د افغان ځوانانو ته د پوهنتونونو چانسونه


Angel_Center_at_Kabul_University

ددپوهنتونونو کې پر زده کړو بوختفغان پوهنتونونو نړيوال غړيتوب ترلاسه کړ دي

د افغانستان ۱۱ حکومتي پوهنتونونو د نړيوالو پوهنتونونو د شورا غړيتوب ترلاسه کړی دی.

د استادانو ترمنځ د تجربو شريکول، د فني همکاريو ترلاسه کول او د نصاب شريکول په دغه شورا کې د غړيتوب ترلاسه کولو امتيازونه بلل شوي دي.

د افغانستان پوهنتونونو په تيرو ۱۱ کلونو کې د کميت له اړخه پرمختګ کړی او اوسمهال دغه هيواد له ۱۰۰ زيات دولتي او خصوصي پوهنتونونه لري.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، چې وروسته له دې افغانستان د نړيوالو پوهنتونونو د شورا ۲۷ غړی شو.

د ترکيې، عراق، لېبيا، قزاقستان او کانګو د معتبرو پوهنتونونو د رييسانو په ګډون ۱۶ کسيز پلاوی افغانستان کې دی.

دغه پلاوي پنځه ورځې د افغانستان له پوهنتونونو ليدنه وکړه او اعلان يې وکړ چې د دغه هيواد ۱۱ پوهنتونونه د پوهنتونونو د نړيوالې شورا د نويو غړو په توګه مني.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد په دغه شورا کې د يوولسو افغان پوهنتونونو د غړيتوب له امله مبارکي وويله:

“هغه هيوادونه چې د نړيوالو پوهنتونونو د شورا غړيتوب لري ۲۶ هيوادونه دي چې ۱۵۰ پوهنتونونه د دغې شورا غړي دي. د افغانستان ۱۱ پوهنتونونه د بيلګې په ډول د کابل پوهنتون، طبي پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، پوليتخنيک پوهنتون، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، پکتيا، خوست او کونر پوهنتونه يې نوي غړي شول. دا د افغانستان د خلکو لپاره يو ښه خبر دی.”

پوښتنه دا ده چې چې د نړيوالو پوهنتونونو په شورا کې غړيتوب د افغان پوهنتونونو پر کيفيت څومره اغيز شيندي.

موږ د کابل پوهنتون وکوت، موږ دا يو ښه پوهنتون چې ښه ماغزه هم په کې دي وموند. خو ومو ليدل چې د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر څه نه لري. موږ د دغو ستونزو د هواري هڅه کوو.اورهان حکمت عزيز

د دغې شورا رييس اورهان حکمت عزيز وويل، چې د پوهنتونونو د وړتيا لوړول، د درسونو معياري کول او د تجربو شريکول په دغه شورا کې د غړيتوب ګټې دي:

“موږ د کابل پوهنتون وکوت، موږ دا يو ښه پوهنتون چې ښه ماغزه هم په کې دي وموند. خو ومو ليدل چې د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر څه نه لري. موږ د دغو ستونزو د هواري هڅه کوو.”

ښاغلي حکمت عزيز وويل زموږ يو هدف دا دی چې د خلکو ژوند ښه شي او د اسيا، اروپا، امريکا او افريقا پوهنتونونه د خپلو خلکو د ژوند د کچې لوړولو لپاره مخکښ وي.

افغانستان دمګړۍ له ۳۰ زيات حکومتي پوهنتونونه او له ۷۵ ډېرې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې لري، په داسې حال کې چې ۱۱ کاله وړاندې يې يوازې شپږ پوهنتونونه لرل.

اوسمهال شاوخوا ۲۵۰زره ځوانان د افغانستان په حکومتي او خصوصي پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي.

بل خوا د افغانستان نژدې ۲۰زره ځوانان په هند، ماليزيا، پاکستان، فرانسه، جرمني، امريکا او روسيه کې لوړې زده ترلاسه کوي.

خو له دې سره سره هر کال لسګونه زره د دولسم ټولګي فارغان نه شي کولی، د لوړو زده کړو موسسو ته لار ومومي.

لیکوونکی: ايمل ساپی