اختره په خير راغلی
اختره په خير راغلی، زمونږ کورته خوشحالي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
پيغلو په تن، ګنډ د افغاني، لاس ته بنګړي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
سترګو د جانان ته، تور رانجه او سلايی راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
خوارو يتيمانو ته، څپلۍ، واسکټ، کالي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
غمجنو خويندو، ميندو ته ښادي او تسلي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
اخلا ص او صداقت کي، ارزاني او نيکمرغي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
بس دی نور ژړا، ته وچو شونډو ته خندا مهرباني راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
زمونږه ماشومانو ته، خوږو کي جلبی، ګلشالي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
زړونوکي زمونږه، ته تلپاتی محبت اوصفايی راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
د سترګو بد نظرته ، ډير ماڼو او سپيلني راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
وائي نن ايمل، پدغه لوی افغانستان کي سوکالي راوړه
ژوند کي مو خوښي راوړه
ليکوونکی ايمل ساپی : د ويانا ښار ۲۶/ ۰۹/ ۲۰۱۵