د ايران او پاکستان په ډاګه او بيشرمانه توګه لاسوهنيی


ایران خو د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم د دوستۍ او ښه نیت اړیکي دګاونډي افغانستان سره نه درلودل . تل یې په افغانستان کې د مذهب او ژبې له ورته والي څخه ناوړه ګټه اخستې ده او د افغان کمزورو دولتونو په کورنیو چارو کې یې ناروا لاسوهنې او بې اتفاقیو ته لمن وهل روا بللي دي . له خاصو مذهبي او قومي ډلو څخه یې بربنډملاتړ کړی دی او په دې ډول یې زموږ په هیواد کې د ټولو نړیوالو نورمونو سره په توپیر کې بې ثباتیو او قومي شخړو ته لمن وهلې ده . همدا اوس هم د افغانستان په لویدیځ کې ېې دافغانستان ډیره خاوره غصب کړې ده او لا غصبوي یې . خو په دولت کې د پیسو او ژبني – مذهبي نفوذ له کبله چارواکي د غبرګون ښودلو وس نه لري . ایران د قومي ،فرهنګي او مذهبي هژمونۍ خوبونه ویني ، نو ځکه د نورو قومونو ، مذهبونو اوفرهنګونو په وړاندې تل د تیري او یرغل څخه کار اخلي . پښتنو ته خو د خپلو دښمنانو په سترګه ګوري ، تل هلې ځلې کوي چې نور قومونه ، په تیره بیا هزاره قوم دپښتنو کوچیانو سره په جنګ واچوي ، اوبه خړې کړي او د ځان په ګټه پکې کبان ونیسي او د افغانانو یوبل سره د ګډ ژوند روحیه کمزورې کړي . ایرانیان او دوﺉ پورې تړلي سکتارستان تل پښتنو پسې د بې فرهنګه ، جنګ غوښتونکي او بنسټپاله قوم پروپیګنډې کوي او هڅه کوي ، چې پښتو ژبه په افغانستان کې د خپلواجنټانو په واسطه د ټولو اداري ، تعلیمي او ټولنیزو ډګرونو څخه وباسي او پر ځای یې خپله ژبه او فرهنګ پر افغانانو وتپي . ایران تل هلې ځلې کړې دي ،چې په افغانستان کې دورونو قومونو ترمنځ د یووالي او ورورۍ په وړاندې دخپلو اجنټانو په واسطه توطیه وکړي او په دې ډول د افغانانو ملي یووالی کمزوری کړي . خو افغانان اوس په دې بشپړ باور لري ، چې د ټولو ورونو قومونو تر منځ د ورور ګلوۍ په روحیه ټینګ یووالی د ټولو په ګټه دی .

پاکستان ، چې په سیمه کې د انګریزانو دګټو ساتلو ، د ملي وطنپالو ازادي غوښتونکو ډلو او غورځنګونو د کمزوري کولواومخنیوي په موخه جوړ شوی دی ،دخپل منځته راتګ له اولې ورځې څخه افغانانوسره دخپلې غصب شوې برخې د خپلواکۍ په خاطر په ټکر کې دی . پاکستان نه یواځې په غصب شوې برخه کې پر افغانانوباندې هر ډول د ځپلو سیاست او چلند په عمل کې پر مخ بیایي او هر ډول ازادي بښونکي خوځښت ته له بیرحمۍ ډک غبرګون څرګندوي ، چې له کبله یې ډیر شمیر افغان روڼ اندې سیاستوال او قومي مشران کلونه کلونه په جیلونو کې په یو او بل نوم پراته وي او یا له منځه وړل کیږي . پاکستان د افغانستان پر غصب شوې برخې د استعماري سیاست ددوا م په موخه د اوسني افغانستان دبې ثباتۍ او تباهۍ د پاره له هیڅ ډول توطیو څخه ډډه نه ده کړې . دسیاسي او اقتصادي ستونزو د زیاتولو د پاره یې بې له کومې معقولې پلمې پر تجارتي مالونو بندیزونه لګولي او تل یې په پر له پسې ډول افغانستان د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی او له شا څخه یې پرې ګوزار کړی دی . د پاکستان د جاسوسۍ سازمان د تخریبي فعالیتونو ډیره برخه افغانستان کې د تخریبي کارونو ، بې ثباتۍ ، دافغانانو بې اتفاقۍ او د ګډوډیو دمنځته راوړو د پاره سرته رسیږي . تل پاروونکي کارونه سرته رسوي ، چې پر جګړوځپلي او د کرزي د بې دفاع اسلامي جمهوریت په قلمرو باندې یرغل ته پلمه جوړه کړي . په ختیځوولایتونو تیری او راکټونه ورول افغان استعمار ماتوونکي ملت ته دپنجابیانو له خوا سخت سپکاوی دي ،خو په ډیرې خواشینۍ ، چې دا اتل ملت اوس د نړیوال استکبار او د دوﺉ د ډیرو ټیټو غلام صفته اجنټانو له خوا برمته شوی دی او یو څه وخت ته اړتیا لري ،چې پنجاب سره خپل حساب معلوم کړي . دا چې انګریزان او امریکایان تل دا ډنډورې ګډوي ، چې د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې ټینګیدل ناممکن دي ، غواړي په دې سره د کرزي لاسپوڅی حکومت وهڅوي چې پاکستان ته امتیازات ورکړي او خوشاله یې کړي . یانې دا چې د پاکستان په واسطه د نیمایي افغانستان غصب ، تیریو او سپکاویو په وړاندې چوپ پاتې شي او وه یې مني . د انګریزانواو امریکې په منځګړیتوب د پاکستان سره ستراتیژیک قرارداد لاسلیک کول هرو مرو ترشا د افغانستان د خلکو د ګټو او غوښتنو په وړاندې یوه توطیه نغښتې ده . په تیره بیا چې په دې هکله د ځینو تاریخي وطنپلورونکو ، چې د ازاد او سرلوړي ژوند څخه په غلامۍ خوښ دي ، هلې ځلې د اندیښنې وړ دي . خو کرزی هم باید پوه شي ، چې د خلکو او هیواد له ګټو څخه یوه ذره هم تیریدل خلکوته دمنلو وړ نه دي او د افغانانو د سخت غبرګون سره به مخامخ شي . 

ایا له نړیوالې ټولنې، په تیره بیا امریکې اونورو هیوادونو څخه ، چې په افغانستان کې په لسګونو زره وسله وال پوځونه لري او د کابل حکومت سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي ، دا تمه کیدای شي ،چې له اوسنیو ستونزوڅخه د افغانانو په ژغورلو کې مرسته وکړي ؟ په خواشینۍ سره د یوولسو کلونو تجربو وښودله ، چې دامریکې او نورو هیوادونو وسله والو ځواکونو په موجودیت کې د افغانانو ستونزې د کمیدو پر ځای لاپسې ډیرې شوې دي . دا چې ویل کیدل ،چې د امریکا او نورو هیوادونو په راتګ سره به په افغانستان کې سوله اوثبات منځته راشي ، دخلکود خوښې اوغوښتنو پر بنسټ به یو دموکراتیک دولتي نظام ټینګ شي ،افغاني ټولنه به د پرمختګ اوسوکالۍ په لور ګامونه واخلي، یواځې تشې وعدې او غولیدونکې پروپیګنډې وې . واقعیت داسې د ی، چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد په یرغل سره د افغانانو غمیزه پیل شوه او د امریکې او متحدینو په یرغل سره دا غمیزه لاپسې و ه غزیده . که د افغانانو سره د شورویانو په جګړو د دوو میلیونو په شا وخوا کې افغانان له منځه ولاړل او په همدې ډول معیوب او معلول شول او په میلیونونو افغانان نورو هیوادونو ته د کډوالو په توګه ولاړل ، خو د امریکې او متحدینو په جګړو کې هم له سلګونو زرو افغانانو څخه زیات له منځه تللي دي او جګړې لادوام لري . که شورویانو خپل لاسپوڅی رژیم پر افغانانو وتاپه او له وتلو وروسته یې زموږ هیواد په کورنیو جګړو کې پریښود نو امریکایان اومتحدین هم له خپلو وتلو څخه وروسته د سوله ایز افغانستان خبرې نه کوي . که د شورویانو په یرغل سره د نړۍ یوشمیر هیوادونوپه افغانستان کې د لاس وهنو لپاره پلمه لاسته راوړه ، نو د امریکایانو په یرغل سره د پنځوسو په شاوخواکې هیوادونه په افغانستان کې وسله وال پوځونه لري ، خو ګاونډیو هیوادونو ، په تیر بیا ، ایران او پاکستان د لاسوهنو او تیریو کچه رسوایي ته رسیدلې ده او زموږ خلک هره ورځ د دوﺉ د وسله والو بریدونو له لاسه خپل کورونه پریږدي او د ستر و ځاني او مالي زیانونو سره مخامخ دي . دامریکې په شمول بهرني ټول وسله وال ځواکونه ، چې پر افغانانو یې د هر ډول وسلو ازمیښت سرته ورساوه ، د پاکستان او ایران وسله والو تیریو ته خړ خړ ګوري او د افغانستان سره د خپلو اوسنیو ستراتیژیکو قرار دادونو څخه هم نه شرمیږي او د پاکستان او ایران د تیریو او ګواښونو په وړاندې هیڅ ډو ل غبرګون له :ځانه نه څرګندوي . له دې ټولو تجروبو څخه په ښکاره جوته شوې ده چې امریکا او متحدین د دې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي چې د افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستو او د هیواد په بیا رغاونه او پرمختګ کې مرسته وکړی او یا د ګاونډیو هیوادونو د تیریو او ګواښونو په وړاند دافغانانو ننګه وکړي . امریکایانو اومتحدینو د خپلو ګټود پاره زموږ پر هیواد نورې جګړې وتپلې ، افغانان یې دغم په ټغر کښینول ، د افغانستان د خلکو کورني او بهرني دښمنان او بې پته ، بې غیرته ، بې وطنه پردیپال او وطنپلورونکي د ستر افغانستان دښمنان یې د زر او ځواک خاوندان کړل او ولس یې هر څومره چې د لاسه کیدل وځپه . اوس باید ټولو افغانانو ته څرګنده وي ،چې په هغه ډول چې د امریکې او متحدینو راتګ افغانستان ته د دوﺉ د خپلو موخو او ګټو د پاره سرته ورسید ، ستر اتیژیک تړونونه هم یواځې او یواځې د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره شویدي او اوسنی افغانستان د دې وړتیا نه لري ،چې د یو سیال په توګه له دغو تړونونو څخه ګټه پورته کړي . یانې دغه هیوادونه ،چې د افغانستان سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي په هیڅ ډول د دې جوګه نه دي چې افغانان دې د موجوده ستونزو څخه وژغوري او افغانان هم باید دا تمه ونه کړي ،چې نور هیوادونه یې د شتون او بقا څخه دفاع وکړي . ځینې سرچینې لا اټکل کوي ، چې همدا ستراتیژیک انډیوالان ،په تیره بیا امریکایان او انګریزان ، هلې ځلې کوي ،چې اوسنی افغانستان د لانورې تجزیې ، کمزورتیا او بې ثباتۍ لور ته ټیل وهي .

ایا د افغانستان خلک کولای شي له اوسنیو ستونزو څخه ځان وژغوري ؟

د افغانستان په ټول تاریخ کې خلکو د ملي نوامیسو څخه د دفاع په چاروکې فعاله برخه اخستې ده . همدا خلک وو ،چې د انګریزانو او روسانو سره یې د خپلې خپلواکۍ ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره ازادي غوښتونکې جګړې کړي دي او پر تیري کوونکو یې بری موندلی دی . خلک څوک دي؟ خلک په ټولنه کې ټول هغه اوسیدونکي چې یوشان خپل هیواد ، ګران افغانستان خپل پت او عزت ګڼي او دتیري کوونکو په وړاندې ترې لکه دخپل ناموس په څیر په سر او مال سره دفاع کوي . هم یې کور ګڼي هم یې ګوراو په دې ویاړي چې افغان دی ، دا ټول خلک دي . هغه خان دی که ملک، ملادی که امي پیردی که مرید ، تجارت کوي که کوم بل کسب ،مامور دی که معلم ،کارګردی که بزګر ، قومي مشردی او که سیاست پوه ، افسر دی که سرتیری او داسې نور چې د خپل هیواد څخه په دفاع کې له سر اومال څخه تیریږي او ملي ګټې د شخصي او ګروپي ګټو څخه لوړې ګڼي د افغانستان یوشان سپیڅلي خلک دي . د افغانستان ټولو خلکوته د خپل هیواد د خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع لکه د خپل ناموس نه د دفاع په څیر مکلفیت ګڼل کیږي . نو ځکه هرکله چې ددښمنانو له خوا د افغانستان ملي نوامیسو باندې تیری کیږ ي ، ټول افغانان په خپل سر او مال سره د دفاع په سنګر کې ودریږي . د افغانستان ټول خلک خپل هیواد خپله مور ګڼي او د دې خوږې او درنې مورې په غیږ کې خپل حق بل هیچا ته نه ورکوي . د همدې مورې په غیږکې افغانان یوبل سره د شریکو ملي ګتو ، ملي ویاړونو او ملي ارزښتونو په واسطه دومره کلک تړل شوي دي ، چې د قوم ،ژبې ، مذهب ، سیمې او نورو توپیرونوله کبله یوبل څخه نه شي بیلیدای .هر څوک چې د ا هڅه کوي ،چې افغانان یوبل نه بیل کړي او د دیورند دکرښې پواسطه له افغانستان څخه بیله شوې د پنجاب تر استعمار لاندې برخه یواځې د پښتنو سره تړي او د خپلواکۍ د پاره مبارزه یې د نورو قومونو مکلفیت نه بولي ، په واقعیت کې هغه ملي خاینین دي ، چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د غلامۍ غړوندي یې په غاړو کې اچولي دي او د افغان په نوم د سرلوړي خپلواک ژوند نه د پردیو په غلامۍ او سپکاوي نه ډک ژوند کې خوښ دي . د افغانستان خلک د ډیورنډ کرغیړنه کرښه، چې افغانستان او افغانان یې په دوو برخوویشلي دي هیڅکله نه مني . دا په دې مانا چې د افغانستان د یووالي د پاره هر ډول سر ښندنو ته تیار دي . په تیره بیا چې پاکستان لکه « میږي ته چې خدای په غضب شي وزرې کوي » ، وزرې کړې دي . نه یواځې دا چې دخپل استعمار لاندې برخې افغانستان کې یې پر افغانانو ناتار راوستی دی ، بلکې په کونړ ،ننګرهار او ډیورنډکرښې ته څیلمه نورو سیمو یې هم وسله والو تیریو ته دوام ورکړی دی . د پنجاب دا پارونکې کړنې به له امو څخه تر اباسینه پورې په ټول افغانستان کې خلک د خپل یووالي او خپلواکۍ څخه د دفاع د پاره راپاڅوي او بیا به یې هیڅوک د مخنیوي نه وي . هر څوک چې دخپل هیواد د خپلو اکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا خوندي توب او دفاع ته ځان ژمن بولي ،هغه به په د ې ازادي غوښتونکي غورځنګ کې ګډون کوي او دا ګډون به سراسري وي . که چیرته له اموڅخه تراباسینه پورې د دې غورځنګ ګډون کوونکي په یوه خوله ووایي چې د پنجاب استعمار نور نه منو،له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانستان یوموټی او خپلواک دی ! او د خپل دې شعار تر شا په کلکه ودریږي ، نو څوک به یې مخه ونیسي . اوس دداسې یو غورځنګ د منځته راوړو د پاره د ټولو ملي وطنپالو روښانفکرانو او د پوهې او قلم خاوندانو ملي اواسلامي دنده ده ، چې د داسې ازادي بښونکي ملي اسلامي غورځنګ په منځته راوړو کې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي . لومړی خپلمنځي اړیکې ټینګې کړي او بیا د خلکو پرګنوته ولاړشي او خپلو خلکو ته په ډاګه کړي، چې یواځې همدوﺉ کولای شي خپل ځانونه او هیواد له اوسنیو ستونزو او تباهۍ څخه وژغوري.

ليکوونکی: ايمل ساپی  .