برتانیې په افغانستان کې «شرموونکې» ماتې خوړلې


Copy-20of-20afghanistan

یو برتانوي لیکوال او څیړونکي «ویل هاټون» په دې وروستیو کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې برتانیې د افغانستان په جګړه کې «شرموونکې» ماتې خوړلې.

ویل هاټن چې په سیاسي اقتصاد کې تخصص هم لري، په (ابزرور) ورځپاڼه کې د خپلې مقالې په ترڅ کې لیکي چې برتانیې په افغانستان کې د ۴۰ ملیارده سټرلینګ پونډو په ارزښت مصارف کړي، ۴۵۳ عسکر یې وژل شوي، ۲۶۰۰ نور یې ټپیان شوي، او ۲۴۷ عسکرو یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي.

لیکوال زیاتوي چې دغه راز په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې له وژل شوو څخه ډېر لږ یې د طالبانو جنګیالي دي.

دغه برتانوي لیکوال وايي چې په هلمند ولایت کې د برتانویانو پوځي ماموریت «بې ګټې» و. د نوموړي په باور، ځايي حکومت پرمختګ ونه کړ، د بیارغونې هیلې په نهیلۍ بدلې شوې، د کوکنارو کښت وده وکړه، او د خلکو ترمینځ د جګړو اورونه بل شول.

ویل هاټن لیکي، که چیرته په افغانستان کې د برتانیې د پوځي مداخلې هدف دا و چې د هیواد په جنوب کې به د کامیابۍ له لارې د برتانیې امنیت خوندي کړي، نو دا هدف نه دی ترلاسه شوی بلکې برتانیه «تر پخوا ډیره نا ارامه» ده.

لیکوال زیاتوي چې په ۲۰۱۳ کال د برتانیې د لومړي وزیر «ډیویډ کامیرون» دا څرګندونې چې ګواکې په افغانستان کې يې پوځي ماموریت په بریالیتوب سرته رسولی او کولی شي بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، «تیروتنه، عدم رښتینولي، خیانت او له حقایقو څخه تېښته» وه.

د نوموړي په باور، هغه جګړه چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش په مشرۍ د تروریزم پر خلاف پیل شوې، په لویدیځ کې د ښي لاسو لپاره «یوه له تر ټولو ستره ناکامي» بلل کیږي.

ویل هاټن وايي، سره له دې چې په دې جګړه کې دوه ټریلیونه ډالر مصرف شول او په سلهاوو زره خلکو ژوند له لاسه ورکړ او بې کوره شول، نړۍ تر پخوا لا زیاته نا امنه شوه، او په وینا یې جهادي فکر تر پخوا لا ډیر ځواکمن شو.

ليکوونکی : ايمل ساپی