ایا غواړئ چې ماشومان مو مطالعه وکړئ؟


Nazir (9) in class at Charbagh-E-Safa Girls High School in Jalalabad, Nangarhar Province, Eastern Afghanistan. She has 5 brothers and 5 sisters who all go to school. She wants to become a doctor in the future. She said, 'I want to become a doctor to help my country.' She likes to play with pebbles, run and make fun. She received a schoolbag from Act for Peace which she said, ' I liked my schoolbag and its contents. It contained books, notebooks, pencils, pencils, crayons, rubbers, ruler and sharpener. They were really useful. ' (Full Video interview and transcript available. (See Word document Pro Res 422 AIFF 18-03.doc) Thirty years of chronic instability and conflict, and the almost complete lack of educational opportunities for children under the Taliban, have had a dramatic impact on children’s education and well-being in Afghanistan. There are now 2.4 million Afghan girls enrolled in school, compared to just 5,000 in 2001. While the numbers are encouraging, Afghan girls still face many barriers to receiving an education. The quality of education is highly variable, school conditions are often poor and nearly half a million girls who are enrolled do not regularly attend school. With support from Act for Peace, CWS – P/A aims to increase and strengthen girls’ participation and their retention in education, and improve the quality of teaching and learning in primary schools in the Qarghayi district in Laghman province and Surkhrood district in Nangarhar province of Afghanistan.

څيړنو ثابته کړې ده، هغه ماشومان چې له ماشومتوبه مطالعه کوي، په راتلونکي ژوند کې ډېر بریالي وي، ځکه چې دوی تر نورو هغو د ژور فکر خاوندان وي او کولای شي چې

له ستونزو سره منطقي او بې ضرره مقابله وکړي. دا ماشومان تر نورو هغو چي مطالعه یې نه ده کړې پراخه فکر او ‌ډیر مالومات لري.

کله چې دا ماشومان لویان شي خپله ټولنه او وګړي ښه پيژني او پر ځان یې اعتماد لوړ وي او….

خو څنګه کولای شو چې خپل ماشومان له مطالعې سره عادت کړو؟

ـ زما شخصي تجربه داده:

ـ لومړیو کې مې ماشومانو ته یوازې تصویرې مجلې راوړې او هغوی نه به مې غوښتنه کوله چې یادو تصویرونو ته کیسې جوړې کړې. له څه مودې وروسته یې ان لنډې کیسې هم ولیکلې.

د ماشومانو ترمنځ مې د کتاب لوستلو سیالي پیل کړه، هر کس به چې کیسه او د کیسې متن سم او په خوند لوسته او ټول حالتونه یې په پام کې نیول، ډالۍ به مې ورکوله. ځکه که څه ترلاسه کوې نو څه به له لاسه هم ورکوې.

په دې سیالۍ کې غوره کار دا دی چې هر یو کوښښ کوي چې ډالۍ خپله کړي، یانې هر یو به هڅه کوله چې زما قناعت حاصل کړي.

د کیسې د محتوا په هکله مې ترې پوښتنې کولې، د کیسې د ښوونیزو برخو په هکله مې ترې مالومات غوښتل.

ـ زه بار بار وایم چې د ماشوم ذهن لکه سپین کاغذ، د ماشوم سترګې لکه د کامرې سترګه، ټوله ورځ عکاسي کوي او تصویرونه په خپل ذهن کې ذخیره کوي.

۱ـ لوړی ګام دادی چې تاسو خپله له کتاب او مطالعې سره مینه وکړئ، تاسو یانې مور، پلار او د کورنۍ نور مشران یادوم. څو ماشومان مو تاسو ووینې او دغه صحنې عکاسی او په خپل ذهن کې یې خوندي کړي.

نو د خپلو ماشومانو لپاره غوره بېلګه ( الګو) شئ. ځکه چې ماشومان تر وینا عمل ته ډير ارزښت ورکوي، ماشوم هغه څه کوي چې پلار او د کورنۍ مشران یې کوي. کتاب واخلئ، له کتاب او مطالعې سره مینه وکړئ څو چې ستاسو اولادونه ستاسو پر پلونو پل کېږدي.

۲ـ له یو کلنۍ نه خپلو ماشومانو ته قلم، کاغذ، رنګې او تصویري کتابونه ورکړئ چې لوبې پرې وکړي.

۳ـ که امکان یې وي ماشومانو ته غږیزې کیسې واوروئ، له دې سره به یې له کیسو او د کیسو له کتابونو سره مینه پیدا شي.

۴ـ هڅه وکړئ چې خپلو ماشومانو ته کتابونه ډالۍ کړئ٬ یا یې کتاب پلورنځي ته بوځئ چې په خپله خوښه کتاب واخلي. خو هغه کتابونه چې مثبت پیغام ولري.

۵ـ د کتابو لوستلو لپاره وخت تعین کړئ، یا د ورځې او یا هم د شپې لخوا وخت ځانګړی کړئ. کېدای شي چې یوه، یوه کرښه، په وار سره هر یو باندې ولولئ. کېدای شي د غوره لوستلو لپاره ډالۍ هم په پام کې ونیسئ یا هم د کتاب لوستلو لوبه ورسره پیل کړئ.

۶ـ ماشومان د کتاب لوستلو سره عادت کړئ. تاسو کولای شئ چې هره شپه د خوب پر مهال خپلو ماشومانو ته کیسې ووائئ یا یې ورته ولولئ یا هم وخت ورکړئ چې په یوار سره یې هر یو ولولي او نور ورته غوږ وي. په کیسو د ماشومانو نظرونه واخلئ او بحث ورسره وکړئ.

۷ـ د کتابونو او مطالعې په هکله له ماشومانو سره په ډير خوند بحث او خبرې وکړئ، لکه د ډېرې مهمې موضوع په هکله چې بحث کوئ، لکه د ښونځي او علم په هکله چې ورسره بحث کوئ.

۸ـ د ماشومانو د مطالعې لپاره یو ځای ځانګړی کړئ، او نوم پرې د مطالعې خونه کېږدئ، څو ماشومان وسره عادت شي، کله چې ماشوم یادې خونې ته ورځي نو فکر او ذهن به یې له کتاب او مطالعې سره وي.

۹ـ ددې لپاره چې ماشومان له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړئ، په لومړیو کې تاسو ورته کیسې ولولئ یا یې ووایئ. کېدای شي یوه کیسه ورته څو ځله ولولئ څو چې په ټولو اړخونو یې فکر وکړي او کیسه ورته واضحه شي. د کیسې په هکله له ماشومانو هم پوښتنې وکړئ.


۱۰ ـ تاسو کولای شئ چې په ډېرې اسانۍ د خپلو ماشومانو ذوق مالوم کړئ، د بېلګې په توګه، کله چې تلویزیون ګوري، کله چې راډيو اوري، یا هم له خپلو همزولو سره چې لوبې کوي، ورته متوج شئ د هغه خوښه به ډېر ژر وپېژنئ.

۱۱ـ که ماشومان مو د کتاب له لوستلو سره مینه نه لري په همدې هکله ورته کیسې پیدا کړئ او ورته یې ووایئ.

۱۲ـ  که ماشومان کوم کتاب په نمه کې پرېښود، څه ورته مه وایئ،شاید کتاب سم نه وي لیکل شوی، یا هم د ماشومانو په ژبه نه دی لیکل شوی. لامل یې پیدا کړئ او یا هم بل کتاب ور کړئ چې ویې لولي.

۱۳ـ خپلو ماشومانو او د هغوی سواد ته وګورئ او په هماغې کچې ورته کتاب پیدا کړئ.

 

۱۴ ـ هغه ماشومان چې له کتاب لوستلو سره مینه نه لري کېدای شي  تصویري مجلې، رنګه پنسلونه او کتابچې ورته واخلئ.

 ۱۵ـ مطالعه یوازې کتاب پورې مه محدودوئ، ورځپانې، مجلې، اونیزې هرڅه کې چې د ماشومانو لپاره مطالب شته اجازه ورکړئ چې ویې لولي.

۱۶ـ هڅه وکړئ چې ماشومان مو تصویري مجلو ته په خپله کیسه جوړه کړي. وخت ورکړئ چې هڅه وکړي.

۱۷ـ که غواړئ چې غوره مېندې او پلرونه اوسئ او ماشومان مو د زړښت امسا شي همدا نن یې پیل کړئ! خپلو ماشومانو ته کتابونه او مجلې ډالۍ کړئ! دا به تر ټولو غوره ډالۍ وي

 ليکوونکی : ايمل ساپی