ديني مالومات


د ايمان تعريف

ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلی کيږي ، ډاډ او اطمينان ته وېلی کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامخ تعريف داسې کړی دی :

الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ الصالِحَتهِ، ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .
ايمان پر زړه باندې باور، تصدق او يقين او پر ژبه باندې اقرار ، او په اندامونو باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، په طاعت او نورو نيکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ، په معصيت او ګناه کولو سره کميږي . 

 

اسماني کتابونه او صحيفې

تورات په موسى عليه السلام (وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ )سورة البقرة87 آيت .
انجيل په عيسى عليه السلام (وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ) سورة الحديد27 آيت .
زبور په داود عليه السلام (وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُوراً {55}سورة الاسراء .
قرآن په حضرت محمد صلى الله عليه وسلم رانازل شوى .
همداراز دوتلي مفسر علامه آلوسي بغدادي رحمه الله له وينا سره سم د صحيفو شميره سل ده چې پنځوس يې په حضرت شيث عليه السلام نازلې شوې وې . ديرش يې په ادريس عليه السلام نازلې شوې وې .لس يې په حضرت ابراهيم عليه السلام نازلې شوې اونورې لس يې په حضرت موسى عليه السلام دتورات تر نزوله مخکې نازلې شوې وې . والله تعالى اعلم باالصواب

 

داسلام كلمې

 


اولــه : كلـمـهْ طـيبـه
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمد دالله  رسو ل دى .

دوهــمه : د شـهادت كلــمـه
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد يي بنده او رسول دى.
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه
سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى  پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى  لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښيګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه
اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !
شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه
اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمد دالله  رسو ل دى .

 

اسلام له پنځو شيانو جوړدى

لومړى : اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .

دوهم : لمونځ كول ,نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

دريم : درمضان دمياشتې روژې نيول ,نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

 څلورم : دزكوة وركول , نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

پنځم : دحج كول په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى .
والله تعالى اعلم باالصواب

 

ليکوونکی:ايمل ساپی