افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ ۲-۲ برابره شوه


afghanistan-cricket-ap543

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په درو وېکټو ماتې ورکړه او د روانو لوبو لړۍ اوس ۲-۲ برابره شوه.

محمد شهزاد او نور علي ځدران د لوبې ښه پیل وکړ او د لومړۍ وېکټې لپاره یې د ۷۲ منډو ملګرتیا وکړه.

نور علي ځدران په ۲۳ منډو وسوځېد.

محمد شهزاد نیمه سلیزه پوره کړه او په ۸۱ توپونو یې ۸۰ منډې وکړې.

نوموړي ۳ شپږيزې او ۷ څلوریزې ووهلې او په ۸۰ منډو چوسورو په توپ وسوځېد.

افغانستان د ۱۸۵ منډو هدف په ۴۷ اورونو کې پوره کړ.

له دې وړاندې زمبابوې په ټولو ۵۰ اورونو کې ۱۸۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي يې وسوځېدل.

د زمبابوې په توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې سکندر رضا وکړې.

نوموړي د پنځو څلوریزو او یوې شپږيزې په مرسته ۸۶ منډې وکړې او وسوځېد.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې دولت ځدران درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د توپ اچونې ښه پیل وکړ او ۴۵ منډو یې د زمبابوې څلور لوبغاړي وسوځول.

داسې ښکارېده چې ښايي د زمبابوې ټوله لوبډله تر ۱۵۰ زیاتې منډې ونه شي کړای خو د جانګوې او سکندر رضا تر منځ د ۶۵ منډو ملګرتیا وشوه.

همدې سره د زمبابوې لوبډله وتوانېده چې خپلې منډې ۱۸۴ ته ورسوي.

د روانو لوبو لړۍ اوس د دواړو لوبډلو تر منځ ۲-۲ برابره ده.

وروستۍ او پنځمه لوبه به د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) ترسره شي.

ليکوونکی:ايمل ساپی