افغان کریکټ بورډ د ‘هڅاند سپورت جایزه’ وګټله


Afghanistan-vs-Australia
مالیزیا ته تللی چې د ملي ټیم په استازیتوب دغه جایزه ترلاسه کړي.

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم کولالمپور‎کې د هڅاند سپورت جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان کریکټ بورډ اجراییوي مشر نور محمد مراد مالیزیا ته تللی چې د ملي ټیم په استازیتوب دغه جایزه ترلاسه کړي.

دغه ایوارد هغه نارینه یا ښځې ته ورکول کیږي چې د سپورت په نړۍ کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د سپورت دې جایزې ته د افغانستان کریکټ ملي ټیم نوماند و.

د افغانستان د کریکټ په تېرو ۱۲ کالو کې پاموړ پرمختګ ته په کتلو سره دغه جایزه ورکړل شوې ده.

د افغانستان کریکټ لوبډله په ګڼو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلې ده.

په نړیوال کریکټ کپ کې د افغانستان د کریکټ روزونکی کبیر خان او کپتان محمد نبي و.

د جایزې ورکولو پرمهال دا د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ او ستره بریا ګڼل شوې ده، چې تر لسیزو جګړو وروسته افغانستان په ډېر کم وخت نړیوالې جایزې وګټلې.

د کریکټ بورډ اجراییوي مشر نور محمد مراد وویل: “موږ په ډېر ویاړ دغه جایزه ترلاسه کوو، دا زموږ د لوبغاړو د ډېر هڅو ښکارندويي کوي، چې دې کې د چارواکو او د اداري کوونکو ‎ ۱۲کلن زیار ښيي چې زموږ هېواد کې کریکټ پرمختګ کړی دی”.

هغه دا هم وویل چې: “کریکټ افغانستان کې تر لوبې ورهاخوا نور ارزښت هم لري، د سولې پر ټینګښت، یووالي او پرمختګ هم اغېز لري. فکر کوم دا به موږ وهڅوي چې د کریکټ ټیم لا قوي کولو ته ژمن شو”.

نور محمد مراد زیاته کړه “موږ په خپل ملي ټیم ویاړو، چې د دې لاسته راوړنو وړتیا یې درلوده، موږ به له دوی سره زیات کار وکړو چې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي او خپلې وړتیاوې زیاتې کړي او د ۲۰۱۵ کال لوبو ته ځان چمتو کړو”.

“موږ په مخ کې ډېره اوږده لاره لرو، خو زموږ لوبغاړي خدایي استعداد لري چې باید ښه وروزل شي. په ډېر زیار، کار، وخت او تجربې سره کولی شو چې په نړۍ کې د ښه کریکټ څښتن هېواد وواسو”.

ليکوونکی: ايمل ساپی