د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره


das-gebet

سهار وختي پاڅيدل د اسلام له نظره :

د اسلام مبارك دين خپل پيروان دشپې وختي ويده كيدو او سها روختي پاڅيدو ته هڅوي لكه چې الله تعا لى(ج) فرما يي : 
[ و قرآن الفجر ان قران الفجر كا ن مشهودا ] يعنى: او د سها ر لمو نځ ادا كړى ځكه داد شپې او ورځي د ملا يكو د 
حا ضريدو وخت دى. 
همدارنگه رسو ل الله (ص)فرمايي: د سها ر دوه ركعته لمو نځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا كې دي غوره دى. 
اوهمدارنګه فرما يي : د ماخستن له لما نځه وروسته د علم له زده كړې نه بغير بل څه ته مه را ټوليږي 
او بل ځاى بيا داسې فرما يي : زما د امت په وختي پا څيدلو كې بر كت اجول شوى . 
سهار وختي پاڅيدل د سا ينس او طب له نظره: 
۱- سها روختي له لمر ختلو مخكى په هوا كې د او زون ګا ز فيصدي زيا ته وي او كراركرار كميږي تردې چې له لمر ختلو وروسته په مكمله تو ګه له مينځه ځي . 
د غه ګا ز د انسان عصبي سيستم ته ډير ګټور دى ، فكري، ذهني او عصبي فعا ليتو نو ته تقويت وركوي او پدغه وخت كې د انسا ن فكري او بدني قوه خپل اعظمي حد ته رسيدلي وي ځكه كومه خوږه وږمه چې سها ر وختي لګيږي د هغى مثا ل بل وخت نه ليدل كيږي. 
۲. د لمرختلو پر وخت د لمر رنګ سو روالي ته نږدي وي او دا معلو مه خبره ده چې سو ر رنګ انسا ن كا ر او فعا ليت ته هڅوي او پدى وخت كې د لمر وړانګې په بدن كې ويټا مين ډي جوړوي. 
۳. سها روختي پا څيدل انسا ن په زيا ت خوب باندې له عا دت كيدلو څخه سا تي او د ا اوس ثا بته شوي چې هغه كسا ن چې په دوامداره تو ګه ډير سا عتو نه په خوب تيروي د زړه په مرضو نو د اخته كيدو زيا ته وړټيا لري ځكه پدى صورت كي انسان زيا ت وخت سا كن وي او پدى سره د ويني په رګو نو كې غوړ موا د رسوب كوي، د ويني فشا ر لوړيږي او دزړه د رګونو د بنديدو له امله د زړه له نا څا پي حملو سره مخ كيږي.
۴. كورتيزول هغه ما ده ده چې د بدن فعا ليت زيا توي په وينه كې د قندونو اندازه لوړوي او بدن ته انرژي او قوت وركوي دا ما ده سها ر وختي په بدن كې خپل لو ړ حد ته رسيږي . 
مسلمانه وروره ! 
پورتنۍ ګټې يوازي د هغو كسا نو په برخه كيږي چې په تيارو كې له درانه خوبه راويښيږي او د كا ينا تو د څښتن په وړاندې په زاريو وي او كه له دغو ګټو سره د لما نځه او اوداسه ګټې هم يو ځاى كړو نو ددنيا هيڅ ګټې ورسره نشي برابريداى. 
دا گټى به څوك له لا سه وركوي ؟ څوك به لدې خيراو بركته محروم وي ؟ 
هغه څوك چې تمامه ورځ په بې ځايه ګرځيدو تيروي اوتر نيمو شپو پوري په عبثياتو اوبې ځايه كا رونو مصروف وي حا ل دا چې اسلام ترې منع كړي.

ليکوونکی: ايمل ساپی