ښوونځیو کې د سپورت نوي جمنازیمونه جوړیږي
لري په ښوونځیو کې دننه سپورټي اکاډیمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.
په افغانستان کې د فوټبال لوبه ګڼ پلویان لري او ان په ښوونځیو کې سپورت ته رسمي ساعتونه بيل شوي دي
بله خوا د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي په پام کې لري په ښوونځیو کې د ننه سپورټي اکاډيمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.
د دوی په وینا، د تيرې یوې لسیزې په بهیر کې د سپورت د چټکې ودې تر څنګ په ښوونځیو کې هم سپورت ته ډېر پام شوی.
خوشحال تایب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیالۍ په بهانه یو شمير ښوونځیو ته تللی او دا راپور یې پرې برابر کړی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې دا مهال دیارلس ورزشي څانګې شاملې دي، چې درسي ساعتونه ورته ځانګړي شوي دي.
د پوهنې وزرات چارواکي وايي په ښوونځیو کې د سپورت د دودولو لپاره د بدني روزنې په نوم یو ځانګړی ریاست لري، او د چارواکو په وینا دوی په دې وروستیو کې ګڼې لاس ته راوړنې هم لرلي دي.
شاوخوا دوه کاله کيږي چې د غازي لیسې زده کوونکي د سپورت په ساعت کې له ټولګي بهر نه وځي او د تمرین زمینه نه ده ورته برابره.
ددغې لیسې د ورزشي دیپارتمنت مشر عبدالحی مسکینیار وايي ځینې کسان زده کوونکو ته مزاحمت کوي نو ځکه دوی زده کوونکي له ټولګي بهر نه شي ایستلی.
خو بیا د رابعه بلخي د نجونو په لیسې کې حالت بل شان وو، دلته د سپورت لپاره اړین میدانونه نشته، خو زده کوونکي بیا له لږو امکاناتو ډېره ګټه اخلي.
د پوهنې وزرات د چارواکو په وینا په وروستیو کلونو کې دوی په بيلابيلو برخو کې ګڼ او تکړه لوبغاړي ټولنې ته وړاندې کړي چې هېواد ته یې ښې راوړې دي.
د دغې ليسې مدیره حدیثه میاخيل وايي تر ډېره هڅه کوي چې په ښوونځي کې دننه زده کوونکو ته د سپورت زمینه برابره کړي، خو که یې وسه ونه رسیږي نو له ښوونځي بهر مرسته غواړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په پام کې لري په ښوونځیو کې دننه سپورټي اکاډیمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.
د دغه وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي د تيرو کلونو په ترڅ کې په ښوونځیو کې سپورت ته ډېر پام شوی دی او ښه پرمختګونه هم لري.
د پوهنې وزرات د چارواکو په وینا په وروستیو کلونو کې دوی په بيلابيلو برخو کې ګڼ او تکړه لوبغاړي ټولنې ته وړاندې کړي چې هيواد ته یې ښې راوړې دي.
ليکوونکی: ايمل ساپی