د ولسمشر! خبرې نور بازار نه لري


images

د ولسمشر اشرف غني خبرې په زړه پورې وې او ښايي اوس هم ځینو ته په زړه پورې وي او یا هم ښايي کم خلک دده له خبرو سره مخالف وي. خو ستونزه د عمل ده، له بده مرغه په عمل کې هغه څه نشته چې ولسمشر یې وايي. له همدې امله نږدې یو کال پوره کیږي، خو یو کال موږ ورځ تر بلې په زیاتيدونکو نا امنیو، ګډوډیو او اقتصادي ستونزو کې مزل کړی. ولسمشر په زغرده خپلې هغه خبرې او ژمنې تر پښو لاندې کړې دي چې د قانون د حاکمیت او د ښې حکومتوالۍ په چارو کې یې له خکو سره کړې وې.

د ولس د نارضایتۍ په اوج کې بیا هم داسې څه نه تر سترګو کیږي چې خلک یې تمه لري، بیا نمایشي غونډې دي او داسې کارونو کیږي چې فکر کیږي د ولس له احساساتو سره تړلي او له دې لارې شونې ده چې د ولس رضایت خپل شي. که همدا د اختر په ورځو کې د ولسمشر لیدنو او خبرو ته ځير شو همداسې انځور په کې ښکاري. د بيلګې په ډول ولسمشر د کابل ښاروالۍ د تنظیف د برخې له کارکوونکو سره وکتل. دا یو ښه کار دی او په کار ده چې دغه کارکوونکي وستایل شي او ملاتړ یې وشي. خو دا اصلي او اساسي کار نه دی، اساسي کار دا دی چې ښار او ښاروالۍ ته جدي پام وشي. همدا اوس په کابل ښار کې کثافات ډېر شوي او ویل کیږي چې کابل ښاروالي د موټرو، تيلو او کارکوونکو له ستونزې سره مخ ده، نو که ولسمشر د ستونزې حل غواړي، نو په کار ده چې دغه ستونزې حل کړي.

په همداسې یو بل ګام کې ولسمشر له ځینو محصلینو سره وکتل او اختر مبارکي یې ورکړه. دا هم سم کار دی، خو محصلین د ولسمشر غني په واکمنۍ کې له سختو ستونزو سره مخ دی. د بې ځایه او بې معنی رخصتیو له امله ستونزې را پیدا شوي او محصلین په یو سمستر کې اېله دوې میاشتې سم درس وايي. د شپې درسي پروګرام له ستونزو سره مخ دی او سږ کال خو ورته د کانکور امتحان بیخي وا نه خیستل شو. نو که خبره د ستونزو د حل وي او کوم نمایشي کار نه وي، په کار ده چې اصلي ستونزه ته پام وشي او که یې بیا ترڅنګ دا کارونه وشي، هم پر ځای او سم کار دی.

ولسمشره! خلک نور پوهیږي، نور له خبرو ستړي دي، خلک وینې چې ورځ تر بلې یې اقتصاد خرابیږي، بې کاري زیاتیږي، پانګه تښتي، افغانۍ را لویږي، جګړه زور اخلي، خلک وژل کیږي، ګډوډۍ زیاتیږي او مفسدین د خلکو وینې زبیښي، نو اوس د عمل وخت دی. اوس خلک له اوریدو ستړي دي، خک غواړي وویني. اوس عمل کوه او نور د کمپاین وخت تير دی او ستا پر واکنمۍ هم یو کال تير شوی دی. خلک ناهیلي دي، خلکو ته هیله ورکړه او خلک پر تا او ستا پر حکومت باور له لاسه ورکوي، مه پریږده چې دا باور ختم شي او په عملي ګامونو پر ځان د خپل ولس باور پیاوړی کړه. نور په روغتونو ګرځيدل او تشریفاتي کیسې بازار نه لري. دا چارې خلکو ته امنیت نه شي ورکولی او نه هم وږي انسانان مړولی شي.
ليکوونکی: ايمل ساپی