د شرق میانه مغلق سیاسي وضیعت او د هغه د پیشبیني وړ عواقب


شرق میانه د جغرافیایي ارزښت د لحاظه د افغاننستان د جغرافیایي ارزښت سره ورته والئ لري. یعني کوم موقعیتي ارزښت چي افغانستان یې د آسیا په سطح لري، ورته ارزښت یې شرق میانه د ټولي نړۍ په سطح لري. د اسیا بر اعظم دا برخه د افریقا او اوروپا سره زمیني لاره لري او د نړۍ د ټولو وسترو وچو سره ډیري مناسبي بحري لاري لري. که داسي یو تصور وکړو چي ټوله نړۍ دي یو واحد حکومت ولري چي د یوې واحدي پلازمیني په واسطه د ټولي نړۍ ښارونه اداره کړای سي نو د پلازمیني د موقعیت لپاره به د شرق میانه پرته بل بهتر انتخاب و نه لرو. شاید همدا مهم نړیوال مرکزي موقعیت دئ چي د نړیوال استعمار خوبونه لیدونکي یې په هر وخت کي د ځمکي دې برخي ته متوجه کړي دي. الله ج د بشریت د لارښووني لپاره خپل د پیغام د پیل لپاره هم دا سیمه څو ځله انتخاب کړې ده. د الهي ادیانو ټول مقدس مقامات په همدې سیمه کي موقعیت لري. د مسلمانانو، نصرانیانو او یهودو مقدس ځایونه په همدې سیمه کي دي. د دهریانو ( مادیت پرستانو) علایق چي عبارت د مادي پرمختګ او نړیوالي شتمني د انحصار زمینې دي هم په سیمه کي خوندي پرتې دي. همداسبب دئ چي دا سیمه تل د نړیوالو سیاسي دسیسو، نظامي فعالیتونو او د بشر په لاس رامینځ ته سوي بحرانونو او فاجعو شاهده پاته سوې ده. نن هم دا سیمه د یوه خورا پیچلي سیاسي بحران سره مخامخ ده. یوې خوا ته  اسرائیل د یو غیر طبعي دولت په صفت په غیر عادي ډول نه یوازي خپل موجودیت برقراره ساتلئ دئ بلکه د خپلي قلمروه وسعت ته په داسي ډول ادامه ورکوي چي هره ورځ انچ په انچ او متر په متر ځمکه لاندي کوي. دسیمي هیڅ دولت هیڅ شخړه نه ورسره لري (حال دا چي د ټولو دولتونو لانجې باید د همدې دولت سره وای). بلي خوا ته د پیړیو پیړیو راهیسي یو د بل په ګاونډ کي پراته انسانان داسي یو د بل د وینو په تویولو بوخت دي لکه ددوئ د رب لخوا چي دا امر ورته سوئ وي چي یو بل سره مړه کړئ. یوې خوا ته سعودي عربستان او متحده عربي امارات د اسلامي دولت د بینه وړلو لپاره د نړیوال ائتلاف برخه دي او بلي خوا ته په سیمه کي د رافضي شیعګانو د مخ په پراخیدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره په یمن کي د پروتي لغتي وهي. په ایران کي واکمن سپاه پاسداران چي د رافضي شیعګانو د رهبري هسته تشکیلوي په سوریه، عراق او لبنان کي د اسلامي دولت او نورو اهل السنت مسلمانانو وسله والو ډلو په مقابل کي خپل ملاتړي تقویه کوي او بل طرف ته په یمن کي د سعودي عربستان او عرب اماراتو پر ضد د خپلو حلیفانو ملاتړ کوي. اسلامي دولت چي د ټولي نړۍ سره په جګړه کي راګیر سوئ دئ، د قرنطین په حالت کي دئ. د اسلامي دولت د دښمنانو یوه ډله قراردادیانو چي په جګړه کي کله خاصه نتیجه ورنه کړل نو اوس یې یو نوي قراردادي (روسیې) ته د جګړې قرارداد ورسپارلئ دئ. روسان چي په جګړه کي انساني تلفاتو او بشري فاجعو ته خاص ارزښت نه ورکوي، د یوې نوي سفاکي سره د اسلامي دولت د مجاهدینو پر ضد را مخ ته سوي دي. ترکیه چي تر اوسه پوري یې تر ډیره حده ځان د جګړې څخه دباندي ساتلئ وو او په احتیاط سره په جګړه ورګډیدل د نوي مداخلتګرو د راتګ سره یو څه ناراحته ښکاري. دا چي په روانه جګړه کي کوم لوبغاړي د ضعف پر خوا روان دي کوم کوم لوبغاړي د تبارز په حال کي دي، اوس یو څه حالت د واضح کیدو په حال کي دئ. شیعه روافض چي د اسلامي دولت په رامینځ ته کیدو سره په عراق او سوریه کي سخت متضرر سوي وه، په سیمه کي د امریکايي ائتلاف یې د بینه تلو مخه ونیول خو امریکایان دې ته حاضر نه سول چي په زغرده د اهل السنت مسلمانانو پر ضد شیعه روافض تقویه کړي. امریکایانو په ایران، سوریه او عراق کي په ښکاره ډول رافضي واکمنانو ته توصیه وکړل چي اهل السنت مسلمانان هم د ځانه سره په یو څه واک کي شامل کړي او یو څه نمایشي ډیموکراټیک اصلاحات پلي کړي، څو د امریکا دولت د خپل اولس په وړاندي ددوئ ملاتړ ته جواز ورکړای سي. ایران چي د امریکا او اسرائیل سره د اهل السنت مسلمانانو د دولتونو په خنثا کولو کي د مرستي په بدل کي په سیمه کي یو واضح نظامي، اقتصادي او اټومي ابرقدرت جوړیدل غواړي، امریکا یې ټولو غوښتنو ته په مثبت جواب ویلو کي پاته راغلې ده. ایراني روافضو د خپل مکر څخه په ګټه اخیستنه یو ځل بیا خپلو تمویل کونکو ته شکایت وکړ. په نتیجه کي هغوئ و روس ته دا قرارداد وروسپارئ چي په سیمه کي شیعه روافضو ته د سیاست د میدان چغالي کولو لپاره راودانګي. کله چي سعودي عربستان پر یمن باندي برید کولو سره ایران ته د خپل قوت ننداره وړاندي کړل او په ضمن کي یې دا هم ورته وښودل چي امریکا به هیڅ کله فارسیانو ته پر عربو ترجیح ورنه کړي نو ایران بیا د خپل نړیوال نفوذ مظاهره داسي وکړل چی روس ایران ته په لوړه ارتفاع طیاره ویشتونکي توغوندۍ د امریکا د ناخوښي سربیره ورکړې او سوریې ته یې د بشار الاسد پر واک ټینګ ساتلو لپاره پراخ نظامي ملاتړ واستوئ. په دې ورستیو کي د حج مبارک په مراسیمو کي د ګډوډي پیښو او بیا د پلمي څخه په استفاده د ایران د رافضي واکمنانو لخوا و سعوډي عربستان ته د خپلو حاجیانو په وژنه اخطار ورکول، دا ښیي چي د ایران روافض اوس بیا د خمیني د وختو غرور را اخیستئ دئ. ایران په روان سیاسي صورت حال کي درې ستري بریاوي لاس ته راوړي دي چي ددوئ بیباکي یې ورزیاته کړې ده. یو دا چي په ډیره کامیابي سره یې د امریکا په مرسته په عراق کي اهل السنت مسلمانان د واکه وغورزول او خپل ملاتړي شیعه روافض یې د عراق قانوني واکداران کړل. دوهمه ستره بریا یې په سوریه کي د یوه رافضي شیعه رژیم د نسکوریدو څخه ژغورل وه او دریمه بریا یې په یمن کي د ګوښه سوي شیعه رافضي بیرته واک ته رسول وه. دا چي په جګړه کي څومره اهل السنت مسلمانان او شیعګان ووژل سول، دا مهم نه دي مهمه خبره داده چي اوس روافض په ملل متحد کي د څو اسلامي هیوادو استاذيتوب لري او د څو اسلامي هیوادونو سیاست، اردو او دولتي امکانات یې په لاس کي دي. یوازي په اسیا میانه کي نه بلکه په مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او افغانستان په مسلمانانو باندي هم ددوئ تفوذ مخ په زیاتیدو دئ. په مرکزي اسیا کي تاژکستان، په جنوبي اسیا کي پاکستان او د اسیا زړه افغانستان کي هم د ایران د لاسپوڅو نفوذ پر دولتي ادارو باندي خورا زیات سوئ دئ. دا بریاوي یوازي د منظم ډیپلوماټیک سیاست، قوي نړیوال ملاتړ او لوړه درجه سیاسي او استخباراتي روابطو په مټ امکان لري، چي اهل السنت دولتونه پکښي صفر دي. څه ډول ډیپلوماټیک روابط چي ایران او بشار الاسد د روسیې سره درلودله کټ مټ هغسي روابط صدام هم د روسیې سره درلودل یا شاید صدام روسانو ته ډیر ورنیژدې وو. دا خپله یو سوال دئ چي روسانو موثره دفع هوا دصدام څخه وګرزول او ایران ته یې ورکړل. روسان د صدام په ژغورلو کي پاته راغلل او د بشار الاسد په شان بدنامه ډیکټاټور مرستي ته راورسیدل. که چیري اوسنئ جګړه د سوریې د اولسي پاڅون او د عراق د اهل السنتو په ځپلو پای ته ورسیږي، آیا سعودي عربستان او متحده عرب امارات به د روافضو په مینځ کي محصوره پاته نه سي؟؟؟ آیا اسلامي اهل السنت ترکیه به په سیمه کي په بشپړ ډول تجرید نه سي؟؟؟ فلسطین او بیت المقدس وضیعت به څه وي؟؟؟ مصر به پر کومه خوا ولاړ سي؟؟؟ روسان به د اسلامي دولت د ځپلو روسته سیمه پریږدي او که به د خپلو رافضي حلیفانو د نورو سیالو قدرتونو و ځپلو ته ادامه ورکړي؟؟؟ دا هغه سوالونه دي چي کیدای سي چي دقیق جواب یې اوس موجود نه وي خو که دروانو حالاتو تجزیه د ماضي په هنداره کي وکړو نو یو څه مبهم انځورونه مو په فکر کي راتلای سي، چي ډیر وحشتناکه دي. کله چي په افغانستان کي د طالبانو تحریک را پورته سو او پراخ اولسي ملاتړ یې کسب کړ نو د سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او پاکستان لپاره ډیر ښه فرصت وو چي طالبان یې تقویه کړي وای. ددوئ څخه یې داسي ځواک جوړ کړئ وای چي افغانستان یې په خپلو پښو درولئ وای. په افغانستان کي د طالبانو حکومت به نه یوازي د پاکستان د اهل سنت مسلمانانو یو با اعتماده حلیف ثابت سوئ وای، بلي خوا ته به د ایران د رافضي رژیم ددایمي ضعف داسي نقطه وای چي هیڅکله به یې دوئ ته دافرصت نه وای ورکړئ چي حرمین الشریفین د ګواښلو جرائت وکړي. طالبان د روس په مقابل کي هم داسي یو موثره ځواک جوړیدو په حال کي وه چي روس ته به یې ددې جرات اجازه نه وای ورکړې چي د یوه ظالم رافضي ډیکټاټور لپاره په سوریه کي د اهل السنت مسلمانانو وینه توی کړي. که چیري د چیچنیا د مسلمانانو پاڅون په موثریت سره تقویه سوئ وای نن به د مسلمانانو په مقابل کي د روسانو پالیسي د اوسني پالیسي څخه ۱۸۰ درجې توپیر درلودلای. نن هم د روافضو او روسیې لخوا تر ګواښ لاندي د اهل السنت دولتونو پالیسي د افغانستان او پاکستان په مقابل کي درسته نه ده. نن هم دوئ دا هڅي کوي چي په پاکستان او افغانستان کي د طالبانو د اسلامي تحریک سیاسي اونظریاتي هویت د بینه ولاړ سي او طالبان د پاکستان د استخباراتو یوه لاس پوڅې وسله واله ډله پاته سي چي هر وخت د پاکستان استخبارات وکولای سي چي خپله سیاسي دلالي باندي وکړي. دوئ لا ولي تر اوسه په دې نه دي پوهیدلي چي په پاکستان او افغانستان کي د اهل السنت مسلمانانو په خپل مینځ کي جنګیدو وروسته په دې هیوادونو کي د سیاست ډګر به هغه چاته خالي پاته سي چي ډیر وختي یې لا خپل ایمانونه يه روس او ایران پلورلي وه. اوس هم په پاکستان او افغانستان کي د پښتون میشتو کلیواو ښارونو د ورانولو د پالیسي مخنیوی کونکئ څوک نسته. یو وار و طالبانو ته د کندز پریښودل او بیا د طالبانو سره د جګړې په پلمه د ټوله ښار د اولس بمبارول هغه تکتیک دئ چي نن ورځ د ټوله اسلامي نړۍ د اهل السنت مسلمانانو د قتل عام لپاره کارول کیږي……

ليکوونکی: ايمل ساپی