دکابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون له حقوقي اړخه یونیمګړی تړون دی


دغه تړون له حقوقي اړخه یو نا بشپړ تړون ده ، په دغه تړون کې افغانستان مکلف شوی خو د امریکا لوري یوازې اخلاقي ژمنې کړې.

د دغه تړون یوشمېر مادې د دې ترڅنګ چې الزامي بڼه نه لري د افغانستان د خپلواکۍ پر زیان دي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د شپږمې مادې له مخې که چېرې پر افغانستان د یو بل هېواد له خوا یرغل کېږي، امریکا د دغه تړون له مخې دغه کار یوازې ګواښ بولي، خو د عملي ګام تضمین نه دی ورکړل شوی همدا راز د دغه تړون د لسمې مادې له مخې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو ځمکني او هوايي ځواکونه له استثنايي حالاتو پرته له هر ډول پلټنې، انتظام ،ثبت او څېړنې څخه معاف دي او همدا راز که امریکا د خپلو الوتکو او ځمکنیو وسایطو لپاره هرڅه خدمات غواړي او ترلاسه کوي، له هر ډول مالیاتو معاف ګرځول شوي. د امنیتي تړون د دوولسمې مادې له مخې افغان حکومت له هر ډول بیې پرته د افغان رادیوګانو فرېکونسي امریکایانو ته سپاري او هغوی ترې په خلاص لاس ګټه اخیستلای شي. د دغه تړون د یارلسمه ماده امریکا په افغانستان کې له هر ډول قضایي خوندیتوب ژغوري، افغان لوری بهرنی سرتېری یا ملکي کارکوونکی د یو جرم د ترسره کولو له امله نه شي محاکمه کولی او موافقې له مخې باید ژر تر ژره باید بهرنیو ځواکونو ته وسپارل شي. امریکایان کولی شي په افغانستان کې ځانګړې محکمې ولري. د امنیتي تړون د اوولسمې مادې له مخې امریکا د اموالو او خدماتو د ترلاسه کولو له امله د افغانستان د مالیاتي قوانینو له هر ډول مالیاتو معاف ده او همدا راز ټول بهرنیان په فردي توګه له مالیاتو معاف بلل شوي دي.د دغه تړون له مخې افغانستان امریکا ته د هیواد په نهو سیمو کې د پوځي اډو جوړولو اجازه ورکړې ده چې دغه اډې به په :
1- کابل 2- بګرام 3- مزار شریف 4- هرات 5- کندهار 6 – هلمند “شورابه” 7 – گردیز 8 –جلال اباد 9 – شیندید .همدا راز د هېواد هوايي ډګرونه او بندرونه چې دغه ځواکونه ترې ګټه اخیستلای شي. بګرام هوايي ډګر، کابل هوايي ډ‌ګر ، کندهار هوايي ډګر ، شینډنډ هوايي ډګر ،هرات هوايي ډګر ، مزار شریف هوايي ډګر ،هلمند شوراب هوايي ډګر.

ځمکني بندرونه : د ننګرهار ولایت تورخم بندر، سپین بولدک کندهار ولایت ، تورغونډۍ هرات ولایت ، حیرتان مزارشریف
او شېرخان بندر کندوز ولایت .دغه تړون په لاسلیکولو کې له بيړې کار اخیستل شوی، چې په دې ډول پلي کېدل یې د افغانستان لپاره ګټه نه لري.
((با استفاده از صفحه رسمی رنا درانی ژورنالیست ورزیده تلویزیون آشنای آمریکا)).

لیکوونکی: ايمل ساپی