اقتصادي مهاجرينو ته په اروپا کي پناه نه ورکول کيږي


1380034446-afghan-refugees-show-their-anger-at-belgian-expulsion-_2780615

د انګلستان لومړی وزير، ډيويډ کامرون د اروپايې ټولنې له غړو هيوادونو څخه غوښتي چې د اقتصادي ملحوظاتو پر اساس اروپا ته راغلي کډوال بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي، تر څو هغه اشخاص چې په واقعي ډول د پناه غوښتنې وړ وي هغوی ته پناه ورکړل شي.
د انګلستان د ولسمشري ماڼۍ لخوا په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی کامرون د تيرې سه شنې په ورځ (
۳۰/۰۹/۲۰۱۵) د فرانسې له ولسمشر، فرانسوا هولاند سره ليدنه کړی او د ليدنې په پای کې دواړه مشرانو هوکړه کړی چې يوازې هغه اشخاصو ته پناه ورکړي چې د سياسې، نژادي، مذهبي او.. ملحوظاتو پر اساس يې ژوند په خطر کې وي نه دا چې د اقتصادي محلوظاتو په اساس له خپلو هيوادونو څخه تښتيدلی وي.
همدارنګه دواړه مشرانو هوکړه کړی چې د سوريې په ګاونډيو هيوادونو کې د بې ځایه شويو سوري کډوالو سره مرسته وکړي او دوی ته د ژوندانه مساعد شرایط رامنځ ته کړي تر څو دوی اروپا ته رانشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ ناسته کې چې د روان کال د سپټمبر په وروستۍ اونۍ کې، د بلجيم په بروسلز ښار کې تر سره شوه، د اروپايې ټولنې په غړو هيوادونو کې د (
۱۲۰۰۰۰) کډوالو د ويشلو پلان تصويب کړ.
دا چې انګلستان د شنګن تړون د غړو هيوادونو سره مشترک سرحد نه لري له دغه پلان څخه مستثنی دي خو، د دې په بدل کې د انګلستان حکومت ژمنه کړی چې تر (
۲۰۲۰) زږديز کال پورې به (۲۰) زره تنه سوري کډوالو ته په انګلستان کې پناه ورکړي.
په ورته وخت کې اروپايې ټولنې مشر، ډونالد توسک د کډوالۍ د اوسنۍ بحران په اړه خپله ژوره انديښنه څرګنده کړی او د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو ناتوانۍ د کډوالۍ د کړکيچ د حل په برخه کې د تشويش وړ بللی. ښاغلی توسک د اروپايې ټولنې له مشرانو څخه غوښتی چې د کډوالۍ د کړکيچ لپاره يو اوږود مهاله کړنلاره ترتيب کړي.
ښاغلی توسک، د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ته په يو ليک کې کښلي چې:
((ډیری داسې مسايل شته چې موږ د هغې له امله يو پر بل تورونه پورې کوو، همدا لامل ده چې د دغه مسايلو لپاره د حللارې په پيدا کولو کې پاتې راغلی يو او نه يو توانيدلي چې د هغوی لپاره ګډې حللارې پيدا کړو))
نوموړې دا هم ليکلي چې:
(( موږ هغه وخت کولای شو چې له يو بل سره همکاري وکړو چې د ګډو مسايلو لپاره مشترک کړنلارې وضع کړو. موږ بايد د کډوالۍ په ګډون د ټولو شريکو مسايلو لپاره ګډې کړنلارې وضع کړو.))

لیکوونکی : ايمل ساپی