د انسان او خره څه توپير شته؟


Wanderin_mit_Esel1

يو بزګر غوښتل، چې خپل خر د کور مخته وتړي او د دې لپاره يې له خپل ګاونډي د رسۍ غوښتنه وکړه، ګاونډي ورته وويل، چې رسۍ خو نه شته، مګر يوه خبره درته کوم، ويې منه، د رسۍ اړتيا به نه پېښيږي.

ګاونډي ورته وويل، چې ځه ورشه، خپل خره سره داسې حرکتونه وکړه، لکه ته چې خر تړې، له مرۍ يې هسې لاس را تاو کړه، بيا يې ميوګي پورې د تړلو حرکت وکړه، نو ته چې سهار راپورته کېږې، خر به داسې ولاړ وي، لکه تا چې رښتيا تړلی وي. بزګر د خپل ګاونډي په خبره عمل وکړ او لاړ خپل کور کې بې غمه ويده شو.

سهار چې راپورته شو، نو ګوري، چې خر هماغسې په خپل ځای ولاړ دی، لکه ده، چې تړلی وي. بزګر هڅه وکړه، چې خر ځان سره پټي ته بوځي، مګر خر له خپل ځايه نه ښوري، ويې واهه، کش کړ، مګر خره قسم کړی، چې ولاکه يې له خپل ځايه وښوروې.

بزګر خپل ګاونډي ته په شکايت ورغی، چې بيګانی نصيحت خو يې ډېر پر ځای و، مګر اوس دا خر له خپل ځايه نه ښوري او دی غواړي، چې پټي ته يې ځان سره بوځي او کار پرې وکړي.

ګاونډي ورته وويل، چې تا د خره رسۍ پرانيستې؟

بزګر وويل، چې کومه رسۍ؟ رسۍ خو نه شته، ما خو دغسې يو جعلي حرکت کړی و د رسۍ تړلو.

ګاونډي ورته وويل، چې ستا خبره په خپل ځای سمه ده، چې تا خر په رسۍ نه و تړلی، مګر د خره فکر خو دا و، چې دی تړل شوی دی او ورته يې وويل، چې لاړ شه د رسۍ پرانيستو حرکتونه هم وکړه، نو خر به درسره ولاړ شي.

بزګر ولاړ، د خره له غاړې يې د رسۍ پرانيستو جعلي حرکت وکړ او بيا ګوري، چې خر له هر ډول ضد او زور پرته له خپل مالک سره روان شو.

د خره پر دې عادت او خوی د خندا پر ځای بايد فکر وکړو او خپلو کارونو او خويونو ته متوجه شو.

راځئ فکر وکړو، چې موږ تاسې ټول په ځينو داسې خويونو او عادتونو تړل شوي او غلامان يو، چې موږ ته نه ښکاري، په ډېرو وهمي او نفسي عادتونو ګې ګير يو.

راځئ هڅه وکړو، چې دغه پټې او نا څرګندې رسۍ پيدا کړو، چې زموږ په غاړو کې پرتې دي، موږ يې نه وينو او د زموږ د پرمختګ او ښو کارونو مخه يې نيولې ده.

د خره او انسان په توپير پوه شوئ؟

ليکوونکی: ايمل ساپی