برتانیا چارواکي له بې کوره ځوانانو سره مرستې کې پاتې راغلي 


9ea793a5-706e-4789-8734-7d44beaf0a10

 موندنې کې مرسته شوې

داسې ۳۰ زره ځوانان چې بې کوره دي او یا هم د بې کوره کېدو له خطر سره مخامخ دي، د چارواکو له لوري تش لاس ستانه شوي دي.

د بې کورۍ اړوند خیریه ټولنه ‘سینټرپوانیټ ‘ مسوولین وايي لږ تر لږه داسې ۱۳۶ زره کسانو چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۴ کلونو پورې وو، د مرستې غوښتنه کړې، خو وايي یوازې ۱۰۶ زره هغو سره مرسته شوې ده.

رپوټ کې ویل شوي، چې د انګلستان او ویلز ځايي شوراګانې نه دي توانیدلې د اړو ځوانانو له یو شمير سره مرسته وکړي.

تېرکال داسې یوازې ۴۰ سلنه کسانو سره چې په بيړنۍ توګه یې د سر پناه موندلو وړتیا درلوده موندنې کې مرسته شوې وه.

په ویلز کې بیا دغه کچه ۶۰ سلنه وه.

سینټر پواینټ وايي، په ټولو قضیو کې له مرستې پرته ښايي یو شمير ناتوانه کسان چې بيړنۍ سرپناه ته اړتیا لري او په قانوني توګه یې اهل هم دي، بې سرپناه پاتې شي، چې وايي دې سره به دغه کسان له خطر سره مخامخ شي.

د دغې ادارې مسوولین وايي ځايي چارواکي د اړو کسانو شميرې نه ثبتوي او دې سره داسې اندېښنه شته، چې کیدای شي د اړو کسانو شمير ډېر وي.

دوی دغه راز وايي هغه شميرې چې حکومتي چارواکي یې ښيي یوازې د ‘تصویر یوه برخه’ څرګندوي.

وايي، حکومتي شمېرې یوازې د هغو خلکو شمير ښيي، چې ‘ قانوناً ‘ بې کوره دي.

دا هغه کسان دي، چې ځايي چارواکي ورته د یوه مناسب پناه ځای لټون کوي.

دغه نوی رپوټ که څه هم وايي اته برابره ځوانان داسې دي، چې سرپناه نه لري، خو وايي د قانون له مخې بې کوره نه بلل کيږي.

ليکوونکی: ايمل ساپی