امریکا نړۍ ناامنوي


Obama_1927894c

د امریکا متحده ایالاتو نږدې هر دریم کس وسله لري، یانې نږدې ۲۹ سلنه امریکایان د ګڼ شمېر علتونو په سبب د وسلې په ساتنه یا ګرځونه اړ دي

د وسلې د ګرځولو مهو لاملونه کې په ترتیب سره ځان ساتنه (ژوند ، ناموس) ، پر امنیتې چارواکو بې اعتمادي ، مال( کریډټ کارډ ، موټر ، موبایل ، ساعت ..) ساتنه ، د ناقانوني کړنو (غلا ، قتل ..) لپاره ترې استفاده کول او د وسلې ګرځونې شوق ښودل شوې دي.
یوه مهمه پکې داده چې په وسله درلودونکو وګړو کې د نارینو پرتله د ښځو شمېر زیات دی او لامل یې دا ښودل شوې چې اکثره ښځي ویره لري چې په زوره د جنسي حوس ښکار نشي او څوک پرې جنسی تېرې ونکړي.
دا هر څه پداسې حال کې دي چې اکثریت امریکایان د سټریټ کرایم (سرک سر جرمونو) لکه یو څه شکول یا تښتولو او د بعدماشانو د ډلګيو (ګینګ ) څخه پوزې ته راغلې چې د یو شمېر ایالاتونو په مهمو ښارونو کې د ماښامه وروسته څوک په پوره ډاډ ګرځیدلې هم نشي.
یوه جالبه پکې دا هم ده چې د وسلې ساتنې کلتور تر ټولو زیاته وده د کشر بش د حکومت څخه راشروع یانې پر افغانستان او عراق د حملې وروسته کړې ده .
دا او ورسره نور ډیر ،هغه څه دي چې کولمبیا پوهنتون تېره میاشت (جولایی) کې د خپل تحقیق او څیړنیز راپور وروسته خپاره کړه ، دغه تحقیق د یاد پوهنتون لخوا د امریکا د ټولو ایالاتونو او نږدې ټولو مهمو ښارونو د یو شمېر خلکو او اړونده ادراو د چارواکو څخه د پوښتنو او معلوماتو تر لاسه کولو وروسته ترتیب شوې . 
نو خبره مې دا کوله چې خپل یې دا حال وي خپلو خلکو ته امنیت نه شي ورکولې ما او تا ته یې په خدای که تامین کړی بلکې ورځ تر بلې یې خرابوي ځکه راغلې همدې شیطانت او رذالت ته ده.

ليکوونکی:ايمل ساپی