د درېيمې نړيوالې جګړې بوی راځي


schriftsteller-israelkritik

الماني ليکوال، شاعر او د نوبل جايزې ګټونکی اديب، ګونټر ګراس وايي، چې دی داسې اندېښنه محسوسوي، چې نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې پر لور روانه ده.

۸۷ کلن ګراس «نويه فيستيليشه» الماني ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې په دې وروستيو يې داسې کړنې او اعمال تر سترګو کيږي، چې نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې پر لور ټېل وهي.

«زه دا وايم، چې درېيمه نړيواله جګړه په غير مستقيمه توګه پيل شوې؛ ځکه چې موږ لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه په خپلو سترګو ليدلې ده او له مخې يې دا اندېښنه څرګندوو، چې اوس هم هماغه نښانې شته، چې تېرو نړيوالو جګړو کې مو ليدلې وې.»

د الماني اديبانو «پلار» زياتوي، چې دې زمانه کې جګړې په نوي شکل پيل شوي، د جګړو لامل او پايلې ټول په اقتصادي او پراختيايي فکر ولاړې دي چې د مثال په ډول اوکراين، سوريه او نورو هېوادونو کې يې موږ ګورو.

ګراس وايي: «زه فکر نه کوم، چې د اوکراين ختيځ مينسک کشاله دې د خبرو اترو له لارې حل شي؛ ځکه ما ته داسې نه ښکاري، چې نړيوال قوتونه دې دا مسئله حلول وغواړي، بلکې نړيوال قوتونه د جګړو په سيمو کې د يو بل پر ضد خپل زور ښيي.
د يادونې وړ ده، چې روسي ولسمشر ولاديمير پوتين څه موده وړاندې ګواښ کړی و، که ناټو او امريکا د روسيې د ګټو خنډ شي، نو دوی کولای شي، چې د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه اتومي وسلې وکاروي او نړۍ کې درېيمه نړيواله جګړه پيل شي.

پوټين زياته کړه، چې د جګړې د پېښېدو په صورت کې به دوی د مروجو وسلو څخه کار اخلي او هڅه به کوي، چې تر خپله وسله د اتومي وسلو له کارولو ځان وژغوري او د ټولو هغو بريدونو او تېريو به غاښ ماتوونکی ځواب وايي، چې د روس يا د دوی پر نورو ايتلافي هېوادونو وشي او مسکو دا حق هم لري، چې د اړتيا په صورت کې د ناټو پر ضد له اتومي وسلو کار واخلي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د پوتين د واکمنۍ راهيسې دا لومړی ځل دی، چې روس د خپلو ملي ګټو د ژغورلو لپاره د جګړې د پيلولو ګواښ کوي.

روس د خپلو ګټو د ژغورلو په موخه د جګړو د پيل خبره په داسې حال کې کوي، چې د مسکو او لويديځ اړيکې د تېرې سړې جګړې راهيسې ډېر تاوجنې شوي دي او په عين حال کې اوکراين هم هڅه کوي، چې د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي.

روسيه د نوې جګړه‌ييزې عقيدې له مخې انديښمنه ده، چې اروپا کې د امريکا ځای پر ځای شوي توغندي د دوی امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

پوتين زياته کړه:

«که پر روس يا د روس پر ايتلافيانو هر ډول بريد وشو، مسکو به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او که چا پرې د اتومي وسلو بريد وکړ، نو دوی به هم د اتومي وسلو بريد پرې وکړي او مسکو به هيڅکله هغه ګواښ ونه زغمي، چې زموږ او د ايتلافيانو ملي ګټې په خطر کې غورځوي.»

روس۲۰۱۰م کال راهيسې دا اندينښې څرګنده وي، چې د ناټو پرمختيايي فکر د روس په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی، مګر د روس په ګومان د ناټو ګواښونه د تېر کال راهيسې زيات شوي دي.

پوټين وايي، چې اوکراين د ناټو د ملاتړ او هڅونې له امله روس سره شخړې او لانجې کوي او که ناټو د اوکراين له ملاتړ او همکارۍ لاس وانه خيست، نو روس به دا لږ پاتې اړيکې هم له ناټو سره پرې کړي.

د ناټو وياندې اونا لينګواسکو د پوټين د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې ناټو هيڅکله د روس ملي ګټو لپاره ګواښ نه دی او پر روس يې تور ولګاو، چې د نړيوال قانون سپکاوی کوي او د اروپا امنيت ته ګواښونه پېښوي.

د ناټو وياندې زياته کړه، چې دوی هر ګام د ناټو غړو هېوادونو د امنيت او خوندي کولو په موخه او د نړيوال قانون له مخې اخلي.

ليکوونکی: ايمل ساپی