افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه


0,,16630933_303,00

د منډو په رسولو کې مهم رول ولوباوه

د زمبابوې په بولاوايو کې نن (يکشنبه، ۱۸ اکتوبر) د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه کې افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.

پچه افغانستان وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د تېرې لوبې په توپير دا ځل د افغان لوبډلې پيل خورا ښه و او د محمد نبي او نور علي ځدراڼ شراکت افغانستان يوه ښه مقام ته ورساوه.

محمد نبي د ۶ شپږيزو او ۳ څلوريزو پر مټ په ۱۲۱ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې او د افغانستان لپاره يې په نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه ووهله.

تر ده وړاندې د کرېکټ ۲۰۱۵ نړيوال جام لوبو کې سميع الله شينواري د سکاټلنډ پر وړاندې ۹۶ منډې کړې وې.

تر نړيوال جام وړاندې لوبډلمشر اصغر ستانکزي د کرېکټ په اسيايي جام کې د بنګله دېش پر وړاندې ناسوځېدلې ۹۰ منډې کړې وې.

نور علي ځدراڼ چې د افغانستان په پښو درولو کې يې له محمد نبي سره لويه مرسته وکړه د ۵ څلوريزو پر مټ ۶۰ منډې وکړې.

اصغر ستانکزی او سميع الله شينواری دوه نور هغه افغان لوبغاړي وو، چې ۲۷۱ ته يې د منډو په رسولو کې مهم رول ولوباوه.

د لوبو د همدې لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې افغانستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او دا د دې لامل شو چې ځينې کسان پر افغان لوبډلې نيوکې وکړي.

افغان توپ اچونکو هم بریدګره لوبه پیل کړه او په څلورم اوور کې د زمبابوې لوبډلې د سر لوبغاړی وسوځاوه.

لوبه تر ډېره د افغان لوبډلې په ګټه وه، خو یو وخت داسې هم راغی چې د سیالې لوبډلې لوبغاړو ډېرې څلوریزې او شپږیزې ووهلې او د لوبې انډول یې یو څه بدل کړ.

خو وروسته افغان توپ اچوونکو ډېرو منډو جوړولو ته پرېنښودل او ټول لوبغاړي یې د ۲۱۳ منډو په جوړولو سره وسوځول.

د افغانستان له لوري افتاب عالم۲، دولت ځدراڼ ۲، سمیع الله شینواري ۲ او محمد نبي عیسی خیل، حمزه شینواري، نوي او ځوان لوبغاړي راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

زمبابوې خپل ټول لوبغاړي په ۴۷ اوور کې له لاسه ورکړل او لوبه افغان لوبډلې د ۵۸ منډو په توپیر وګټله.

لومړی لوبه د زیمبابوې لوبډلې ګټلې وه. ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ بله لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

اوس د دواړو لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ یو یو برابره شوه.

ليکوونکی:ايمل ساپی