دستر نومیالي خوشحال خان بابا
دستر نومیالي ، ویاړلي، فرهنګي، ادبي، سیاسي او مبارز شخصیت خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې
ارواښادخوشحال خان خټک دشهباز خان زوی چه د پښتنو یوې قبیلې (خټکو)مشر او سردار ، د یحیی خان لمسی دملک اکوړه کړوسی ؤ. دی دپښتو ژبې د ادبي، فرهنګي شخصیت په توګه یو لوي او وتلی لیکوال پیاوړی او غښتلی شاعر او دتورې او میړانې اتل ؤ.دی دخټکو په یوه لویه او درنه کورنۍ کې په (۱۰۲۲) هجری قمری کال کې د (سرای) نومې ځای کې زیږدلی دی ، او د( اټک) دمست اوڅپاند سیند په غاړه لوی شوی دی .
خوشحال خان خټک په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی ؤ، پلار او نیکه یې تر ملک اکوړه پوری ټول خانان او قومي مشران وو، او د هندوستان د مغولي دولت په خوښه ملک اکوړه د وریښمو د تاریخي لاری ساتندوی ؤ. وروسته د شهباز خان له مرګه دا کار دڅوشحال خان په برخه شو.
خوشحال خان خټک تر شل کلنۍ پورې ډیرکتابونه ولوستل،دده دشعرویلوسرشار استعدادهم داباسیند په څیر په څپو راغی او دزیاتې پوهې خاوند شو اوهم یې په شل کلنی کې په شعر ویلو پیل وکړ .
دی په پښتو او پاړسی ژبی ښه او اوچت شعرونه لري ، عربی، پاړسی اوانکوژبې یې ډیری ښی زده کړی وی . ده د پښتو نثر، د شعر له رنګه راویست او د محاوری رنګ ته یې نژدی کړ.دده په شعر او نثر کې دپښتنولي احساس پروت دی، نو په دی لحاظ کولای شو ووایوچې دی مستحق داستاذې او مشرۍ دی، اودپښتوژبې پیاوړی نثر لیکونکی، وتلی لیکوال، پوخ شاعر، مؤرخ، څیړونکی او نامتو مؤلف ګڼل کیږي .
ښاغلی محمدکاظم آهنګ چې یو ادبي ،فرهنګي څیره او د افغانستان دمجلی مدیر ؤ، دخوشحال خان خټک دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي :
خوشحال خان خټک ، ادیب نامور، مرد آزاده وشاعر خوش کلام نه تنها در زبان پښتو داد سخن داده ومکتب جدیدی در شعر بنیان ګذاشته است بلکه در زبان دری نیز سخن آفرینی ها نموده است .
په همدی لیکنه کې په بل ځای کې دخوشحال خان د خواږه اوپه زړه پورې کلام حکمت او پوهه داسې ستایي .
مختصر اینکه تشبیهات لطیف، کنایات نغز، کلمات زیبا، اسلوب روان وساده توام با عمق و پختګی در اشعار دری خوشحال خان خټک موجود است . که این موضوع وقوف و رسایی اورا منحیث شاعری در زبان غیر از زبان اصلی او ثابت میسازد والبته
باید ګفته شود که رسایی او مثلیکه خودش میګوید مانندزبان اصلی او نیست ولی با آنهم کلام دری او با لطافت ها و نازک خیالی های ادبی آمیخته بوده در کلام خود ظرافتهای ماهرانه شعری و ادبی را بکار برده است .
دخوشحال خان خټک ژونداو آثارو دقیقه څیړنه او مطالعه د ډیر وخت غوښتنه کوی . زه غواړم چې په ډیر لنډیز سره د ده قلمي لیکنې او کتابونه چې خپاره شوي دي معرفی کړم .
مسټر راورټی نامتو ختیز پوه د ده آثار له (۲۵۰) څخه هم زیات بولي .دده مشهور آثار دا دي :
– کلیات : په دی کتاب کې نږدې (۴۰) زره بیتونه ځای په ځای شوي دي .
-دپښتنوتاریخ : په دی اثر کې یې د پښتنو داتنیکي او نسب په باب څرګندونې او څیړنې شوې دي . – دستار نامه : چې دملي افغاني احساس داغیز لاندی لیکل شوی ده اوددستاراولونګۍپه اړوند مسایل پکې راغلي
خوشحال خان خټک دهېواد دیوغوره نومیالي شخصیت په توګه تل د خپل هیواد، ولس،او د آزادی، دپښتنودیوالي،افغاني اتحاداو اتفاق، دتورې اومیړانې سره ډیره مینه در لوده او د انسانیت او انساني کرامت احترام یې کاوه او دده په غزلیاتو، قصیدو،رباعیاتواو نورو متفرقه آثارو کې دانسان او انسانیت په هکله ډیر شیان لیکل شوی دي او تل یې هڅه کړی چې هېوادوال یې هوسا، بسیا،آ باداو آزاد ژوند ولري . دی د انساني غوره صفتونو خاوند، یو درویش صفته انسان او د درویشانو او قلندرانو خصوصیات لرل او یوسخاوت مند انسان ؤ
هندوستان دمغلومقتدر اوسرکښه دولت هر وخت دپښتنو د استعمالولواو اسارت په لاره کې له زر،زوراو زاریو نه نیولې بیاتر دسایسوپوری له هر ډول وسایلونه په ډیر محارت او عالی شکل کاراخیسته . کله چې شاه جهان په ناروغۍ اخته شواو مړشو وروسته له ده له مرګه د ده زوی اورنګ زیب په قدرت ورسیده . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته معلومه وه ، چې خوشحال خان دیو توریالي سرباز په توګه ده ته سر نه ټیټوي او دده دوست نه شی کیدای .اورنګ زیب د خوشحال خان سره تماس ونیوه او ده ته یې وویل : ستا کورنۍ ،ستاپلار او نیکونه ټول خانان او قومي مشران وو،او ستاپلار زماپه دربارکې ډیر قدر او عزت درلود، خو پام کوه چې پښتانه دمغلو په مقابل کې سر در څخه پورته نکړي .
مګر خوشحال خان هغه عشق او احساسات چې د خپل هیواد، پښتنو او ولس سره لرل دده خبری ته غوږ و نه نیوﺉ .
خو دوخت په تیریدوسره دخوشحال خان محبوبیت په خپله قبیله کې زیاتیده اوروابط او تماسونه یې د نورو پښتنو سره لاپیاوړي کیدل او د دوی سره یې اړیکی ټینګی ساتلی وی .
دی د دوی په فرهنګي، کلتوري ، اجتماعي او سیاسي خصوصیاتو ، ارتباتاتو ، دودونو، لهجو،عادتونو، متلونو او اصطلاحاتو باندی آشنا ؤ . له همدی کبله ده د خپلو مطالعاتو او څیړنو په اساس د پښتنو د تیر تاریخ په تیره بیا په هند کې د افغانانو له سیاسي کارنامو سره ځان پوره بلد کړی ؤ .
دا ښکاره وه چې اورنګ زیب خوشحال خان خټک د یوه نه پخلا کیدونکي دشمن په توګه پیژندلی ؤ، او د ده ظالم حکومت د خوشحال غوندی شخصیت نه شو منلی . اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په مشوره خوشحال خان نو هغه ووچې په نامردانه ډول ګرفتار او وروسته له څو میاشتو دی یې د هند د (رنتبور) په جیل کې بندي کړ.دی څلور کاله بندی ؤ. اوده په دغه جیل کې زیات آثار هم ولیکل لکه :
دستار نامه، ترجیح بند، ترکیب بند او داسی نور .
دا بند د خوشحال خان په ژوندکې داسی یوه حادثه وه چې دی دمغلومرکزی حکومت له استعماري ماهیت اودهندوستان د خلکو له عام خصوصیاتو سره نور هم بلدشواو ده په خپل سیاسي افکارو کې مکمل بدلون راوست او ده خپله لاره په شعوري ډول
وټاکله او د مغلو په ضد یې توره پورته کړه اوداسی یې وویل :
په رښتیا چې دی یوتوریالی اوزړوراو دتورې اوعمل قهرمان دوطن په غم غمجن او د پښتو په درد دردمن او یولوی،پیاوړی اوملي شاعر ؤ .
ده نه یوازی په توره او میړانه کې یو کلک عزم اولوړ همت درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازاریې هم تودساتلی ؤ. دخوشحال قلم خوشحال خان ته ابدي ژوندورپه برخه کړ . کولای شو ووایو چې دپښتو ژبه او ادب ځکه بختور دی، چې دخوشحال خان
په څېرنامتواومفکر انسان یې پخپله غیږ کې وروسته له پیرروښان څخه وروزه . دغې سترادیب او لیکوال او پیاوړي شاعر نه یوازی په خپل کړکیچن ژوندکې د تورې او میړانې غږ پورته کړ، بلکې په ادبي او فرهنګي ډګر کې په هیواد کې د ننه او بهرد
توری اوقلم د خاوند په توګه پیژندل شوی او ستایل شوی دی . لکه د خوشحال خان په څېر ستر شخصیتونه په نړۍ کې ډیر کم پیدا کیږي چې هم شاعر، هم لیکوال ، هم څیړونکې، هم مفکر اومؤلف، هم ژباړونکې، هم سیاسي لیډر دخپلو خلکواو دمیړانې او تورې خاوند وي .
ده دتورې شرافت او حیثیت او د قلم فضیلت په ډیر شهامت او میړانې تر پایه پورې وساته . د ده آثار او اشعار د پښتو ادب په آسمان کې ډیر ځلانده او نه ورکیدونکي ستوري دی . ده په خپلو آثاروکې خپل ولس ته میړانه، ټینګ عزم، غیرت، لوړ همت،
سرشیندنی، شجاعت ، ننګ، وفاداری، صمیمیت، دوستی، سپن ویل، عدالت، انصاف، وطن پرستی، ملی اتحاد، یوالی، کاراوزیار، اسلامي مقدساتوته احترام کول ،کلتور، اخلاق ، تربیه او داسی نور ډیر صفات او عالی مفاهیم ورښودلی دی .
ده د تصوفي او اخلاقي اړخ څخه را نیولی تر عشقي، حماسي، اجتماعي،فلسفي جنګي، او دوطن د محبت اومینی تر کچه پوری په خپلو اشعاروکې د دغو اجتماعي خصوصیاتواواوصافو او عالی افکارو انعکاس د شعر په لباس کې نغښتی دی
دی د پښتو ادب یو ملي شاعر،مؤلف اومفکر، څیړونکی ، ژباړونکی اودننګ د ډګر قهرمان دی .دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لري اود یورپ خلکو ورته دیو ملي ،قومي لوی شاعر اولیکوال خطاب ورکړی دی .
د دی ستر شاعر ، نامتو پهلوان ، دتوری او قلم اتل او پیاوړي زعیم آثارو په هکله ژور علمی اومختلف مطالعات او څیړنې شوي دي .
د خوشحال خان خټک (دستار نامه) یومشهور او منثور اثر دی، چې د ملي افغاني جذباتو او احساساتو دتاثیر لاندی لیکل شوې دی .
(دستار نامه ) یو سیاسي او تربیوي کتاب دی ، خوشحال خان خټک د دی کتاب په هکله لیکلی دي : (شل) هنره (شل) خصلته چه اختیار شوی دی په دوه بابه کښی به واضیح شی :
اول په کښی د ځان پیژندګلوي ده . بیا ورپسی هنر دعلم دی بیا ورپسی نورکسبونه فنونه حرفتونه دی . د (دستار نامه) په باب ښاغلی سمندر خان سمندر دکتاب په مقدمه کښې لیکلي دي :
(دخوشحال دستار نامه په حقیقت کښی د عزت، حرمت او سړیتوب درنه پګړۍ ده . که څوک د(دستارنامې) په معیاردغه (شل )هنره او (شل) خصلته نه لری نو دقام دمشری د دستار تړلوقابل نه دی .) خوشحال خان خټک په دی کتاب کې د پښتون ملت او ولس ویښول د دوی عیبونه ورښودل او دوی په شعوري لحاظ د وطن، استقلال،خپلواکۍ دمینی سره آشنا کول او د قومي مشرۍ او سیاسي پوهې او ملي احساساتو، وطن دوستۍ اوملیت پرورۍ مختلف اړخونه تشریح کړی دی . دی غواړي چې وښي لارښوونکی او نمونه پښتون بایدڅنګه وي .نن ورځ دنړۍ سیاست پوهان دیوخپلواکه دولت سیاسي رهبری ته ډیر اهمیت ورکوي .ځکه چې دیو ټولنی مشردهغی ټولنی داستقلال ،خپلواکۍ اودخلکو لارښوونکی دی . خوشحال خان د واقعی مشرانو په هکله ډیری خبری لري اووایې :
چه د ستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
خوشحال په دی بیت کې پګړۍ، خولۍاو تاج دیوانسان دسړیتوب مقام،غوره اخلاقو عاداتو، کلتور اوفرهنګ سمبول ګڼي او وایې : دستار هغه څوک باید په سر کړي چې قابلیت یې ولری . دا یوه په زړه پورۍ نصیحت نامه ده لوستل یې هرچا ته په کار دي .
د خوشحال دپیژندلو او آثارو په باب دومره مقالی او کتابونه چاپ شوي دي چې پای نه لري . د دغې لیکنې په آخر کې ویلی شم خوشحال خان دپښتودادبیات په تاریخ کې هغه لوی ملي ،سیاسي،علمي ، ادبي اونامتوتوریالۍ شخصیت دی چې له مړینی نه وروسته یې په ټوله پښتونخوا کې ساری پیدا نه شو.
ليکوونکی : ايمل ساپی