”فیسبوک” په ۲۰۱۶ کې مصنوعي سپوږمکۍ توغوي


facebook-satellite_3463567b

د خواله رسنۍ ”فیسبوک” بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ ویلي، په پام کې لري چې د لیرې افریقا په سیمو کې انټرنېټ ته د لاسرسي د اسانتیا راوستلو لپاره مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوي 

فیسبوک وايي، دا مصنوعي سپوږمکۍ به له فرانسوي ”یوټلساټ” شرکت سره په ۲۰۱۶ کال کې وتوغوي.

زوکربرګ پر فیسبوک په یوې تبصرې لیکلي: ”هڅې مو روانې دي چې نړۍ د انټرنېټ په مټ سره ونښلوو، آن که خبره زموږ له سیارې وهم وځي”.

دا د فیسبوک شرکت د اړوند ”انټرنېټ ډاټ اورګ” پروژې یوه برخه ده، چې دا پروژه په ځینو هېوادونو کې له یولړ نیوکو سره مخامخ شوې ده.

په ځينو هېوادونو کې د زوکربرګ ددغه پلان پر وړاندې کلکه نیوکه شوې ده، چې ویل کېږي فیسبوک او نورو شریکانو ته دا وړتیا ورکوي، چې د انټرنېټ په برخه کې د پرمختللو بازارونو کاروبار پیکه کړي.

انټرنېټ ډاټ اورګ پروژه لیرو سیمو ته د انټرنېټ رسولو چارې مخته بیايي. دغه شرکت په وروستیو کې ویلي وو، د هغو بې پیلوټه الوتکو په مټ به انټرنېټ عام کړي، چې د همدې موخې لپاره جوړې شوې دي.

په وروستیو کې د مصنوعي سپوږمکیو په توغولو سره د انټرنېټ خدمتونو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.

پر لارو چارو غور کوي”.

زوکربرګ لیکلي: ”په تېر یوه کال کې، فیسبوک د هوا له لارې د انټرنېټ د رسولو په برخه کې د الوتکو او مصنوعي سپوږمکیو پر لارو چارو غور کوي”.

دی زیاتوي: ”معمولاً د دودیزو زېربناوو له لارې، لیرو سیمو ته د انټرنېټ رسول ګران کار دی، همدا ده چې موږ نوې ټکنالوژۍ ته مخه کړې ده.”

ليکوونکی: ايمل ساپی