د کندز بمبار شوي روغتون کې يو طالب هم نه 


lainfo.es-42119-cqxiwznwuaawywv

د بې پولې ډاکټرانو نړيواله ادارې، د امريکايي چارواکو هغه ادعا په سختو ټکو رد کړې، چې د امريکايي جنګي الوتکو له بمبارۍ وړاندې طالب جنګياليو د بې پولې ډاکټرانو له روغتونه پر امريکايي او افغان عسکرو ډزې کولې.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې طالبانو کندز ښار په بشپړه توګه ونيو او له هغې وروسته امريکايي عسکرو د افغان پوځيانو په ملتيا هڅه وکړه، چې کندز ښار له طالبانو ونيسي، مګر د دوی د وروستيو معلوماتو له مخې کندز ښار لا هم د طالبانو په واک کې دی او اوس هم له ښاره د باندې د افغان امنيتي ځواکونو په مليتا د امريکايانو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

رويټرز خبري اژانس د بې پولې ډاکټرانو د مرکزي دفتر د چارواکو له قوله ليکلي: « کندز کې د ساحوي روغتون دوازه ټوله شپه تړل شوې وه او د روغتون له عملې، ډاکټرانو، ناروغانو او پيوازانو پرته هېڅوک هم په روغتون کې نه وو.»

د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې په نړيوال معيار برابر يو روغتون بمبارول هېڅکله د توجيه او زغمولو وړ نه دی.
رويټرز خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وايي د امريکايي جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله ناروغان او ډاکټران ژوندي سوځيدلي وو.

د بې پولې ډاکټرانو اداره زياتوي: «موږ افغانستان کې د ناټو چارواکو او واشنګټن کې امريکاي لوړپوړو افسرانو ته خبر ورکړ، چې امريکايي الوتکې د زموږ پر روغتون بريد کوي، مګر د دې سربېره امريکايي الوتکو نږدې يو ساعت زموږ پر ساحوي روغتون بمبارۍ ته دوام ورکړ»

دغه روغتون، چې زورګونو ولسي وګړو ته يې وړيا طبي اسانتياوې ورکولې، د امريکايي الوتکو له بمبارۍ سره په اور کې لولپه شو، له خپلو لسګونو ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو سره د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې وسوځېده.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې افغان امنيتي ځواکونو نن د هوا له لارې د کندز خلکو د کندز د بيا نيولو مبارکۍ راوغورځولې او له خلکو يې غوښتنه وکړه، که هر ځای يې نظامي موټر وليدل، نو امنيتي ځواکونو ته دې وسپاري، دا په داسې حال کې، چې د ښار په ګڼو سيمو کې د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي.

ګڼو څارونکو پر امريکايي چارواکو نيوکې وکړې، که د امريکايي چارواکو او افغان حکومت دا دعوه سمه وي، چې د کندز ښار دوی سره دی، نو پر روغتون يې ولې بمبارۍ وکړې؟ امريکايي چارواکو او افغان حکومت تر اوسه د دې او نورو ورته پوښتنو ځواب نه دی ویلی.

ليکوونکی ايمل ساپی