شمالي قطب کې امریکايي شل شرکت خپلې کیندنې درولې
رویال داچ شل شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه شرکت د اوس لپاره په شمالي قطب کې د الاسکا په سواحلو کې کیندنې په ټپه درولې.
شل د چوکچي په سندونو کې د اصلي څاګانو له کیندنو لاسته راغلې پایلې ناهیلې کوونکې وبللې.
دغه شرکت ویلي، د دغو څاګانو له کیندنو لاسته راغلي تيل او ګاز په دغه سیمه کې د پرمختګ تضمین نه شي کولی.
شل شرکت شاوخوا ۷ میلیارده ډالره د چوکچې په سندونو کې خامو تیلو او ګاز کشفولو ته ځانګړي کړي.
په امریکا کې د شل شرکت مشر ماروین اودم ویلي، په دغه سیمه کې د پرمختګ پایلې ناهیلې کوونکې دي.
خو ښاغلي اودم پر دې ټینګار وکړ چې دغه سیمه د امریکا او الاسکا لپاره ستراتژیک ارزښت لري.
د چاپيریال ساتنې فعالان په شمالي قطب کې له کیندنې سره مخالف دي او دوی ډاډمن دي چې صنعتي فعالیتونه او ګلخانه يي غازات قطبي خرسو ته ګواښ زیات وي.
د يو خبریال په خبره، د خامو تيلو د بیې را ټيټيدل او د کیندنې لوړه بیه د دې لامل شوې چې شل شرکت پرېکړه وکړي د مالي لوړ توان منلو پرځای دغه پروژه د کار په لومړیو کې په ټپه ودروي.
ليکوونکی: ايمل ساپی