اشرف غني احمدزی بيا د نړۍ د سلو متفکرينو په نوملړ کې راغلی


ډاکټر اشرف غني احمدزي تېر کال د ورته نوم د ګټلو پر مهال بي بي سي ته وويل :: ((زما احساس دا دى چې هر افغان ځوان ته احساس پيدا کيږي چې يو هلک چې د افغانستان په کلي کې له کوچيانو سره لوى شوى ، مکتب او ټولې لومړنۍ زدکړې يې په افغاسنتان کې کړي ، ټول عشق او علاقه يې له افغانستان سره ده ، کولى شي چې په دنيا باندې تاثير واچوي.))

Ashraf-Ghani__2938933k

په امريکا کې د فارين پاليسي يا بهرنۍ تگلارې په نوم خپرېدونکې مجلې د ٢٠١٠ کال په ارزونه کې د افغانستان د ماليي د پخواني وزير اشرف غني احمدزي نوم د نړۍ د سلو وتلو متفکرينو په نوملړ کې شامل کړى دى.

دغه مجله هر کال ١٠٠ هغه وتلي متفکرين معرفي کوي چې نظريې، يې نړيوال شهرت او اهميت مومي.

د مجلې د سږني لست په ٥٠ مه شمېره کې د دولتونو د اغېز او ظرفيت د لوړولود انستيتوت د بنسټ اېښودونکو، ډاکټر اشرف غني احمدزي او کلار لوک هارت نومونه څنگ په څنگ راغلي دي.

د فارين پاليسۍ يا بهرنۍ تگلارې په نوم دغه امريکايي مجله په خپله ارزونه کې ليکي چې نور خلک په افغانستان کې د جگړې د گټلو پر لارو چارو غور کوي خو د دولت جوړونې د معتبر نړيوال انستيتوت دغه دواړه بنسټ اېښودونکي متفکرين ډاکټر اشرف عني احمد زى او کلار لوک هارت د نورو پر خلاف ، په افغانستان کې د سولې د گټلو پر لارو چارو فکر او غور کوي.

مجله د دغو دواړو متفکرينو مخينې ته چې له يو بل سره توپېر لري ، هم اشاره کوي او ليکي چې ښاغلى احمدزى په افغانستان کې زېږيدلى او رالوى شوى ، د لوېديځ په انستيتيوتونو کې يې د انټروپولوجۍ يا انسانپېژندنې زده کړې کړي.

له ٢٠٠٢ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٤ ميلادي کال پورې د افغانستان د ماليي وزير پاتې شوى او د ٢٠٠٩ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سيالۍ ته هم ولاړ و خو پاتې راغى.

په 2008 کال کې پر خپلو پښو د ناکامو دولتونو د درولو په نوم کتاب تر وروسته اشرف غني احمدزی د يو شمېر نړيوالو موسسو په غوښتنه ځينو هېوادونو ته سفرونه وکړل او دولتونو ته يې مشورې ورکړې .

د ښاغلي احمدزي خلاف اغلې لوک هارت بيا په نړيوال بانک او ملگرو ملتونو کې د لوړو منصبونو تر خپلولو وړاندې يوه حقوق پوه وه او په عين حال کې به يې په بانکونو کې پانگونه کوله .

خو د فارين پاليسۍ مجله ليکي چې په بگرونډ کې له توپير سره سره دوى يو بل ته ورته نظريې لري.

دغه راز مجله پر خپلو پښو د ناکامو دولتونو د درولو په نوم د هغه کتاب يادونه هم کوي چې دغو دواړو متفکرينو په ٢٠٠٨ کال کې په گډه ليکلى او پکې د داسې بېلابېلو پړاوونو د مخې ته کولو وړانديز شوى چې پر مټ يې ناکام دولتونه بيرته پر پښو درېداى شي.

د کتاب له ليکلو وروسته دغه دواړه متفکرين له سوډانه نيولې تر لبنان او له لبنان څخه نيولې تر نيپال پورې حکومتونو د تجربو د شريکولو او سلا مشورو د اخيستو لپاره وربللي.

د مجلې په ليکنه دغه دواړه متفکرين د افغانستان پر روانو حالاتو کلکې نيوکې لري او په دې کې د فساد ډېروالى او د ډېرو پيسو په بدل له بهر څخه د کډوالو افغان تکنوکراتانو د ورستنولو هڅې د هغوى د نيوکو په سر کې راځي.

images

ژوند ليک

ډاکټر اشرف غني احمدزی د دولت جوړونې د نړيوال انستيتوت مشر دی. ددغه معتبر نړيوال انستيتيوت بنسټ د ۲۰۰۵ زېږدي کال په جنوري کې کېښودل شو.

د انستيتوت لويه موخه، خلکو د خپلو دولتونو له لوري د خدمتونو د وړتيا پياوړي کول او پرمختګ دی.

اشرف غني احمدزي په 2001 کال د طالبانو د راپرزېدو پر مهال په بن کې د افغانستان لپاره د لنډ مهالي حکومت په جوړولو کې مهم

رول لوبولی او له هغه وروسته يې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې پاموړ هڅې کړې دي .

ډاکټر اشرف غني احمدزی د بېوزلو خلکو د قانوني واکمن کولو د کمېسيون غړی هم دی.

دا يو خپلواک کمېسيون دی چې د لومړي ځل لپاره يې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام UNDP لخوا بنسټ اېښودل شوی.

زوکړه

ډاکټر اشرف غني احمدزی د طالبانو د ماتې پر مهال د بن په بهير کې مهمه ونډه درلوده.

اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزي زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريزکال د غويي په مياشت کې په پلازمېنه کابل کې زېږېدلی دی.

نوموړی له اره د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د سرخ اب کلي اوسېدونکی دی.

زده کړه

لومړنۍ زده کړې يې په کابل کې د استقلال په عالي ليسه کې او منځنۍ زده کړې يې په حبيبيې عالي ليسه کې کړې دي .

ښاغلی غني احمدزی د ښوونځي د زدکړو پر مهال د (AFS) يو کلن پروګرام د امريکا په متحده ايالاتو کې بشپړ کړی دی .

له امريکا څخه تر راتګه وروسته يې دوولسم ټولګی په حبيبيه عالي ليسه کې ولوست او له همدغه ځايه د دوولسم ټولګي لاسوند واخيست .

له ليسې څخه تر خلاصېدو وروسته کابل پوهنتون ته بريالی شو او هورې تر شپږو مياشتو زده کړو وروسته لبنان ته ولاړ او د سياسي علومو په برخه کې يې د بيروت له امريکايي پوهنتون څخه د ليسانس سند واخيست.

اشرف غني احمدزي خپله لومړنۍ ماسټري هم د سياسي پوهنو په څانګه کې له همدغه پوهنتون څخه اخيستې او دويمه ماسټري يې په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه کې د امريکا له کولمبيا پوهنتون څخه اخيستې ده .

ښاغلي غني احمدزي خپله درېيمه ماسټري هم په نړيوالو اړيکو کې د کولمبيا له پوهنتون څخه اخيستې ده.

تر دې وروسته يې خپله دوکتورا د وګړپوهنې يا انټرپولوجي په څانګه کې واخيسته او هغه هم د کولمبيا له پوهنتون څخه.

دغه راز هغه د مشرتابه يا ليډر شيپ په برخه کې د متحده ايالتونو د هارډ ورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو يو ځانګړی پروګرام هم لوستی دی .

ښاغلي غني احمدزي دوه افتخارۍ ډاکټرۍ PHD هم اخيستې دي ، لومړۍ افتخاري ډاکټري ورته په ٢٠٠٧ کال کې دامريکا د متحده ايالتونو د سکرانټن پوهنتون ورکړه . دويمه افتخاري ډاکټري د ٢٠٠٨ کال په جون کې د کاناډا ګيلف پوهنتون ورکړې ده

images (1)

دندې

اشرف غني احمدزي لس کاله د نړيوال بانک د پاليسۍ او سټراتېژۍ جوړولو په برخه کې کار کړی دی چې په لومړيو پېنځو کلونو کي د ختيځې او سوېلي اسيا د هېوادونو لپاره کارکړی دی او په پاتې پېنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه دندې تر سره کړې دي .

ډاکټر اشرف غني احمدزي په افغانستان کې دننه او د باندې په بېلابېلو هېوادونو کې رسمي دندې تر سره کړې.

-د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د بشري پوهنو په څانګه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد.

-په ١٩٧٧ زېږدي کال کې د ډنمارک په اورهوس پوهنتون کې د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفيسر.

-يو کال د امريکا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بېکلي کې استاد و.

-اته کال د امريکا په مشهور پوهنتون جان هوپکنز کې استاد پاتې شوی دی.

-لس کاله يې د نړيوال بانک د پاليسۍ او سټراتېژۍ جوړولو په برخه کې کار کړی دی چې په لومړيو پېنځو کلونو کي د ختيځې او سوېلي اسيا د هېوادونو لپاره کارکړی دی او په پاتې پېنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه دندې تر سره کړې دي .

له ٢٠٠٢ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٤ ميلادي کال پورې د افغانستان د ماليي د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده .

-له دې وروسته تر 2006 کاله پورې د کابل پوهنتون رييس و، چې ويل کېږي دده د کار پر مهال په پوهنتون کې يو شمېر اصلاحات هم راغلل .

-ډاکټر اشرف غني احمدزى په ٢٠٠٦ کال د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي پوست ته هم ځان

ونوماوه.

-په ٢٠٠٧ کال د ده نوم نړيوالو رسنيو د نړيوال بانک د ريس په توګه رامخې ته کړ.

– او د ٢٠٠٩ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم سيالۍ ته هم ولاړ و خو پاتې راغى.

څيړنې

ډاکټر اشرف غني احمدزي د تاريخ، وګړپوهنې، ادبياتو، سياست ، د ښځو حقونو ، اقتصاد او نور په اړه لسګونه څېړنې کړې دي .

په دغه کتاب کې د يوه نظام او سياسي دولت د اغېزناکتوب، پياوړتيا او ځواکمنتيا لارې چارې په ګوته شوې دي.

په دې وروستيو کې د هغه دوه کتابونه خورا مشهور دي چې يو يې ((د عادلانه نظام لار)) نومېږي چې په پښتو او دري ژبو ليکل شوی او بل يې ((ناکام دولتونه او د هغوی د بري تګلاره)) نومېږي چې په انګريزي ژبه ليکل شوی او او د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون له لوري په اروپا او امريکا کې خپور شوی دی .

وروستي کتاب يې په ټوله نړۍ کې ډېر تاوده بحثونه را وپارول او د فارين پاليسي مجلې د خپل غواري په لړ کې همدغه کتاب د يوې سرچينې په توګه ياد کړی دی .

د کاميابۍ تګلار) تر سرليک لاندي د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

پياوړی شخصيت

بهرنۍ تگلارې يا فارين پاليسي په نامه د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې تېر کال هم ډاکټر اشرف غني احمدزى د نړۍ د پياوړو متفکرينو په نوملړ کې په شلم شمېره کې ځای کړی و.

ډاکټر اشرف غني احمدزى تر اوسه پورې يوازينى افغان دى، چې په ياد شوي لست کې شامل شوى دى . نوموړي هغه مهال په دې اړه خپل احساس بي بي سي ته په دې ټکو کې څرګند کړ: (( زما احساس دا دى چې هر افغان ځوان ته احساس پيدا کيږي چې يو هلک چې د افغانستان په کلي کې له کوچيانو سره لوى شوى ، مکتب او ټولې لومړنۍ زدکړې يې په افغاسنتان کې کړي ، ټول عشق او علاقه يې له افغانستان سره ده ، کولى شي چې په دنيا باندې تاثير واچوي.))

ليکوونکی: ايمل ساپی