امريکايي فيلسوف, نوام چومسکي:

 نړۍ د اتومي جګړې پر لور درومي

امريکايي فيلسوف, نوام چومسکي

دا جګړه به پلان شوې نه وي، بلکې تصادفي به وي او د حالاتو په نتيجه کې به رامنځ ته کېږي».

   
نوام چومسکي د نوې اتومي جګړې خبر ورکوي. د ده په نظر نړۍ پخوا هم اتومي جګړې ته نږدې شوې وه خو اوس بيا د اتومي جګړې پر لور مزل لنډوي.
مشهور امريکايي فيلسوف نوام چومسکي وايي چې روسيه او غربي نړۍ يو وار بيا د سړې جګړې دور ته ور وګرځېدل چې نړۍ تهديدوي او د اتومي جګړې خبر له ځان سره لري.

چومسکي دغه څرګندونې له RT ټلويزيوني شبکې سره کړې دي.
په روسيه کې د ستالين د واکمنۍ له ورستيو کلونو راپه دې خوا سړه جګړه پيل شوه. سړه جګړه د روسي او غربي بلاک تر منځ غیر مستقيمه جګړه وه، چې د تېرې پيړۍ په اويایمه او اتيایمه لسيزه کې ډېره تونده شوه او د اتومي جګړې امکانات يې زښت ډېر وو، خو په افغانستان کې د روس له ماتې وروسته، ګورباچوف سړه جګړه پای ته ورسوله.
اوس چې د منځني ختيځ او اوکراين حالات ډېر خراب دي، امريکا او روسيه يو وار بيا خپلې ګټې خوندي کوي، چې په پايله کې بيا سره مخامخ شول او يوه نوې سړه جګړه پيل شوه.
اوس امريکايي فيلسوف نوام چومسکي وايي چې د روسيې او غرب تر منځ اختلافات او په ګټو غير مستقيه جګړه پيل شوې، چې د اتومي جګړې وېره ورسره حتمي ده.
چومسکي وايي چې ناټو خپل اهداف بيخي بدل کړي دي.

ناټو، د ده په اند په نړۍ کې ځان لا پراخوي او غواړي چې د انرژۍ نړيوال سېستم په خپله ولکه کې راولي.
نوام چومسکي وايي، «خطرناکتر حالت اتومي جګړه ده، دا به ډېره وېروونکې وي. د دې جګړې په پايله کې به د جګړې دواړه پيلوونکي محوه کيږي.

پخوا نړۍ څو څو وارې اتومي جګړې ته نږدې شوې وه، او بيا هم نږدې کيدای شي، چې دا ده ورنږدې شوې ده. دا جګړه به پلان شوې نه وي، بلکې تصادفي به وي او د حالاتو په نتيجه کې به رامنځ ته کيږي».
دغه امريکايي فيلسوف په دې باور دی، چې د نړۍ حالات وروسته له هغې خراب شول، چې امريکا په منځني ختيځ کې لاسوهنه پيل کړه.

د امریکاموخه د صدام حسين د نظام ړنګول وو چې له هغې وروسته د منځني ختيځ حالات ډېر ترينګلي شول او هرې خوا نا امني خوره شوې.
له بلې خوا د اوکراين په شخړه کې د غربي نړۍ او روسيې تر منځ ستونځه په اقتصادي او سياسي ګټو کې ده، چې د غربي نړۍ او روسيې تر منځ اړيکې په کې لا سپيرې شوې او خبره تر اقتصادي بنديزونو ورسيده، د ډېری شنونکو په اند دغه ډول لوبه نړۍ ته بد پيغام لري.

ليکوونکی: ايمل ساپی