اکثره افغانې ښځې په امریکا کې ولې پرمختګ نشي کولی؟

اکثره افغانې ښځې په امریکا کې ولې پرمختګ نشي کولی؟

افغان نارینه د یو لړ غیر منطقي دلیلونو په وړاندې کولو سره خپلې خويندې، لوڼې او په تیره بیا خپلې ښځې د تعلیم له لوی نعمت څخه محروموي

د امریکایانو یوه مشهوره اصطلاح ده چې امریکایي خوب یا American Dream یې بولي. د دې مانا دا ده چې که هر څوک زیار وباسي، یو خوشاله او کامیابه ژوند درلودلی شي.

دلته جنسیت مطرح نه دی، یعنې ښځو او سړو دواړو ته په مساوي ډول د کار کولو او د درس ویلو ځمکه اواره ده. خو چې افغان ښځو ته وګورو، د فرصتونو په دې هېواد کې هم د محرومیت او بې وسۍ نښې تر سترګو کېږي.

کله چې افغانان امریکې ته مهاجر کېږي، نو دوی هم د امریکایانو په شان د خپلو ارمانونو په لاسته راوړلو کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ کېږي.

په دغو کسانو کې ځیني خپلو هیلو او هدفونو ته رسېږي او ځينې چې ډیری یې ښځې دي، له بده مرغه له ډېرو فرصتونو څخه محرومې پاتې کیږي.

سره له دې چې امریکا د افغانستان په پرتله ډېر خوندي او ښځو ته د فرصتونو ډک هېواد دى، خو بیا هم ځینې هغه ستونزې چې دوی په خپل هېواد کې پرمختګ ته نه پرېږدي په امریکې کې هم ورسره مخامخ دي. د کارکولو او درس ویلو مخه یې دلته هم د بیلابېلو دلایلو له امله نیول کېږي.

په امریکې کې سیستم داسې جوړ دی چې له واړه نه تر زاړه پورې هر چا ته د هر ډول زده کړې اسانتیاوې شته. هغه کسان چې د پوهنتون فیس نه شي ورکولای، ورسره د حکومت له خوا وړیا مرستې کېږي او یا هم پور اخلي تر څو زده کړې وکړي.

ځینې افغان سړي خو په کور کې ځانته د یوې پیالې چای برابرول هم پر ځان لوی زحمت ګڼي. همدا دلیل دی چې پر ښځو یې روحي فشارونه ورځ په ورځ ډیړیږي او دې ته مجبوریږي چې د کار او تعلیم څخه لاس واخلي.

زده کوونکي نه یوازې د ورځې او شپې له خوا، بلکې په رخصتیو کې هم کولی شي ټولګیو ته لاړ شي. او که د دې وخت هم نه لري، نو بیا پر انلاین زده کړې کولای شي.

که څوک مور وي، خپل ماشوم ساتي، او نه شي کولی له دې امله د ورځې پوهنتون ته لاړه شي، نو کولی شي د شپه مهال چې خاوند یې کورته ورشي، او د ماشوم ساتنه په غاړه واخلي پوهنتون ته لاړه شي.

پوښتنه اوس دا ده چې له دومره اسانتیاوو سره سره، ولې اکثره افغانې ښځې چې امریکا ته راځي، نه خپلې زده کړې سر ته رسولی شي او نه هم په ټولنه کې فعاله رول لوبولی شي؟

ځواب یې دا دی چې دوی له زړې کورنۍ سره نوې ټولنې ته راځي، د کورنۍ نارینه یې پرځای د دې چې مرسته او ملاتړ ورسره وکړي، د وروسته پاتې والي لامل یې وي.

افغان نارینه د یو لړ غیر منطقي دلیلونو په وړاندې کولو سره خپلې خويندې، لوڼې او په تیره بیا خپلې ښځې د تعلیم له لوی نعمت څخه محروموي او دا فرصت ترېنه اخلي چې په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

د دې ډول سړو هڅه دا وي چې ښځې دې يې په کور کې ماشومان وروزي او خپل اکثره وخت دې د خپل کور په چارو او د مېړه په خدمت کې تېر کړي.

ځینې افغان سړي خو په کور کې ځانته د یوې پیالې چای برابرول هم پر ځان لوی زحمت ګڼي. همدا دلیل دی چې پر ښځو یې روحي فشارونه ورځ په ورځ ډیړیږي او دې ته مجبوریږي چې د کار او تعلیم څخه لاس واخلي.

د افسوس ځای دا دی چې زموږ ځیني تعلیم یافته سړي هم د خپلو ښځو د کار او تعلیم پلوي نه دي او د دوی د پرمختګ په وړاندې خنډ ګرځي.

بیا هم افغان سړو ته د ښځو تعلیم او کار د منلو وړ نه دي.

افغان سړي لا تر اوسه هماغه پخواني ذهنیت سره ژوند کوي چې وايي ښځه یا د کور یا د ګور ده.

دوی فکر کوي چې سړي دې د بهر کار وکړي او ښځې دې د کور کار سره سره ټوله ورځ د ماشومانو په روزنه بوختې وي. هغه څه چې دوی یې هیڅکله په هکله د فکر تکلیف نه ګالي هغه دا دي چې وپلټي، ښځې هم څه خوښه نا خوښه لري او که نه؟ او که لري یې نو دوی څه غواړي چې وه یې کړي، او ځان په کوم ځای او مقام کې لیدل غواړي.

سړي په کور د ښځو د کښېنولو لپاره بېلابېل دلیلونه وايي، یو دلیل دا ورکوي، چې ښځې او سړي دې په صنفونو کې ګډه زده کړه نه کوي او همدارنګه د سړو سره دې یوځای کار نه کوي.

سړیو بیا د دغسې بندیزونو څخه ځانونه معاف کړي دي. دوی کولی شي د خپلې خوښې ځای کې درس ووایي یا د ښځو سره په یو دفتر کې کار وکړي.

که څه هم د امریکا د قانون له مخې په ښوونځیو او کار ځایونو کې د ښځو ځورونه سخته منع ده، خو بیا هم افغان سړو ته د ښځو تعلیم او کار د منلو وړ نه دي.

هغه ښځې چې په افغانستان کې یې درس ویلای وي او کار یې کړی وي، هم په کور کښینول کېږي او د خپل راتلونکي په هکله د تصمیم نیولو حق نه لري.

لنډه دا چې په امریکا کې خلکو ته ډېر داسې فرصتونه شته چې د ژوندانه د پرمختګ لارې پرانیزي، خو که افغانې ښځې غواړي چې دغو فرصتونو او موقع ګانو نه په سم ډول ګټه واخلي او په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې پرمخ ولاړې شي نو تر هرڅه دمخه د خپل کور او کورنۍ د سړیو ملاتړ او باور ته اړیتا لري.

سپوږمۍ وزيري کاکړواشنگټن مېشتې افغانه

سپوږمۍ وزيري کاکړ

سپوږمۍ وزيري کاکړ