سویس کې د فولکس واګن ګاډو پر پلور بندیز
سویس د فولکس واګن هغو ګاډو پر پلور لنډ مهالی بندیز لګولی، چې د ازميښت پر مهال روغتیا ته د زیان رسوونکي غاز ريښتینې کچې د نه په ډاګه کولو لپاره په کې سافټ وېیر لګيدلی.
د دغه ګام له امله ښايي شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ ګاډي اغيزمن شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د نړۍ د ګاډو جوړونې تر ټولو ستر شرکت فولکس واګن امریکا کې دا ومنله، چې نژدې ۱۱ مېلیونه ډیزلي ګاډي یې په داسې پروګرام سمبال دي، چې د ازموینې پر مهال به یې روغتیا ته د زیان رسوونکي ګاز رېښتینې کچه نه ښووله.
د دغه بندیز اعلان د جمعې په ورځ (سپتمبر ۲۵) د سویس د سرکونو چارو سمبالوونکې ادارې وکړ.
دغې ادارې په خپله وینا پاڼه کې لیکلي چې د دغه ګام له امله ښايي د سکوډا، وي ډبلیو اوډي او سياټ ماډل ټول هغه ډیزلي ګاډي اغيزمن شي چې په ۱.۲، ۱.۶، او ۲.۰ لیتره ماشین (اېنجن) سمبال دي.
وي.
د دې تر څنګ ميتایس میولر د فولکس واګن نوی اجرایوي مشر ټاکل شوی.
نوموړی وروسته له هغې وټاکل شو چې د دغه شرکت پخواني مشر ماټين وېنټرکورن تيره اونۍ له دندې ګوښه شو.
میولر د دندې له پیل سره سم وویل چې د شرکت له لاسه ورکړی باور بيرته پر ځای کول به یې لومړیتوب وي.
نوموړي وویل
“زما تر ټولو لومړۍ هڅه به دا وي چې د فولکس واګن شرکت باور بيرته پر ځای کړم”
ليکوونکی: ايمل ساپی