د چین د اقتصاد راپورته کيدل، د امریکا اند ېښنه


ولسمشر شي جین پینګ د امریکا متحدو ایالتونوته د دولتي سفر په وخت د اوباما کورنۍ سره د ماښام ډوډۍ وخوړه (د AFP تصویر)

“د امریکا متحده ایالتونه د داسې یو چین د راپورته کېدو هرکلی کوي چې سوله ییز، باثباته، مرفه او په نړیوالو چارو کې یوبا مسؤولیته لوبغاړي وي. “

ولسمشر اوباما دا خبره د جمعې په ورځ هغه مهال وکړه چې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر شي جین پینګ ترڅنګ ولاړ و.

له دې خبرې څخه کوم خبرجوړ نه شو. خو، هرکله چې ښاغلی اوباما له چیني مشر سره ګوري همدا خبره تکراروي.

د چين د راپورته کيدو په وړاندې د امریکا مشروط هرکلی د نړۍ د ترټولو مهمو دوه اړخیزو اړیکو یو مهم اصل دی.

په تېرو څلویښتو کلونو کې د اتو ولسمشرانو د حکومتونو په وخت کې همدغه اصل د چین په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د تګلارې لارښوونکی و.

په تاریخ کې پخوا هېڅکله یو سترځواک په ډېرو بيلابيلو ډګرونو کې دومره ګړندی پرمختګ نه دی کړی، لکه اوس چې يې موږ په چین کې وینو. په درې لنډو لسیزو کې، یو وروسته پاتې کروندګر ملت د نړۍ د صنعتي محصولاتو ترټولو ستر تولیدونکي او ترټولوسترسوداګر باندې بدل شو.

کېدای شي د ولسمشر شي جین پینګ د حکومت په موده کې چین له امریکا نه مخکې شي او د نړۍ ترټولو ستر اقتصاد باندې بدل شي.

یوازې د امریکا متحدو ایالتونو سره د چین تجارت په ۱۹۷۹کې چې ددوی اړیکي جوړ شول له ۲ میلیاردو ډالرو څخه تېر کال نژدې ۶۰۰ ملیاردو ډالرو ته لوړ شو.

د دوی اړیکې پراخ او ژور دي، همکاري يې ترمنځ ډېره ده خو یو له بله سره ډېره سیالي هم کوي. دواړه ولسمشران ښه پوهیږي چې که د همکاري ځای سیالي ونیسي څومره خطرونه به ولري.

د توسیدیدیس دام

ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د سییټل په ښار کې په خپلې وینا کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې سیالۍ د خطر په اړه وویل: “په نړۍ کې د توسیدیدیس د دام په نامه کوم څه نشته. خو که ستر هېوادونه د ستراتیژیکې ناسمې محاسبې غلطي تکرار کړي، کېدای شي د ځان لپاره دغسې یو دام رامنځته کړي. “

د توسیدیدیس دام؟ توسیدیدیس یو لرغونی یونانی تاریخ پوه، فیلسوف او پوځي جنرال و چې ۲۰۰۰ کاله وړاندې يې په یونان کې ژوند کوه. دغه تاریخ پوه د عیسی له زیږیدو نه پنځه پېړۍ مخکې د آتن اوسیدونکو او سپارتا خلکوترمنځ د جګړې کیسه کړې. توسیدیدیس ویلي پداسې حال کې چې د آتن واکمنۍ ورځ په ورځ پیاوړې کېده، د سپارتا خلک اندېښمن شول چې کېدای شي آتن ډېر پیاوړی شي او د سپارتا واکمنۍ له منځه یوسي، نوځکه يې له وړاندې پر آتن برید وکړ.

دغه دام چې د یوناني فیلسوف په نامه یادیږي هغه وخت رامنځته کیږي چې یو کړندی راپورته کیدونکی او پیاوړی کیدونکی ځواک لکه چین د یوموجود ځواک لکه د امریکا متحدو ایالتونو په وړاندې د واک په انډول کې بدلون راولي او له امله يې جګړه رامنځته شي.

راپورته کيدونکی ځواک به په نړیوالوچارو کې لوی تره ونډه غواړي او د نړۍ موجود زبرځواک به د موجود حالت د ساتنې هڅه کوي.

فیلسوف اوتاریخ پوه توسیدیدیس وايي چې دغسې یوحالت د آتن او سپارتا ترمنځ د جګړې سبب شو او دواړه په دې دام کې راګیرشول. نژدې ۲۵۰۰ کاله وروسته اوس د ولسمشر شي جین پینګ په وینا کې دا خبره یاده شوې ځکه ځینې ستراتیژیک متفکرین باور لري چې د چین او امریکا متحدو ایالتونو نننی حالت د آتن او سپارتا حالت ته ورته دی.

له ځینواړخونو په اوسني وخت کې خطرونه لاډیر دي. د آتن او سپارتا خلک لږترلږه د ژبې او کلتور له پلوه یوله بله سره نژدې وو. د لومړۍ نړیوالې جکړې نه مخکې بریتانیا او جرمني هم یو شمېر ګډ ارزښتونه درلودل، او هغه وخت خلکو لیدل چې ستراتیژیکه سیالي د دواړو اړخونو په ګټه نه وه او جګړه له مصیبت نه ډکه بلل کيده. خو دا په دې معنا نه وه چې هغوی د جګړې مخه نیولای شوای.

مشترک وجوهات

ولسمشر اوباما او ولسمشر شي جین پینګ رسمي تشریفات ترسره کړل، د درناوۍ په توګه د توپ ۲۱ ډزې وشوې او دولتي ميلمستیا کې یې ګډون وکړ. دواړه خواوې دا بيړنۍ اړتیا مني چې باید د توسیدیدیس په دام کې له لوېدو نه ډډه وشي. د راپورته کیدونکي چین په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د هرکلي دوام لپاره دواړو ته پکار ده چې د همکارۍ ډګرونه پیدا او پیاوړي کړي.

له همدې امله و چې ولسمشر اوباما د نړۍ د اقلیم د ساتنې په اړه د ولسمشر شي جین پینګ د وینا هرکلی وکړ. هغوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه همکاري هم وستایله او وې ویل چې د شمالي کوریا د اتومي ستونزې په اړه به هم ګډ کار ته دوام ورکړي. چین د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بوینګ الوتکو د رانیولو معامله هم لاسلیک کړه او ويې ښوده چې چین سره ښې اړیکې د امریکا لپاره مشخصې ګټې لري.

ولسمشر شي جین پینګ خپله لهجه مثبته وساتله. د چینایانو یوښه دود دی چې په سترو تشریفاتي وختونو کې مېلمه د کوربه د درناوي په خاطر خوږه ژبه کاروي او له ترخو خبرونه ډډه کوي. نوځکه هغه د یوشمير امریکايي لیکوالو اوفلمونو ستاینه کوله. خوکله چې هغه روسیې ته ځي هلته پوشکین او تولستوی ستايي، کله چې فرانسې ته ځي د مولیر او دوما ستاینه کوي.

خو د یوبل د ستاینې د خوږو خبرو ترشا، ناویلی پیغام د چینايي ځواک په اړه دی. ولسمشر اوباما وکولای شول داسې یوه هوکړه ترلاسه کړي چې له مخې به يې دواړه حکومتونه د تجارتي ګټې لپاره د انټرنيټ له لارې د معنوي شتمنیو د غلا څخه ډډه کوي، او دواړه به “په انټرنيټي یا مجازي فضا کې د مناسبې رويې په اړه د لارې نړیوالومقرراتو څخه کار اخلي”.

خو ولسمشر اوباما دا اندېښنه هم لري چې آیا ژمنې به عملي بڼه غوره کړي که نه، او خبرداری يې ورکړ چې که چین انټرنيټي غلا ته دوام ورکړي، دی به پرچین بندیزونه ولګوي. ولسمشر شي جین پینګ دا ادعا نه مني چې چین به انټرنيټي غلا کړي وي. هغه ټینګار کوي چې چین خپله د انټرنيټي غلا قرباني شوی دی. د چین د جنوب سمندرګي د تاوتریخوالي په اړه هغوی کوم پرمختګ ونه کړ.

ټینګه دیپلوماسي

د اوباما ادارې هڅه وکړه دا سرمشریزه غونډه ګټوره وښيي، خو دا په تېرو درې کلونو کې ددوو ولسمشرانو ترمنځ دریمه ستره غونډه ده اواړیکي هغسې ندي لکه چې پخوا يې امریکایانو هیله کوله. ولسمشراوباما ډیرزیارایستلی چې د چینايي مشرسره یو شخصي تفاهم رامنځته کړي، او دا ځل هم هغوی د یوې شخصي ميلمستیا په ترڅ کې دوه ساعته خبرې اترې درلودې. خو د یوه د ولسمشرۍ د دورې اوه کاله تېرشوي او یوازې یو کال يې پاتې دی، د بل درې کاله تير شوي او اوه يې لا په مخکې دي.

د ولسمشر شي جین پینګ بهرنۍ تګلاره ډاډمنه، د چین د پخوانیو مشرانو په پرتله ډېره روښانه او دقیقه ده. د هغه قاطعیت د اوباما اداره غافلګیره کړه، د چین د جنوب سمندرګي ټاپوګانو کې د دودانیو جوړول، په نړیوالو مالي موسسو کې د امریکا د متحدوایالتونو د برتري د مقابلې په خاطر د یو نوي پراختیايي بانک جوړول، او د چین د “یو کمربند یوسړک” د ستراتیژۍ په مرسته د آسیا د فزیکي او دیپلوماتیک جوړښت د بدلولوهڅې د هغې ځینې بېلګې دي.

انکار نه منونکې پایله دا ده چې ولسمشر شي جین پینګ یوه ټینګه محاسبه کړې چې سیال يې په منځني ختیځ او روسیه کې د امریکايي ستونزوسره دومره بوخت دی چې د راپورته کيدونکي چین مخنیوي ته وخت نه لري.

ليکوونکی : ايمل ساپی