د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله کابل ته رسېدلې

د افغان کرېکټ

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ لوبډله د ۲۰۱۵ کال اسيا کرېکټ غوره ليګ اتلولۍ له ګټلو وروسته کابل ته رسېدلې ده.

په دې سياليو کې افغان لوبډلې له متحدو عربي اماراتو، نيپال، کويت، ماليزيا او سعودي عربستان سره لوبې وکړې او ټولې لوبې يې وګټلې.

دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله دغه اتلولۍ ګټي، افغانستان تېر کال په کويټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه او د اځل يې په برياليتوب له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

افغان لوبډله د اګست پر ۲۵ د اسيا غوره ليګ سياليو کې د ګډون په موخه ماليزيا ته سفر کړی او ټولو لوبډلو ته په ماتې ورکولو، د ۱۰ نومرو په لرلو يې دا اتلولي وګټله.

په دغو سياليو کې شپږ لوبډلو ګډون کړی و.

ليکوونکی ايمل ساپی