سوک وهنې تر ټولو لويه لوبه


image

يکشبنې د مۍ پر ۳ به د امريکايي فلويډ مې وېدر او د فليپيني مني پکيو تر منځ د سوک وهنې لوبه په لاس وېګس کې ترسره کيږي.

دا د سوک وهنې په تاريخ کې يوه له لويو لوبو ګڼل کيږي او ټول خلک پرې خبرې کوي.

مې ويدر او پکيو په نړۍ کې تکړه سوک وهوونکي ګڼل کيږي. دا ډېر کم تر سترګو کيږي چې د نړی تر ټولو مشهور او تکړه سوک وهوونکي په يوه مسابقه کې لوبيږي.

ويل کيږي ۱‍۹۸۰ کال کې چې د سپورت طلايي دور ګنل کېده دا ډول لوبې ډېرې ترسره کيدې. دهغه وخت مشهور سوک وهوونکي سوګر رې لينورډ، تومس هيرنز، رابيرټو ډيورن او مروين هګلر وو.

سوک وهنه دوه مشهورو لوبغاړو ته چې مې ويدر او پکيو دی اړتيا لري چې يو ځل بيا يې په نړۍ کې تر ټولو لوی سپورت وګرځي.

د سوک وهنې په تاريخ کې يوه له لويو لوبو ګڼل کېږي او ټول خلک پرې خبرې کوي

۳۸ کلن مي ويدر تراوسه په ۴۷ مسابقو کې برخه اخيستې چې يوه يې هم نه ده بايللې او پنځه ځله يې د وزن په بيلابيلو لوبو کې د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی.

۳۶ کلن پکيو شپږ ځله د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی او په ۶۴ لوبو کې يې يوازې پنځه بايللې دي.

له اقتصادي پلوه دا به تر ټولو لويه لوبه وي خو تراوسه معلومه نه ده چې هر لوبغاړی به څومره پيسې وګټي خو داسې اوازې دي چې مې ويدر به ۱۵۰ ميليون او پکيو ۱۰۰ ميليون ډالر ترلاسه کړي.

د دې لوبو ټکټ شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر ټاکل شوی او وايي که څوک غواړي دا لوبه په کور کې په تلويزيون وګوري نو ۱۰۰ ډالر به ورکوي.

ويل کيږي دا لوبه به شاوخوا ۴۰۰ ميليون ډالر جوړ کړي.

که چيرې د سوک وهنې دا لوبه ښه ترسره شي نو کيدای شي په راتلونکي سپټمبر مياشت کې بيا دا مسابقه وشي.

ليکوونکی: ايمل ساپی