د افغانستان اقتصادي اړیکي ګاونډيو سره



د نړۍ زیاتره ه
يوادونه د تولید د عواملو د نا انډوله وېش له کبله له یو بل سره تړلې دي او دغه تړلتیا دومره غښتلې وي، چې ان په زیاتره مواردو کې سرحدې ستونزې او سلیقوي اختلافات هم نه شي کولای چې د سوداګرو اړیکو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
د ټولنو اقتصادي پراختیا او پرمختګ د ه
يوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت پورې اړه لري او د اړیکو د ټینګښت یوازېنۍ لار سوداګري ده، ځکه چې سوداګري د هيوادونو د نږدېوالي اساسي عنصر او د هغوی له بهرني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکه لري، همدارنګه د هيوادونو د اقتصادي ودې په چټکتیا کې تجارت د یوې مهمي وسیلې په توګه عمل کوي.
د افغانستان لرغوني تاریخ ته په پام سره، د ورېښمو لار چې پر افغانستان باندې ت
يره شوې ده او د پيړیو په اوږدو کې پر همدې لار د ختیځ او لویدیځ تجارتي کاروانونه تيرېدل او همدا لاره د دې کاروانونو یو مهم مسیر و، نو له همدې کبله افغانستان په عنعنوي توګه د توکو د ليږد راليږد او تبادلې په برخه کې پخوانۍ مخینه لري.
د سمندري ټرانزیټ او لارو تر کشف وړاندې د سوداګریزو توکو ل
يږد راليږد یواځې د وچې له لارې تر سره کيده او هغه مهم معبر چې د پخوانۍ زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود، هغه د ورېښمو لار ګڼل کیږي. له دې لارې څخه پر ورېښمو سربيره، کاني، نباتې او حیواني محصولات هم بيلابيلو هېوادونو ته صادرېدل. خو د سمندري لارو تر پراختیا وروسته دغه مسیر له پامه ولوېد او د ډېرو کلونو لپاره له ګاونډیو هيوادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو، ځکه چې افغانستان سمندر ته لار نه لرله او د ورېښمو په لار تګ راتګ هم محدود او ان بيخي له منځه لاړ. له بلې خوا په افغانستان کې کورنۍ جګړې او بهرنیو یرغلګرو بریدونه کول، څو له دې لارې هند ته لار پیدا کړي.
پاتې دې نه وي چې د ورېښمو لار تر اتلسمې پ
يړۍ پورې دوام وکړ، یعنې سوداګریزو کاروانونو به تر اتلسمې پيړۍ پورې پر دې لار تګ راتګ کاوه، په نولسمه پيړۍ کې د هېواد تجارت له سره وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، ميوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوګانو، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څير بهر ته د افغاني صادراتو لړۍ پیل شوه. په همدې ترتیب هغه وخت د افغانستان واردات لکه څنګه چې Fisher د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې په خپله رساله کې یادونه کړې ده، شالونه، جامې، وړین توکي، چای، قند، چیني لوښي، هګۍ، د وریښمو چینجي او داسې نور شیان د وریښمو له لارې به د افغانستان ګاونډیو هيوادونو ته صادرېدل او له هغه ځایه به د اړتیا وړ مصرفي توکې بيرته د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته تلل، افغانانو به هم د اړتیا وړ توکي خپل هيواد ته را واردول.
افغانستان د جنوب ختیځ له لوري تر هند، د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي اړیکې لرلې. په 1919 زیږدیز کال کې د افغانستان د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته د نورو بدلونونو ترڅنګ، د ه
يواد تجارتي اړیکې هم پراخې شوې، چې په دې لړ کې افغانستان له بيلابيلو هيوادونو سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړ. په دې موده کې یو شمير شرکتونه رامنځته شول او تجارت خورا ښه بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځینو تجارتي توکیو باندې تعرفه کمه او پر ځینو نورو بيخي له مینځه یوړل شوې. د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وارداتو په وړاندې ګمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوې او د دې تعرفو یواځېنی لامل دا ؤ، چې افغانان په خپل هيواد کې له خپلو توکو استفاده وکړي، تر څو د هغو توکو د کارونې مخه ونیول شي، چې له بهرنیو هيوادونو څخه واردېدل. دننه په هیواد کې توکي په لوړ کیفیت سره تولیدېدل. د یادونې وړ ده چې د هيواد اقتصادي اړیکې له ګاونډیو هيوداونو سره په بيلابيلو وختونو کې متفاوتې وې. له ګاونډیو هيوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان، ایران او روسیې سره د هيواد سوداګریزو اړیکو څرنګوالي پر سوداګریزو اړیکو اغيز ښندلی دی. یواځينی هيواد چې زموږ په ګاونډ کې پروت دی، هغه هندوستان دی، چې له افغانستان سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکي تل روښانه او پرمختلونکې دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلی شو چې په دې وروستیو کلونو کې ډېر ښه والی راغلی دی، د پاتې نورو هيوادونو لکه پاکستان، ایران او روسیې سیاسي او اقتصادي اړیکي تر ډېره د نیوکو لاندې راغلي او تر نن ورځې پورې د افغانستان دولتې چارواکې ورڅخه سر ټکوي. دا هغه هيوادونه دي چې تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه ګوني او ناوړه سیاستونه لوبولي دي. پاکستان یواځينی هغه هېواد دی چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان په ورانۍ کې خپل رول ادا کړی دی او له دې حقیقت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی، ځکه داسې ډېر ښکاره حقیقتونه مو د رسنیو له لارې اورېدلي او لیدلي دي چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ډاګه سره د افغانستان د ویجاړونې په اړه څرګندونې کړې دي.
اوس غواړو چې د افغانستان موجوده سوداګریزو اړیکو ته یوه لنډه کتنه وکړو،  چې افغانستان له ګاونډیو ه
يوادونو سره څه ډول سوداګریزې اړیکې لري او دا اړیکې تر کومه بریده زموږ په ګټه دي.
هغه ارزښت ته په کتو سره، چې اقتصاد په نړیوالو اړیکو کې خپل  کړی دی، د هر ه
يواد استازي هڅه کوي چې خپلمنځي سوداګریزي اړیکې سره نږدې کړي. افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اغيزې له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شوي دي، دومره یې وکړای شول چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره غوره سوداګریزي اړیکي ولري. له همدې امله د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د صادراتي مالونو کچه له حده ډيره شوې، ځکه چې افغانستان د خورا ښه اقتصادي ظرفیت لرونکی دی او په ډیره لږه موده کې یې د ګاونډیو هيوادنو ترمنځ د تجارتي فضاء د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول تر سره کړ. خو د افغانستان په اړه نا سم ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې ګاونډیان تر ډېره افغانستان ته له اقتصادي لید لوري نه، بلکې له سیاسي هغه څخه ګوري. که په تجارتي او اقتصادي اړیکو کې سیاسي علاقې او سلیقي کمرنګه شي، د دغو ګاونډیو هيوادونو ترمنځ ورته اړیکي پیاوړي کيدلی شي او افغانستان په سیمه کې د تجارتي فضا د ښه والي په برخه کې خپل مهم رول ترسره کولای شي، خو له بده مرغه دلته دننه په افغانستان کې داسې یو اداري نظام نه لرو چې خپلې شته اړیکې له ګاونډیو هيوادونو سره په برابره توګه پرمخ یوسي. بله مهمه موضوع چې باید زموږ دولت ورته پاملرنه وکړي، هغه د افغانستان کورني تولیدات دي. نن ورځ په افغانستان کې داسې ډېر مصرفي توکې شته چې تولیدیږي، خو د افسوس ځای دا دی چې بازار ورته نه لرو او نه د دولت له خوا ورته پاملرنه کیږي. هغه مصرفي توکي چې زموږ په هيواد کې تولیدېږي، دولت ته په کار ده چې بازار ورته پیدا کړي او بازار به هغه وخت ورته برابریږي چې دولت پر مشابه یا ورته توکو باندې ګمرکې تعرفې لوړه کړي، ترڅو د هيواد کورني تولیدات حمایه شي او دننه په افغانستان کې ورته منظم بازار پیدا شي. د دې ترڅنګ بله مهمه موضوع چې دولت یې باید په پام کې ونیسي، هغه د افغانستان اوسنۍ سوداګریزې چارې دي. افغانستان اوس د تجارت یا سوداګرۍ په برخه کې یو لیبرال هيواد دی، په داسي حال کې  ګاونډي هيوادونه یې له حمایوي تجارتي سیاست څخه پیروي کوي او دغه سیاست په افغانستان کې د داخلي تولید او استخدام د زیاتوالي هڅې له ستونزې سره مخ کولای شي، لکه چې جوته ده نن سبا د هيواد کورني تولیدات له همدې ستونزې سره مخ دي.

ليکوونکی: ايمل ساپی