افغانستان کې د ځوانانو د غشي ويشتونکو ملي لوبډلې سيالۍ


arro shooters in afghanistan

د افغانستان د غشي ویشتونکو ملي لوبډلې د ټاکلو لپاره سیالۍ ترسره شوې.

سيد ولي ناصر په خپل راپور کې وايي، په دغو سياليو کې د افغانستان د شپږو ولایتونو لسګونو غشي ویشتونکو برخه اخیستې وه.

د لوبغاړو له منځه د ۳۰ او ۵۰ متره واټن ویشتونکو لوبغاړو دوه ۱۲ کسیزې لوبډلې وټاکل شوې.

د غشي ويشتو فدراسیون تېره میاشت د افغانستان له المپیک کمېټې سره ثبت شو.

په کابل کې د پوهنې وزارت د بدنې روزنې د ریاست په انګړ کې سلګونه کسان د غشي ویشتونکو نندارې ته راغلي وو.

له دغو لسکونو لوبغاړو به ملي لوبډله ټاکل کېږي، چې په سيمه ييزو او نړيوالو لوبو کې به د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي.

د غشلوبې فدراسیون مشر همایون عالمیار بي بي سي ته وویل چې له یوې اونۍ راهیسې یې کابل ته د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو غشي ویشتونکي رابللي دي.

ښاغلی عالمیار زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به افغان غشي ویشتونکي سیمه ییزو او نړیوالو لوبه کې هم ښه وځلېږي.

غشي ویشتونکي منصف بي بي سي ته وویل، که غشلوبې ته په افغانستان کې کار وشي، نو د ځوانانو تر منځ به یې مینه وال زیات شي.

که څه هم دا پایلوبه د غشلوبې لومړنۍ رسمي هغه وه، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دا لوبه اوږده مخینه لري، خو لا هم په زړه بڼه تر سره کېږي.

کتونکي وايي، که غشلوبه لږ څه په عصري بڼه ترسره شي، نو شونې ده د نورو بهرنیو لوبو په پرتله ژر د خلکو په منځ کې دود شي.

ليکوونکی ايمل ساپی