لغمان


په ټول افغانستان کي څه ښايسته ښکلی لغمان دی

جيګ سپوږمی ته کړو دوران دی

د معارف  په لور  روان  دی

قرغه ئی که دولتشأ دی کله کوټ که شکرمان دی

د کابله  چي  راځی  اول  کڅ  بيا سرخکان  دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

ده زيارت که ولايت دی ادوخيل راباندی ګران دی

ما ذيګر په تيرګړو کي د دی خلکو څه طوفان  دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

د سهار شغلی غوړيږی د چارباغ څه شين آسمان دی

ناستيم  زه د سين  په غاړه  د رباب  سره جانان  دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

هريخوا  د خوشالی  او د  خوښی  په خولو  بيان  دی

د  بابا  صاحب  ميلو  کي  د مينو  څه   باران   دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

ګلکی  که  پاينده  دی د طوطي غوندی  ګويان  دی

په مجلس کي لاس په زنه هرسړی ورته حيران دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

عليشنګ  که الينګار دی دا وطن خو پری  ودان دی

ايمل وائی  چي الفت صاحب افتخار د ټول افغان دی

څه ښايسته  ښکلی  لغمان  دی

ايمل ساپی ويانا / ۰۴/ سيپتمبر/ ۲۰۱۵