د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا غوره لیګ اتلولي وګټله


afghanistan-cricket-cup-generic

له دې سره افغان لوبډلې وکولی شو د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي او یو ځل بیا یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغانستان په دغو سیالیو کې پنځه لوبې ترسره کړې او ټولې یې وګټلې.

د اسيا د شپږو هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د وږي په ٦مه، د ماليزيا په پلازمينه کوالالمپور کې پيل شوې وې چې نن (سپتمبر دریمه) د افغانستان په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې نن خپله وروستۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه.

د دې لوبې پچه ماليزيا وګټله او لومړى يې پخپله توپوهنه وکړه.

ماليزيا په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ١٠٥ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې نوين الحق ښکلی بالنګ وکړ او د ماليزيا شپږ لوبغاړي يې وسوځول.

دغه راز رشيد خان هم درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢١ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ.

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٠ منډې يې جوړې کړې.

دغه راز وحيدالله شفق ٢٣ او پروېز ملکزي ١٠ منډې جوړې کړې.

دغې بريا سره افغانستان په دې سياليو کې خپلو پنځو لوبو ګټلو سره لس نمرې تر لاسه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

نوين الحق د دې لوبې او حضرت الله ځاځي د ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.

افغان لوبډلې تر دې مخکې په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، نیپال او کویت لوبډلو ته هم په سترو توپیرونو ماته ورکړې وه.

د يادونې وړ ده چې افغانستان تېر کال هم په کويټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه او دا ځل يې په برياليتوب سره له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

ليکوونکی ايمل ساپی