انار د افغانستان اقتصاد پیاوړی کولی شي؟


Pomegranate02_edit

کرهڼه او هایدروکاربن کولی شي افغانستان پر ځان بسیا او پر بهرنیو مرستو یې تکیه کمه کړي؟

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه لندن کنفرانس لپاره استازي را غونډ شوي، زموږ همکارانو داود قاري زاده او هارون نجفي زاده د هيواد د دوو مهمو اقتصادي سکتورونو په اړه مالومات را ټول کړي.

په کندهار کې د ميوو حاصلاتو وخت نږدې شوی، هغه ولایت چې اوس د مشهوره انارو پر ځای د طالبانو نوم لپاره ډېر شهرت دی.

د (یا الله، یا الله) غږونو تر منځ د ميوې ټولونکي له نورو کارکونکو غواړي چې له ونو ميوې لاندې ولاړو کسانو ته په احتیاط واچوي.

د تودوخې په نږدې شل سانتي ګراد درجه کې، هوا لا هم معتدله او د ميوو د خوږوالي لپاره ډېره مناسبه ده.

انار په کرېټونو کې ځای پر ځای کيږي او هيواد کې دننه، پاکستان او منځني ختیځ بازارانو او ګودامونو ته لېږدول کيږي.

خو که افغانستان غواړي د انار له خپل مهم حاصل نه ګټه پورته کړي نو باید د اروپا او نورې نړۍ لا ګټورو بازارانو ته لار پیدا کړي.

د زده کړې وخت

د سوېلي انګلستان په یوه فابریکه کې د انارو جوس کارتنونه د تولید خونه کې په حرکت کې دي.

د (پومي ګرېټ) په نامه د ميوې جوسو شرکت د نړۍ له ګوټ ګوټه باکیفیته انار پيري او اوس یې پر افغانستان هم پام دی.

د دغه شرکت مشر اډم پریچارد وايي: “د افغانستان انار د نړۍ تر ټولو ښه انار دي خو دغه هيواد کې لوژستیکي ننګونو ډېرې ستونزې پیدا کړې دي”.

افغانستان په اړه د دې اوونۍ په لندن کنفرانس کې ښاغلی پریچارد هیله من دی چې کابل کې به د جوسو یوې فابریکې سره د ۱۰۰۰ ټنو انارو پيرولو تړون لاسلیک کړي.

دا ښايي په راتلونکو کلونو کې افغانستان کې د کرهڼې ودې لپاره یو ښه پلان او پیل وي.

وروستیو کلونو کې د انارو جوس په ډېرې چټکۍ د بریتانیې بازار نیولی.

ګڼې ننګونې

د کابل دفتر کې ناست ښاغلی پریچارډ او ملګري یې پوهيږي چې له څومره جدي ننګونو سره مخامخ دي.

نجلا حبیب یار د افغانستان د صادراتو د ودې ادارې مشري کوي.

نوموړې ښه خبره ده چې د کوکنارو د ناقانونه کار پر ځای افغان بزګرو لپاره د انارو پر سوداګرۍ ګوزاره کول څومره ګرانه ده.

دې بي بي سي ته وویل: انار “کار، وخت او ښه بازار” ته اړتیا لري.

“بزګر پوهيږي چې کوکنار په هر صورت دوی ته ګټه کوي ان که کښت یې له منځه هم یوړل شي. دا ورته بې جنجاله کار دی”.

سږ کال د اپینو تولید ۱۷ سلنه زیات شوی، د ناامنیو له کبله د کوکنارو له منځه وړلو هڅې له ستونزو سره مخامخې دي.

خو د انارو تولید هم په زیاتيدو دی، فرق یې دا دی چې د کوکنارو پيرلو لپاره خلک خپله دوی ته ورځي او د انارو لپاره باید دوی بازار ولټوي چې دا اسانه کار نه دی.

اغلې حبیب یار وايي: “مهمې ستونزې د سړو خونو، پروسیس او کارتنونو کې ځای پر ځای کولو اسانتیاو نشتوالی دی”.

“په خواشینۍ سره موږ د معیارونو ارزولو او تولیداتو تصدیقولو په نړیواله کچه منل شوې اداره نه لرو”.

پیل کې چې کله (پومي ګرېټ) شرکت کابل کې د جوسو پيرلو هوډ وکړ نو د یادو ستونزو له کبله ورته د پای تولید بیه خورا ګرانه پرېوته.

خو اوس اډم پریچارډ د دې حالت ښه کيدو ته هیله من دی.

نوموړی وايي: “زموږ هڅه دا ده چې کابل کې د تولید فابریکه د دې جوګه شي چې خپل تولیدات په نړیوالو بازارانو کې سیالۍ ته وړاندې کړي”.

اقتصاد غوړول

د افغانستان په شمال کې هم بهرني پانګوال له ځايي شرکتونو سره د اقتصاد پیاوړتیا لپاره کار کوي.

دلته د پای تولید تیل دي.

د سیمې یو تر ټولو ستر سیند امو تر څنګ د قشقري تيلو زېرمه یو له هغو دریو ده چې د چین د تیلو ملي شرکت د افغانستان وطن ګروپ شرکت سره په ګډه په کې کار کوي.

د دغو دوو شرکتونو تر منځ د شراکت ۲۵ کلن تړون په ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو. درې کاله وروسته سیمه کې نوي بنسټونه تر سترګو کيږي خو پرمختګ پڅ دی.

اټکل دی چې په دغو زېرمو کې له ۸۰ میلیون بيرلو ډېر تیل وي.

دا په نړیواله کچه ډېر تیل نه دي خو د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا پر لور د یو مهم ګام پورته کولو لپاره کافي دي، په دې شرط چې د تیلو را ایستلو او پروسیس کار چټک شي.

د کانونو وزارت شمېرې ښيي چې ورځنی تولید د اټکل شوي تولید یوازې یو پر پنځمه برخه جوړوي.

په سیمه کې د پروسیس اسانتیاوې نشته ځکه نو خام تیل باید د څلور ساعته په واټن، له یوې خطرناکې لارې حیراتانو کې تر ټولو نږدې د تیلو چاڼځای ته وليږدول شي.

د ټانکرو یو چلونکی لعل چې پر دې لاره ډېر تګ را تګ کوي وايي هغه او ملګري یې بله چاره نه لري:

نوموړی وايي: “موږ ته پر دې لاره د موټر چلولو یوازې ۲۰۰ امریکايي ډالره راکول کيږي. که پر موږ برید وشي دا به د ۲۰۰ ډالرو لپاره وي. که موږ ټپي شو نو یوازې ۵۰ ډالره راکول کيږي”.

د لعل تر څنګ څو سوه نور کسان د تیلو را ایستلو د پروژې له برکته پیدا شوې دندې تر سره کوي.

افغان-چین سوداګریز تړون له مخې ځايي انجنیران او تخنیکي کارکونکي هم روزل کيږي.

خو له دې پرته ځايي اقتصاد لا د دغه تړون نوره ګټه، لکه ارزانه پیټرول او سون توکي، نه ده لیدلې.

سره له دې، د کانونو وزارت ویاند رفیق صدیقي وایي تیل، غاز او داسې نور تولیدات د افغانستان اقتصادي راتلونکې لپاره مهم دي:

نوموړی وايي: “د ملي یووالي حکومت پلانونو او ښه مدیریت اصولو پر بنسټ، موږ په دې باور یو چې افغانستان د طبیعي سرچینو له لارې ځان اقتصادي ثبات ته رسولی شي. او دا لرې نه ده”.

کارپوهان مني چې په اوږد مهال کې کانونه ښايي د افغانستان اقتصاد کې لوی بدلون راولي.

په ورته وخت کې کرهڼه، هغه سکتور چې ډېری افغانان په کې په کار بوخت دي، باید تشې ډکې کړي.

د (پومي ګرېټ) شرکت مشر اډم پریچارډ په اند د ښه معیار تولیدات لکه انار دغه اړتیا پوره کولی شي.

دی وايي: “که افغانستان غواړي پر خپلو پښو ودرېږي نو په مرستو باید تکیه و نه کړي”.

“لکه څنګه چې انګلستان د مڼو لپاره شهرت لري او ترې د ميوې جوس جوړوي، افغانستان هم له انارو همدا کار اخیستی شي. دې کې هيڅ ستونزه نشته. او زه ډاډه یم چې دا به د هيواد د اقتصاد لپاره یو ښه صنعت شي”.

لکوونکی : ايمل ساپی