د ځوانانود فوټبال نړیوال جام غوراوي پړاو کې د افغانستان او جاپان لوبه


afghanistan-feiert-sued-asien-meisterschaft_900x510

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سې شنبه پر ورځ (سپتمبر اتمه) د تهران د خپلواکۍ په لوبغالي کې د ۲۰۱۸م کال فوټبال نړیوال جام د لار موندنې په لومړي پړاو کې د پیاوړې لوبډلې جاپان کوربتوب کوي.

بې له شکه، کله چې د جاپان د فوټبال لوبډلې نوم اورو، نو سملاسي مو د هوندا، کاګاوا او اندو په څېر پیاړو لوبغاړو نومونه را په زړه کېږي. هغه لوبغاړي چې نن له اسیا او جاپان ور اخوا د اروپا په غوره لیګونو کې لوبېږي.

هوايي ډګر ته رسېدل او د مینه والو هرکلی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (سپتمبر پنځمه) د تایلنډ له لارې له ۱۲ ساعته الوتنې وروسته تهران ته ورسېده چې د دغې سیالۍ لپاره د چمتوالي په موخه خپل تمرین پیل کړي.

  • جاپان نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو تجربه او د اسیايي لوبو د اتلولۍ ویاړ لري.
  • افغانستان اوسمهال د سوېلي اسیا فوټبال جام لوبو اتل دی.
  • افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړې، سوریې ته یې ماته منلې او له کمبوډیا یې ګتلې ده.
  • د جاپان پر وړاندې لوبه کې لږترلږه د مساوي پایلې تمه لري

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا د ایران هېواد د کوربتوب په توګه غوره کېدو یو دلیل دا دی چې په تهران او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال مېشت دي.

خو په ایران کې د دغه شمېر افغان کډوالو له شتون سربېره د امام خمیني په هوايي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې هرکلي ته ډېر خلک نه وو ورغلي.

د افغان لوبډلې روزونکی سلاوېن سکلزیچ او لوبغاړي یې داسې مهال هوايي ډګر ته ورسېدل چې په تهران کې مېشت یوازې شاوخوا ۳۰ افغانان یې بېرغ په لاس او په لېوالتیا سره سترګې په لاره وو.

پر چاپیریال او اسانتیاوو سختې نیوکې

د لارې لرې والی، یو شمېر کډوال چې اسناد نه لري او د ملي لوبغاړو د رسېدو وخت ښايي له هغو دلایلو وي چې له کبله یې یوازې کم شمېر مینه وال هوايي ډګر ته تللي وو.

په تهران کې د تمرین پیل

د افغان ملي ټیم لوبغاړو پر خپلو مینه والو له تکیې سره د لوبې لپاره د چمتوالي په موخه په تهران کې د شنبې له غرمې وروسته خپل تمرین پیل کړ. د لوبډلې د تمرین په لومړۍ غونډه کې د ښاغلي سکلزیچ او علي عسکر لعلي (د افغان ملي لوبډلې تخنیکي سلاکار) له خوا د تمریني کمپ پر چاپیریال او اسانتیاوو سختې نیوکې وشوې. د نیوکو له کبله د افغان لوبډلې تمرین له دغه ځایه د تهران تختي لوبغالي ته ولېږدول شو.

د جاپان لوبډلې د وړتیا شننه

د افغانستان د ملي لوبدلې روزونکی سکلزیچ بوسنیایی دی او د جاپان پر وړاندې د خپلې لوبډلې د سیالۍ لپاره ځانګړی پلان لري. نوموړي شېبه په شېبه او صحنه په صحنه د جاپان تېرې لوبې څارلې دي او هڅه یې کړې چې د خپلې سیالې لوبډلې ټول تخنیکي ټکي خپلو لوبغاړو ته وښيي.

ښاغلي سکلزیچ په تهران کې په تېرو دریو ورځو کې، خپل ډېر وخت د لوبې پر نظري او عملي اړخونو لګولی دی. د افغانستان ملي لوبډله چې له تکړه او یو شمېر نوو لوبغاړو سره د نړیوال جام غوراوي پړاو ته رسېدلې، له داسې سیال سره مخامخه ده چې د نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو تجربه او د اسیايي لوبو د اتلولۍ ویاړ لري.

د لوبې له لیدو د ۵۰ زره افغان مینه والو محرومېدل

د دغې سیالۍ یوه بله موضوع د خپلواکۍ په لوبغالي کې د نږدې ۵۰ زره افغان مینه والو نه ګډون دی. د خپلواکۍ د ستر لوبغالي په دوهم پوړ کې د څوکیو نشتوالي له کبله او د اسیا فوټبال فدراسیون (ای ایف سي) د پرېکړې پر اساس د لوبغالي دغه ځای کې د مینه والو ننوتلو ته اجازه نه شته. که څه هم دغه چاره د ایران په نړیوالو فوټبال سیالیو کې هم د تطبیق وړ ده. اټکل دی د دغې لوبې د لیدو لپاره نږدې ۳۲ زره مینه وال لوبغالي ته ولاړ شي.

لوبو د اتلولۍ ویاړ لري.

د دغې سیالۍ د ټکټونو د بیو پر لوړوالي هم نیوکې شوې دي. ویل کېږي د دغې لوبې یو ټکټ پر ۵۰ زره ایراني تومانو پلورل کېږي او مینه وال ورته د تهران ښار په زیاترو ځایونو کې لاسرسی لري.

د دواړو ټیمونو لوبې ته مخکتنه

افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړې، سوریې ته یې ماته منلې او له کمبوډیا یې ګتلې ده. د جاپان پر وړاندې لوبه کې لږترلږه د مساوي پایلې تمه لري چې په خپل ګروپ کې بیا ژوندی شي او بل پړاو ته د لار موندلو چانس ترلاسه کړي.

د افغان لوبډلې روزونکی ښاغلی سکلزیچ له لوبې وړاندې په خبري کنفرانس کې وویل، لوبډله یې په بشپړ ډول چمتو ده. هغه په تهران کې د خپلې لوبډلې د مینه والو ډېره ستاینه وکړه. نوموړي ټینګار درلود چې د لوبې میدان ته به د جاپان لوبډلې د ماتولو په موخه ورځي.

بې له شکه، کولی شو دغه سیالي د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې یو تر ټولو مهمه لوبه وبولو. کولی شو نننۍ نېټه (د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر اتمه) د افغانستان د فوټبال په زرغون تاریخ کې ثبته کړو. هر یو کس ښايي د دغې لوبې په اړه ځانګړی او مختلف نظر ولري او کېدای شي ډېری لا له وړاندې جاپان ګټونکی وبولي خو باید له یاده و نه ایستل شي چې فوټبال یوه نه اټکلېدونکې لوبه ده او هېڅکله یې باید په اړه وړاندوینه و نه شي.

ليکوونکی ايمل ساپی