د امير عبدالرحمن خان واکمنۍ 


Abdur_rahman عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ چاري له داسې مهاله پيل کړې چې د دولت او حکومت په نوم هر څه له منځه تللې وه ، خو د پر له پسې هڅو او اړينو تدبيرونو په پايله کې يې يو داسې ځواکمن دولت په ميراث پريښود چې په هيواد کې ټولو ميشتو وګړو کابل د د خپل هيواد پلازمينه او د امر او نهې د صدور ټاټوبي په توګه منلې وو. هغه بريمن ارونه چې د يوه پاشلي هيواد څخه يې د يوموټي دولت د جوړيدو لپاره وکارول هغه په اداره کې د نورو هيوادوالواو په ځانګړي توګه د هيواد د بيلا بيلو سيمو د ځواکمنو کسانورا بلل او په چارو کې د هغوۍ څخه مشوره اخستل او يا په کار کې ګټه اخستل دي . همدا ارونه او اصول وه چې عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ پر مهال وکارول ، نوموړي د دولتي چارو دګډون په اړه ليکي : … هڅه مي وکړه چې د افغانستان د بيلا بيلو سيمو د مشرانو ونډه په خپله اداره کې زياته کړم . او د دې تر څنګه مي هغه کسانو ته هم په خپله اداره کې ونډه ورکړه چې زما د حريف او رقيب په توګه به يې په هند او روسيې کې توان او نفوذ درلود ، هغه مي له هند او روسيې څخه کابل ته را وبلل او د خپل زوۍ سره مي په نږدې اړيکو کې وساتل . دا مشران په څلورو برخو وېشلي دي : لومړۍ هغه کسان دي چې په شمال ختيزو برخو کې يې واکمنۍ درلودې او وروسته د روسيې له خوا ونيول شوې او مشرانو يې دلته پنا راوړل . د بيلګي په توګه مير سهراب بيګ چې د قولاب د کورنۍ واکمن وو ، توره اسماعيل روشاني چې د بخارا د امير زوۍ وو؛ او دويمه برخه هغه کسان وه چې واکمنۍ يې زما له خوا زماد سلطنت په لومړيوکالونو کې زما تر ولکي لاند راغلې لکه د مير يوسفعلي او مير جهاندار او د هغوۍ کورنۍ ؛ دريمه برخه هغه کسان وه چې د انګليسانو سره يې جګړې کړي وې او يا دهغوۍ څخه مرور شوي وه لکه عمرا خان او مير مرادعلي او يوشمير نور سرحدي قومي مشران ؛ او څلورم هغه کسان دي چې له افغانستان څخه تښتيدلې او تللي دي ، چې دا ډله کسان هم په پنځو برخو ويشل شويدي : لومړۍ هغه کسان دي چې ځان ته ځواکونه او ملګري لري ، لکه سردار نورعلي خان او د شير علي خان نور زامن ، د کندهار پخوانۍ والي چې له هندوستان څخه راغلۍ او سر دار محمد جانخان چې د شينوارو سره جنګيدلې وو ، او اوس زماسره په در بار کې اوسيږي . د مرحوم امير شير علي خان زوي سر دار ابراهيم خان چې تر اوسه په هند کې اوسيږي خو زما سره يې د دوستۍ اړيکي شته او داسې نور . دويمه برخه هغه کسان دي چې د محمد ايوب خان ملاتړي او اړوندان دي . چې زما تر ټولو زيات زورور رقيبان دي ، او لازمه نه ده چې نومونه يې دلته راياد کړم ، خو بيله څو تنو څخه نور ټولو هغه خوشي کړي او ډير لږ کسان په هغو کې شته چې زما څخه واجب نه تر لاسه کوي . او دريمه برخه هغه کسان وه چې د محمد يعقوب خان پلويان وه خو اوس ما خپل ملګري کړيدي . په رښتني توګه داسې کسان ورسره نه شته چې ارزښت ولري او همدا ډول د محمد هاشم خان د يو څوتنو بيکاره کسانو پرته نور څوک نه لري . او څلورمه ډله هغه کسان دي چې دهندوستان ، او د روسي تر کستان متصرفاتو ته تښتيدلې دي . د هغوۍ يو زيات شمير نه کوم ځواک لري او نه د بيرته راګرځيدلو هيله هغه کسان ماخپله د هغوۍ د بدو کړو وړو په وجه شړلي دي . په دې ډله کسانو کې چې هر يوه د بخښني غوښتنه کړيده ، مايې پر عريضه د بخښني حکم کړۍ او وطن ته را ګرځيدلي دي . او پنځمه ډله هغه کسان دي چې د نمکحرامه محمد اسحق خان تر بغاوت وروسته په ١٣٠٦ هجري کال وتښتيدل ، دهغه ورونه اوس زما سره دي خو زه يې هر وخت مراقب يم . په دي ډول زما د زوۍ د واکمنۍ لپاره سرخوږۍ نه دي پاته ، او د پاچاهۍ هيڅ رقيب نه شته چې د هيواد ارامښت او واکمني ورانه کړي او يايې د خطر سره مخ کړي .دا هم څرګنده ده چې که ډير غيرتمن او زړور کس هم د بهرنيو دولتونو له خوا وګمارل شي او دافغانستان سره مخالفت او جګړه وکړي ، په يوازۍ توګه هيڅ نه شي کولاې ؛؛ زه ښه پوهيږم چې سياست پوهان زما د تر بور څخه چې په خپل واک کې يې ساتلۍ دۍ څه موخه لري ، د دې لپاره چې که چيري د ګاونډيو هيوادونو پاچاهانو ، غوښتني او هوسونه ونه منل شي ، بيا به په وخت ګټه ځني واخلي . زما اولادونه هم بايد زما د دې تدبير او پندونو څخه پيروې وکړي ، هر څوک چې د ګاونډي هيواده را شړل کيږي بايد وساتل شي ، دا ځکه چې د مخالفت پر وخت د هغوۍ تر منځ دښمني ګټه راوړي . 

ليکوونکی : ايمل ساپی