د افغانستان د ځوان معلولینو کرېکټ لوبډلې بنګله دیش ته ماته ورکړه


Afghanistan-cricket-team1

افغانستان په لوبه کې پر دریو وېکټو بریا لاسته راوړه.

د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.

دوی په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ مڼدې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې محمدالله او عبدالله دوه، دوه لوبغاړي، او طفيل او شيرين يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

محمدالله د توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم خپله وړتيا وښوده او ٣٢ منډې يې جوړې کړې.

 ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

دغه راز سنګر ١٩، عبيدالله ١٦، اشرف ١٣ او طفيل ١٣ منډې جوړې کړې.

محمدالله د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې د معلولینو کرېکټ په نړيوالو سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا ده.

افغانستان به خپله بله لوبه سبا (سپتمبر اتمه) د انګلستان د معلولینو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي

ليکوونکی ايمل ساپی