انګور له نورو ګټو سربیره انسان له مهلکو ناروغیو هم ژغوري


انګور له نورو ګټو سربیره انسان له مهلکو ناروغیو هم ژغوري

انګور د الله (جل جلاله) یو له هغو نعمتونو څخه دی چې ځانګړی خوند لرلو له امله زیات شمیر خلک يي خوښوي. انګور ته د میوو ملکه او د جنت میوه هم ویل کیږي. دغه میوه ډیرې روغتیايي ګټې لري. په دغه میوه کې د پولي فینالک اکسیډنټ ضد خاصیت، مختلف ویټامینونه او ځینې نور معدني مواد شتون لري کوم چې د انسان روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي.

انګور مو له مختلفو ناروغیو ژغوري:
انګور خپل ترکیب کې ډیر زیات ګټور مواد لري چې د هغې له جملې څخه ویټامین اې (A)، سي (C)، کلسیم (Calcium)، اوسپنه (Iron) او پوتاشیم (Potassium) د انسان روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي. انګور نه یوازې دا چې د ساه بندۍ د ناروغۍ لپاره تر ټولو غوره درمل دی بلکه د انګور په ترکیب کې شته ویټامینونه د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم مهم رول لوبوي. له دې سربیره په انګور کې د اکسیډنټ ضد ځانګړی ډول خواص شتون لري کوم چې انسان د غټو کولمو او غدو له سرطان، د زړه له ناروغیو، عصبي ناروغیو، الزایمر، ویروسي او قارچ له ناروغیو څخه ژغوري.

د پوټکي ښکلا لپاره:
په اوسنۍ وخت کې زیات شمیر خلک خپل د پوټکي د ښکلا په اړه اندیښمن وي او د پوټکي د ښکلا لپاره مختلفې هڅې کوي خو ساینس د دغه ډول خلکو او په ځانګړی ډول د ښځو دغې ستونزې لپاره هم د حل غوره لاره پیدا کړې. د پوټکي د ناروغیو متخصصینو په وینا انګور د پوټکي د حفاظت او ښکلا لپاره تر ټولو غوره درمل دی. انګور د انسان پوټکي نرم ساتلو سره د مختلفو دانو او د پوټکي له نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د انسان پوټکی تازه ساتي.

د ویښتانو ښکلا لپاره:
د انګور له دانو څخه جوړ شوی تیل ویښتان پیاوړی کولو سربیره ویښتانو ته ځانګړی ځلا ورکوي. په انګور کې شته د اکسیډنټ ضد خاصیت په سر کې د وینې جریان چټک کوي چې په نتیجه کې د ویښتانو پیاوړي کولو کې ځانګړی مرسته کوي. له دې سربیره د انګورو د دانو څخه لاسته راغلی تیل د سر خشکي په له منځه وړلو کې هم ځانګړې مرسته کوي.

له سرطان څخه ژغورنې لپاره:
انګور یو شمیر ځانګړې ځانګړتیاوې هم لري کوم چې د سرطان په څیر مهلکې ناروغۍ په وړاندې جګړې کې ډیره زیاته مرسته کوي او د سرطاني حجراتو د زیاتیدو مخه نیسي. د یوې څیړنې په پایله کې معلومه شوه چې د انګور د اوبو استعمال د سینې د سرطان څخه مخنیو کولو سربیره د سرطان د نورو ډولونو هم مخنیوی کوي.

د وینې پوره کولو لپاره:
د انګور په ترکیب کې شته ګټور مواد لکه اوسپنه (Iron)، مس (Copper) او منګنیز (Manganese) د بدن د اړتیا وړ وینه پوره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د هاضمې لپاره ډیره زیاته ګټه لري:
د انګور اوبه یا جوس د هاضمې لپاره هم ډیره زیاته ګټه لري. د غوره هاضمې لپاره انګور خپل د ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوئ.

ليکوونکی : ايمل ساپی