د نړۍ اته سوه میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي 


د ۲۰۱۵ کال لوږې نړیوال شاخص له مخې د وسله والو نښتو له کبله نژدې ۸۰۰ میلیونه انسانانو ته بشپړ خواړه نه رسیږي

د ۲۰۱۵ کال رپوټ کې ویل شوي دي، چې نړۍ کې ۵۲ هېوادونه داسې دي، چې پکې د جګړو له کبله یا خو حالت خواشینونکی دی او یا هم د اندېښنې وړ.

دغې ډلې کې اته هيوادونه داسې بلل شوي دي، چې پکې حالت خورا ناوړه بلل شوی او له ۴۶ اعشاریه نهه سلنې پواینټونو سره د مرکزي افریقا هيوادونه په سر کې راځي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې راځي، چې پکې حالت وايي هيښونکی دی.

سږ کال لومړی ځل له افغانستانه په دغه رپوټ کې شميرې شاملې شوې دي.

له دې مخکې د ډیټا نشتوالي له کبله د افغانستان نوم په دغه نوملړ کې نه و شامل کړل شوی.

د ۲۰۱۵ کال شاخص له مخې افغانستان کې دغه کچه ۳۵ اعشاریه څلور بلله شوې، چې د لوږې په اړه وايي خبرداری ورکونکی حالت دی.

دغه لړ کې اوس د افغانستان پخوانۍ ډیټا موندله شوې، چې وايي په ۲۰۰۰ میلادي کال کې دغه کچه ۵۲ اعشاریه پنځه وه او دغه حالت وايي خورا هيښونکی حالت و.

د سږ کال په شاخص کې د هند او پاکستان نومومونه هم شامل دي، چې پاکستان په ۱۱ او هند په ۲۵ مقام کې راوړل شوي دي.

رپوټ کې البته ویل شوي، چې په پرمختلونکو هيوادونو کې د ۲۰۰۰ میلادي کال پر تله د لوږې کچه ۲۷ سلنه کمه شوې ده.

په دغه رپوټ کې لومړی مرکزي افریقا جمهوریت، دویم مقام کې چاډ او دریم هغه کې زیمبیا هغه هيوادونه دي، چې سختې لوږې ځپلي دي.

په شاخص کې د ګڼو هيوادونو نومونه شامل نه دي او لامل یې دا دی، چې د غو هيوادونو تایید شوې شميرې نه دي تر لاسه شوې.

خو د دغو هيوادونو په اړه معلومه شوې، چې د لوږې حالت پکې ډارونکی دی.

د کنسرن ورلډ واییډ اجرایي مشر ډومنک میکسورلي په وینا:

‘ناامنۍ پرمختګ په شا تمبوي. له سولې پرته به ګرانه وي، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې بیوزلي او د خوړو لږوالي ستونزې حل شي. اوس هغه وخت راغلی، چې نړیواله ټولنه د نښتو مخه ونیسي او د مسایلو حل ته لومړیتوب ورکړي.’

ليکوونکی: ايمل ساپی