امریکا کې د سوکوهنې ”تاریخي او شتمنه” سیالۍ 


Heavyweight champion  Muhammad Ali  ( Cassius Clay)  moves in with a series of amsshes to the face of challenger Floyd Patterson in the sixth round of their title fight at Las Vegas, Nevada on Nov. 22, 1965. (AP Photo)

د یکشنبې په ورځ به د امریکا د نویدا ایالت په مرکز لاس ویګاس کې د فلایډ مې ویتر او مني پکواو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ تر سره شي.

ویل کيږي دغه سیالي به د بوکسوهنې د تاریخ تر ټولو شتمنه سیالي وي.

دا د سوکوهنې په تاريخ کې يوه له لويو لوبو ګڼل کيږي او ټول خلک پرې خبرې کوي.

مې ویتر او پکواو په نړۍ کې تکړه سوک وهوونکي ګڼل کېږي. دا ډېر کم تر سترګو کيږي چې د نړی تر ټولو مشهور او تکړه سوک وهوونکي په يوه مسابقه کې لوبيږي.

ويل کيږي ۱‍۹۸۰ کال کې چې د سپورت طلايي دور ګنل کيده دا ډول لوبې ډېرې ترسره کيدې. د هغه وخت مشهور سوک وهونکي سوګر رې لينورډ، تومس هيرنز، رابيرټو ډيورن او مروين هګلر وو.

سوکوهنه دوه مشهورو لوبغاړو ته چې مې ويتر او پکواو دی اړتيا لري چې يو ځل بيا يې په نړۍ کې تر ټولو لوی سپورت وګرځي.

۳۸ کلن فلایډ مې ویتر تراوسه په ۴۷ مسابقو کې برخه اخيستې چې يوه يې هم نه ده بايللې او پنځه ځله يې د وزن په بيلابيلو لوبو کې د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی.

۳۶ کلن مای پکواو شپږ ځله د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی او په ۶۴ لوبو کې يې يوازې پنځه بايللې دي.

له اقتصادي پلوه دا به تر ټولو لويه لوبه وي خو تراوسه معلومه نه ده چې هر لوبغاړی به څومره پيسې وګټي خو داسې وړاندوینې دي چې مې ویتر به ۱۵۰ ميليون او پکواو ۱۰۰ ميليون ډالر ترلاسه کړي.

د دې لوبو ټکټ شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر ټاکل شوی او وايي که څوک غواړي دا لوبه په کور کې په تلويزيون وګوري، نو ۱۰۰ ډالر به ورکوي.

ويل کيږي دا لوبه به شاوخوا ۴۰۰ ميليون ډالر جوړ کړي.

که چيرې د سوک وهنې دا لوبه ښه ترسره شي نو کېدای شي په راتلونکي سپتمبر مياشت کې بيا دا مسابقه وشي.

د سیالۍ نور سیمه ییز اتلان په دې باور دي چې په سیالۍ کې ښکيل یاد دوه لوبغاړي ممکن له ستونزو سره مخامخ شي.

دواړه لوبغاړي به د یکشنبې ورځې تر سیالۍ وروسته په ګډه ۲۱۵ میلیونه پاونډه واخلي.

ټاکل شوې د سوکوهنې د سیالۍ ګتونکی به د سپک وزن له پخواني نړیوال اتل عامر خان سره سیالۍ ته ووځي.

خپله عامر خان د فلایډ مای ویتر او مني پکواو سیالیو ته هیله من دی او وايي چې دواړو لوبغاړي ښه وړتیا لري او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

دغې لوبې ته له تيرو لسو کلونو راهیسې خلک په انتظار وو.

پکواو او مې ویتر د سوکوهنې په نړۍ کې ډېر مشهور لوبغاړي دي، چې فلپینی پکواو فلپین کې د ‘ملي قبضې’ په نامه هم یادېږي.

د مې ویتر پلار چې په عین حال کې د خپل زوی روزونکی هم دی، وايي، زوی یې د سیالۍ له پیليدا مخکې ګټونکی دی: ”په ټول ژوند کې مې ددغې لوبې په څير په هيڅ سیالۍ کې د ګټلو هیله نه ده کړې”.

ليکوونکی: ايمل ساپی