ه ډاکټر فاروق اعظم سره د ژمن مرکه


 

ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان په معاصر سياسيت کې وتلې څيره ده. نوموړي له لندنه دوکتورا تر لاسه کړې او په افغانستان کې له وزارته نيولې تر رياسته او نورو مختلفو دندو يې تر سره کړي. اوسمهال په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کولو له پاره هڅې کوي.
 ژمن فرهنګپال

ژمن: د جان کيري په راتګ او دلته يې د کانديدانو د پخلاينې په اړه څه تبصره لرئ؟

اعظم: جان کيري بايد راشي، ځکه دا وطن تر ډېره د دوی په لاس کې دی. دلته پوځيان لري او په مليونو او بليونو مصرف کوي. د دوې دلچسپي قابل فهم ده.
ژمن: افغانانو ته د کيري راتګ او د نوماندانو تر منځ پخلاينه څه پيغام لري؟

اعظم: افغانانو ته يې پيغام دا دی چې دلته زموږ پوځونه دي، دا نظام موږ راوستلی دی او ساتلی مو دی، نو چې هره غټه خبره رامنځ ته کېږي، موږ بايد په کې وو.

ژمن: ځينې وايي چې د کيري دا سفر او د کانديدانو تر منځ وېش، د افغانانو رايو ته په سپکه کتل وو، تاسې په کې څه وايئ؟

اعظم: په يوه هېواد کې چې خارجي پوځونه وي، هلته ټاکنې څه معنا؟! په يوه ملک کې چې خارجي پوځيان په کې وي، ښکاره ده چې ټاکنې د هغوی په خوښه تر سره کېږي، خو دا وطن مجبور دی، ولس مجبور شوی. دوی ورته وويل چې لاړ شئ ټاکنو ته، ولس وويل، چې ته خو يو څوک ټاکې، خو موږ مجبور يو چې يو چا ته رايه ورکړو، نو خلکو رايه ورکړه.

ژمن: ځينې شنونکي وايي چې امريکايان په افغانستان کې ژبنيو او قومي اختلافاتو ته لمن وهي، آيا په ټاکنو کې دغه هڅه شوې او که دا ادعا حقيقت نه لري؟

اعظم: د بن کانفرانس په ژبنيو بنيادونو ولاړ و. د بن کانفرانس کې د ژبې او د قوم پر اساس ويش وشو، چې داسې بايد نه وو شوي، ځکه موږ په افغانستان کې کلونه کلونه يو ځای سره اوسېدلي يو. دوی متاسفانه حکومت په بن کې د قوم پر بنياد جوړ کړ او دا ديارلس کاله يې همداسې پر مخ بوته.

اوس بيا هماغه کيسه تکرار شوه، بيا هم د قوم په اساس فيصله وشوه. کله چې د ډاکټر اشرف غني رايې ډېرې شوې، زه فکر کوم امريکايانو داسې ګومان وکړ چې د بن کانفرانس اوس بدلېږي او خلک کرار کرار د قانونيت پر لور روانېږي، نو بېرته يې خلک د بن کانفرانس ته راوګرځول.

د کيري په واسطه چې دا نوې معاهده شوې، دا په حقيقت کې يو بل بن کانفرانس دی.

ژمن: د ملي وحدت حکومت به رامنځ ته شي او که نه؟

اعظم: په غرب کې په ډېرو پر مخ تلليو هېوادونو کې، هلته چې خلک رسيدلي دي او سياسي بصيرت لري، او هلته چې منظم حکومتونه شته، هلته ايتلافي حکومتونه نه چلېږي او ډېر دوام نه کوي.

هلته چې خلک بې وسلې دي، سياسي دي، ګوندونه لري او مهذب دي او دېموکراسۍ سره بلد دي، دغسې ځايونو کې ايتلافي حکومتونه بقا نه لري، نو په افغانستان کې چې خلک مسلح دي، خارجي پوځونه شته، د دوی په مقابل کې مسلحه مبارزه روانه ده، موږ په خپلو پښو نه يو ولاړ، په دغسې حالاتو کې ايتلافي حکومت (هر نوم چې دوی ورکوي) ما ته ډېر عملي نه ښکاري.

دغسې حکومت کې پرته له دې چې يو کشمکش وي، نور څه به نه وي. د ولسمشر او مرستيالانو تر منځ، د اجراييه شورا او ولسمشر تر منځ، د دوو غير متجانسو ټيمونو تر منځ.. به کشمکش روان وي.

نو ما ته د دغسې حکومت چلېدل او پر مخ تلل ستونزمن ښکاري.

ژمن: په دغسې حکومت کې به په افغانستان کې سوله، امنيت او اداري فساد څنګه وي؟

اعظم: جان کيري ويلي چې هر يو ولسمشر شي (چې غالبا اشرف غني دی) امنيتي اورګانو ته به تر درې مياشتو لاس نه وروړي. د دې معنا دا ده چې امنيتي اورګانونه ملي نه دي، چې داسې وي، د ولسمشر صلاحيت څه دی؟ دی د اعلی سرقومندان په حيث ولې ټاکل شوی؟ دا به څنګه اعلی سرقومندان وي چې خپل يو مامور نه شي بدلولای.

ژمن: د سولې، امنيت او فساد برخليک به څنګه وي؟

اعظم: سوله به لا ستونزمنه شي، ځکه چې د سولې په اړه د عبد الله او اشرف غني مواقف بيخي مختلف دي. اشرف غني وايي چې زه سوله غواړم. عبد الله علني ويلي چې طالب بايد تر وروستي فرده له منځه لاړ شي. نو دا دوه ټيمه ډېر اساسي اختلافات لري. په دغسې حکومت کې ما ته د سولې امکان کمزوری ښکاري.

ښايي د همدې له پاره دا کار شوی وي چې سوله رامنځ ته نه شي.

او چې سوله نه وي امنيت نه شته، چې امنيت نه وي، فساد حتمي وي، ځکه د امنيت نشت په خپله فساد دی، جګړه په خپله فساد ده. چې جګړه وي، اقتصادي پرمختګ به نه وي، قانون ته به خلک اهميت نه ورکوي او زورواکه به مشر وي او عدالت به نه وي حاکم.

ژمن: هر څوک وايي چې افغانستان سولې ته اړتيا لري، ستاسې په نظر سوله راتلای شي، او که ممکنه وي، ميکانېزم به يې څنګه وي؟

اعظم: زه دا نه منم چې هر څوک سوله غواړي. د ځينو ګټې په جنګ کې دي، هغوی وايي چې که جګړه وي، قانون به نه وي، ملک به د ځنګله په څېر وي، ځنګله کې د زورور برخه غټه ده. دلته چې کوم زورواکان دي، هغوی سوله نه غواړي.

سوله د ملت غوښتنه ده، سوله د ولس هيله ده. موږ به وګورو چې راتلونکی حکومت د ملت څومره استازيتوب کوي. که يې سوله غوښته د ملت استازې به وي او که يې سوله نه غوښته، د زورواکو استازی به وي.

ژمن: تاسې د سولې په اړه څه طرحه لرئ؟

اعظم: موږ سولې ته ډېر اوږده کارونه کړي. د سولې له پاره مو اداره و ټولنه جوړه کړې. موږ وخت په وخت له مختلفو اړخونو سره د سولې په اړه وړانديزونه کړي. ما اوس له ډاکټر عبد الله او اشرف غني دواړو سره کتلي او د سولې طرحه مې ورته وړاندې کړې. موږ له سولې سره هم دلچسپي لرو او هم منظم وړانديزونه ورته لرو.

سوله داسې راتلای شي چې دواړه خواوې په دې قانع شي چې په جنګ يې څوک وړلای نه شي، که هر يوه فکر کاوه چې جګړې کې زما ګټه ده، سوله نه شته، دواړه بايد قانع شي چې په جګړه يې وړلای نه شو. بيا بايد يو منځګړی پيدا شي. زما په باور د سولې عالي شورا د دولت له آدرسه غږېږي، دا شورا يو طرف دی او منځګړی يې نه شو بللای.

د سولې شورا د حکومت په طرف غواړي د مخالفينو تر منځ درز رامنځ ته کړي. دوی د مخالفينو پر ضد ولاړ دي او بيا هم ځان منځګړی او بې طرفه ګڼي، په داسې حال کې چې دوی حکومت ته خلک رابلي او مقابل لوري کې درز رامنځ ته کوي، چې دا د جګړې يو تکتيک دی.

زموږ په نظر يو درېيم ګړی بايد رامنځ ته شي او داسې کسان وي چې يوې خوا ته هم نه وي. داسې نه ده چې افغانستان کې درېيم ګړي نه شته، په ۱۹۹۲-۹۳ کلونو کې موږ درېيم ګړې ډله وو، دلته راغلو او د دوی په منځ کې مو د سولې هڅې وکړې. يعنې داسې نه ده چې خلک نه شته، خو چې اراده وي.
له ژمن نه په مننه 

 

ايمل ساپی