جامعه کښي پيداشي. افلاطون په ټولو ټولنو کښي دغه فرضيه حاكمه بولي چي په دې اساس سره په هر ځاى کښي چي ټولنه وي، هلته ضروريات او اړتياوي هم شته او کوم ځای چي اړتياوي وي د كارونو او شيانو تبادلې هم شته. د افلاطون دغه تحليل په لنډ ډول سره داسي راوړلی شو. ټولنه بايد د يو لړ كارونو او خدمتو څخه وبلل شي چي د ټولني هر غړى ئې وركوي او هم ئې اخلي. د دولت خاصيت او هغه شى چي دولت ئې ويني او هغه ئې په نظر کښي وي، دغه متقابله مبادله ده او د دولت كوښښ دا دئ چي د دغو اړتياوو تبادله په ډېر ښه ډول ترتيب او تنظيم كړي او د دغو كارو او متبادلوي خدمتونو ترمنځ هم اهنګي پيداكړي، خود افرادو وظيفه په دغسي تنظيم کښي د هغو كارواجرا كول دي چي اړتياوي ورته وي. د هر فرد اجتماعي اهميت د هغو كارونو د ارزښت څخه عبارت دئ چي نوموړى ئې بشپړوي.
د اقتصاد له نظره د ښاري دولتونو محدوديت:- افلاطون د ايډيالي (خيالي) ښاري دولت له پاره پنځه زره او څلوېښت كوره لازم ويني ( دغه عدد د دوو څخه تر لسو پوري بېله كسره وېشل كېدلاى شي). افلاطون د لويو ښارو مخالفت كوي او ارزو لري چي د دغسي ښار چي نفوس ئې لږ وي، خلك كولاى شي چي يو اوبل وپېژني، ښه اوبد معلوم كړي. د افلاطون په عقيده د ښار لویوالى بايد په داسي اندازه وي چي دمختلفو استعدادو له پاره مناسب كارونه پيداشي، بايد دونه لوى نه وي چي د ښار خلك علاوه پر دې چي يو بل ونه پېژني د هغه ځاى اداره كول هم ګرانه شي. افلاطون عقيده لري چي د تجمل ډېروالى هم د ټولني غټوالى ايجابوي.
ښاري دولت او خارجي تجارت: دافلاطون په عقيده ټولنه بايد په خپل دننه کښي ټولي اړتياوي په خپله پوره كړي او د بل مملكت د مرستي له پاره اړه نه شي چي په دغه طریقه سره د افلاطون ښاري دولت خارجي تجارت ته اړتيا/میلان نه ښكاره كوي. شايد ددغي نظریې له پاره افلاطون دا استدلال او منطق وړاندي کوي چي كه يو وخت هغه مملكت چي اوس د دغه مملكت دوست دئ او تجارت، صادرات او واردات لري كه ئې مخالفت شروع شو او خپل شيان ئې پر بند كړه نو هغه وخت به دغه ښار څه كوي؟ حتماً هلته داخلي انقلاب او بشپړه نارضايتي پېښيږي، دغه ډول طريقې ته پر ځان د اكتفا كولو اقتصاد ويل كېداى شي.
اقتصادي سياستونه او دولت: افلاطون هيله لري چي اقتصادي سياست بايد د دولت له خوا اجرا سي چي په دغه ډول سره نه د ثروت يوځای والى او تمركز پېښ اونه هم اقتصادي جنايتونه واقع شي، او هم فقيره طبقه بيرته پيدا نه شي. افلاطون د دولت صلاحیت او تسلط پر اقتصادي نظام غواړي،دازاد اقتصاد طرفدار نه دئ. په اوسنۍ دنيا کښي هم په سرمايه دارو مملكتو کښي د ثروت د تمركز بېره سته او ډېري لاري سنجول كيږي چي ثروت په څومحدودو ځايو کښي تمركز نه شي ځکه چي دغه د اكثرو مملكتونو لويه اقتصادي ستونزه ده چي په څه ډول سره د ثروت د تمركز مخه ونيسي
د اقتصادي اړتياوو تاثير: افلاطون د ټولني حال ګوري اوپکښي هغه عوامل پيداكوي چي د جنايت او خيانت، درواغو او بې عدالتيو سبب ګرځي، وروسته دې نتيجې ته رسيږي چي اقتصادي اړتياوي د جناياتو درامنځ ته کېدوسبب اود دولت داجتماعي خرابيو وسيله ګرځي ځکه چي يوه طبقه په مطلقو محروميتوکښي شپې سبا كوي. دغه موضوع په نونسمه پېړۍ کښي الماني كارل ماركس تشریح کړه.
افلاطون او د مريانو مؤسسه: داسي دليل نه شته چي افلاطون دي د مريانو د مؤسسې طرفدار وي، افلاطون د خپل ايډيالي ښاري دولت په نقشه کښي د مريانو نوم نه دئ اخيستى او دغه موضوع ئې د خپل اصالت څخه غورځولې ده. د اقتصادي او سياسي مفسرينو په عقيده د افلاطون په خيالي ښاري دولت کښي مريانو ته موقع نه ده وركول شوې، چي هلته مريان څه وكړي. له بلي خوا افلاطون د ټولني د فساد او خرابيو له اسیته دغسي نظريات وړاندي كړي ول چي خپل ايډيالي ښار ئې پرهغو درولى ؤ، ده هيڅ هيله نه درلوده چي د ده په خيالي ښار کښي يوه بله ډله دي د مريانو په حيث موجوده وي ځكه چي بيا طبقاتي اختلافات رامنځ ته کوي.
پيسې: افلاطون د پيسودچلند او اهميت په اړه وايي چي پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل شي، د افلاطون دغه عقيده د اقتصاد داوسني علماوو له خوا هم منل شوې ده چي پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل شي څرنګه چي دى اساساً د شخصي ملكيت طرفدار نه دئ ځكه نو سود هم نه خوښوي او حتی عقيده لري چي مديون د پور په وركولو سره مكلفيت نه لري.
د دولت وحدت: افلاطون د خپل مرام او هدف له پاره د دولت مطلق وحدت غواړي. هر هغه شې يا مؤسسه چي د دولت د وحدت خنډ ګرځي،د هغو د ايسته كولو پشنهاد كوي، اوپه اړه ئې داسي وايي: “د دولت وحدت بايد عملي شي او دغه دوه شيان (مالونه او كورنۍ) د دغه هدف په لار کښي ولاړ دي

ليکوونکی : ايمل ساپی