انځر ښه خوند… روغتیايي ګټې .

انځر ښه خوند... روغتیايي ګټې

انځر له ښه خوند اومزې سربېره ډېرې روغتیايي ګټې لري، انځر دمقناطیس کان بلل کیږي، خوړل یې اعصابو او اندام ته ګټور دی،همدا راز انځر  رژیمي فیبر  لري، چې دوزن په کمولو کې ګټور ثابتیږي. او دانرژۍ سرچینه بلل کیږي.

په المان کې روغتیايي کارپوهان وايي : دانځر د رانیولو پر مهال باید هڅه وشي،چې  پاسته یې راونیول شي، رنګ یې باید تور ته ورته  وي  ، ځکه دا ښه پوخ وي ، چې له  ښه خوند څخه برخمن وي، انځر باید له ونې څخه درا ټولولو یا له بازار څخه دراوړلو سمدلاسه وخوړل شي، که ډېر پاتې شي خپل خوند له لاسه ورکوي.

ځینې ګټې یې په دې ډول دي:

  • دسرطان مخنیوی کوي.
  • کولسترول  کنترولوي
    فشار راټیټوي
  • دشکر ناروغۍ لپاره ګټور دی
  • ستړیا له منځه وړي، دوینې کمښت  لپاره تر ټولو ښه درملنه ده
  • که څوک قبضیت لري ، انځر ورته ډېر ښه دی
  • دجنسي کمزورۍ لپاره هم ګټور دی

ليکوونکی: ايمل ساپی